
د افغانستان حکومت په تېرو دیارلسو کلو کې زیاتې سونزې او لاسته راوړنې درلودې. لاسته راوړنې دا چې افغانستان یو ځل بیا په نړیواله کچه وپېژندل شو، یو رسمي او قانوني حکومت رامنځته شو، د نړیوالو له لوري زیاتې مرستې وشوې، د بیا رغونې په برخه کې ښه پرمختګونه وشول، منظمه اردو جوړه، د سواد کچې تر بل هر وخته زیات پرمختګ وکړ او دې ته ورته نورې لاسته راوړنې....
ستونزې دا چې افغانستان د یوه سرتاسري امنیت خاوند نه شو، په دولتي ادارو کې فساد له منځه نه لاړ، د غریب او زورواک تر منځ توپیر چا په ګوته نه کړ، د سولې پروسه رامنځته شوه خو څرنګه چې افغان ولس له دې پروسې هیله درلوده هغسې ونه شوه او دې ته ورته نورې ننګونې...
له تېرو دیارلسو کلو را په دې خوا د افغان حکومت تر ټولو مهمه موخه په هېواد کې یو سرتاسري امنیت او سوله راوستل وو چې دې موخې ته تر اوسه نه دي رسېدلي او لا هم هڅې روانې دي. د نوي حکومت په راتګ سره افغان ولس سولې ته زیات لېوال و، د ولسمشر غني لومړۍ ژمنه هم همدا وه چې ګواکې دی به هېواد ته سوله راولي. غني هم تر خپله وسه هڅه وکړه، سیمې او نړۍ ته یې د سولې پیغام ورساوه. که څه هم پاکستان د افغان حکومت سره د سولې په برخه کې اغېزناک رول لوبلولای شي نو غني هم پر پاکستان فشار راوړو او په کلکه یې ترې وغوښتل چې د سولې په برخه کې ور سره مرسته وکړي.
پخواني ولسمشر هم پاکستان ته ۲۱ ځله سفر کړی و، غني هم یو ځل سفر وکړ خو پاکستان تر اوسه له افغان حکومت سره په دې برخه کې کومه مرسته نه ده کړې، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر پاکستان څو، څو، ځلې نیوکې کړې وې او پاکستان یې د ترورېزم مرکز ګڼلی و. اوسنی ولسمشر غني که څه هم په خپلو لومړیو کاري ورځو کې یې خلک د سولې راوستو ته زیات لېواله کړل خو وروسته له هغې کله چې په شاه شهید کې خونړۍ پېښه رامنځته شوه، ده هم پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او پاکستان یې د افغان وژنې لوی لامل وباله.
اوس دا چې افغان حکومت ته د سولې لوی چانس په لاس ورغلی، معنا دا چې د ملا عمر له مړینې له په دې خوا وسلوال طالبان د خپل رهبر په ټاکلو کې یو له بله لیري شوي، که څه هم د طالب مشرانو په ټاکلو کې دپاکستان څارګره اداره ( آی اېس آی) ځانګړی رول لري او داسې هم ویل کیږي چې د ملا عمر له مړینې وروسته د ده زوی ملا یعقوب غوښتل ځان د طالبانو رهبر وټاکي خو د پاکستان د آی اېس آی خوښه نه وه او هماغه وو چې دی یې وواژه. بل دا چې په دې وروستیو کې د وسلوالو طالبانو تر منځ اختلافات مخ په زیاتېدو دي، ویل کیږي چې ملا منصور داد الله او اختر محمد منصور چې د طالبانو مخکښ مشران دي، تر منځ شخړه شوې او دواړو د یوه او بل په مقابل کې د جګړې اعلان کړی داسې هم ویل کیږي چې په دې وروستیو کې د ملا اختر محمد او ملا منصور د ډلو تر منځ په ځینو ولایاتو کې جګړې شوې دي. له دې ټولو سره سره اوس دا کره شوه چې وسلوال طالبان په خپلو کې وېشل شوي او دا خبره خپله ملا منصور داد الله په یوه ویدیو کې چې تېره ورځ خپره شوه په ډاګه کړه، په دې ویدیو کې ملا منصور داد الله ویلي چې زه د پاکستان آی اېس آی وغوښتم او راته ویې ویل چې موږ تاته په افغانستان کې یو شمېر قومي مشران، دیني عالمان او حکومتي چارواکي په ګوته کوو، ته به هغوی وژنې، دی وایي چې دوی د اسلام سره په ټکر کې نورې غوښتنې هم درلودې خو ما د دوی دا غوښتنې ونه منلې او زه یې بندي کړم چې وروسته له بنده وتښتېدم او افغانستان ته راغلم.
ملا منصور چې اوس په خپل پلرني ټاټوبي زابل کې شپې ورځې تېروي، افغان حکومت ته په کار ده چې له ده څخه د سولې په راستو کې ګټه پورته کړي او دا دوی ته یو لوی چانس دی، ولسمشر غني دې هڅه وکړي چې ملا منصور را وغواړي او له ده سره سوله وکړي. که له ملا منصور سره سوله وشوه په دې پوه شئ چې له (۵۰٪) طالبانو سره سولې شوې ده. د ملا منصور له خبرو داسې څرګندېده چې دی سولې ته لېوال دی، ځکه ده د پاکستان له څارګرې ادارې سر ټکولو او دا یې هم وویل چې ما خپلو کسانو ته اعلان کړی چې نور دې د آی اېس آی په مشوره جګړه نه کوي، نو له دې ښکاري چې دی خپله سولې ته لېوالتیا ښیي.
دا په یاد لرئ که له طالبانو سره سوله وشوه داعیش په افغانستان کې ډېر ژر ماتې خوري، خو که له طالبانو سره سوله ونه شوه نو همدغه طالب مشران لکه ملا منصور، له داعیش سره یو ځای کیږي، نو افغان حکومت ته یو ښه فرصت دی چې ملا منصور په خپل غېږ کې ونیسي او پرې نږدي چې له داعیش سره یو ځای شي.
درنښت