نا متوازنه وده، پر ښارونو د وګړو د هجوم لامل

 
د وروسته پاتې هېوادونو یوه ځانګړنه هم د نفوسو ډېرښت دی. په وروستیو کې په نوموړو هېوادونو کې د نفوسو د ډېرښت لامل د څه نا څه روغتیایي اسانتیاوو رامینځته کېدل او د کوچنیانو او میندو د مړینې د کچې کمښت ښوودل کیږي همدارنګه په وروسته پاتې هېوادونو کې له دې امله هم وګړي د ډېرو اولادونو زېږول غوره ګڼي چې د کورنۍ کاري ځواک به یې زیات وي او په راتلونکي کې به یې اولادونه ورته ګټه کوي؛ دا په داسې حال کې چې د اقتصادي پرمختګ، د روزګار د فرصتونو  او د پرمختګ د منظمې ستراتیژۍ د نه شتون په صورت کې دا فکر غلط دی.
پوښتنه دا ده چې په وروسته پاتې هېوادونو کې پر ښارونو د نفوسو د هجوم لامل څه دی؟
دا چاره بېلابېل لاملونه لري چې تر ټولو لوی لامل یې بې انډوله اقتصادي وده ګڼل کیږي. په دې معنا چې د هېواد ټولې سیمې په هم مهاله او انډولیزه توګه پرمختګ نه کوي بلکې په ټول هېواد کې د پلازمېنې په ګډون یو، دوه او یا د ګوتو په شمېر څو ښارونه پرمختګ کوي او نورې سیمې له پرمختګ شا ته پاتې کیږي. د بېلګې په ډول د کابل په ښار کې د هېواد د نورو ښارونو او سیمو په پرتله ډېر وګړي راټول شوي.
په ښارونو کې د نسبي اقتصادي پرمختګ له امله کاروبار پرمختګ کوي او د روزګار فرصتونه رامنځته کیږي، د روزګار د همدغه فرصتونو د ډکولو لپاره د وروسته پاتې سیمو وګړي ښارونو ته مخه کوي. مخکې مو هم یادونه کړې چې پر ښارونو د نفوسو زیاتېدل د وروسته پاتې هېوادونو ځانګړنه ده. په پرمختللې نړۍ کې دا ستونزه ځکه جدي نه ده چې هلته د اقتصادي پرمختګ د متوازنې ستراتیژۍ څخه کار اخیستل کیږي، ځکه خو هلته د پانګې او شتمنۍ تمرکز نه وي او اړتیا نه لیدل کیږي چې وګړي دې په لرې پرتو سیمو کې د روزګار د فرصتونو د کمښت له امله ښارونو ته مخه کړي.
دا چې پر کابل او د هېواد په نورو لویو ښارونو کې د نفوسو کچه ورځ تر بلې زیاتیږي لامل یې هم په کلیوالو او وروسته پاتې سیمو کې د عنعنوي اقتصاد شتون او د کاري فرصت کمښت دی. که په دې برخه کې د اقتصادي پرمختګ د متوازنې ستراتیژۍ څخه ګټه واخیستل شي نو د لیرې پرتو سیمو وګړي به په خپلو سیمو کې په کاروبار او دندو بوخت شي او ممکن ځینې له ښارونو څخه هم بېرته خپلو سیمو ته مخه کړي. په هېواد کې د متوازن پرمختګ پر وړاندې لویه ستونزه بدامني ده چې له امله یې په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې د پرمختیایې پروژو پلي کول ستونزمن دي، همدارنګه د امنیت نه شتون د ښاري کیدو Urbanization په وړاندې هم ستر خنډ ګڼل کیږي.
پر ښارونو کې د نفوسو د تمرکز یوازیني لامل بې انډوله پرمختګ نه دی بلکې ځینې نور لاملونه هم لري. د بېلګې په توګه ځینې خلک له دې امله هم په ښارونو کې ژوند ته ترجیح ورکوي او کلیوالي سیمې پریږدي چې کوچنیان یې باکیفیته زده کړې وکړي، ښه روغتیایې خدماتو ته لاسرسی ولري او د تفریح غوره فرصتونه ولري.  همدارنګه، د ځینو کورنیو یو یا څو غړي په ښارونو کې دندې لري چې بیا دوی خپله ټوله کورنۍ له ځان سره ښار ته لیږدوي. په افغانستان کې به په ښارونو د وګړو د هجوم په راماتیدا کې د پورتنیو عواملو هم څه نا څه ونډه وي خو اوس مهال یې په لیرې پرتو سیمو کې جنګونه او شخړې لوی لامل شمیرل کیږي.
لکه مخکې مو چې یادونه وکړه په وروسته پاتې یا د دریمې نړۍ په هېوادونو کې د نفوسو اندازه په چټکۍ سره ډیروالی کوي چې په ترکیب کې یې ښاري نفوس هم ونډه لري. همدارنګه په لیرې پرتو سیمو کې ډیر شوي نفوس هم ښارونو ته مخه کوي. تر اوسه د وروسته پاتې هیوادونو د نفوسو له نیمایي څخه زیاته برخه په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي خو که په نوموړو هیوادونو کې د متوازن انکشاف ستراتیژي پلې نه شي، ممکن د نوموړو هیوادونو د نیمایي څخه زیات نفوس ښارونو ته مخه کړي. همدا اوس هم په افغانستان کې د ښارونو او کلیوالو سیمو د نفوسو د کچې تر مینځ واټن په چټکۍ سره زیاتیږي چې پایلې به یې ډیرې منفي او ځوروونکي وي. په ښارونو کې د نفوسو د تمرکز د بدو پایلو په اړه به په راتلونکي لیکنو کې بحث وکړو.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.