راځئ تعصب له بېخ څخه وباسو!

 
هېوادوالو راځئ په خپل هېواد کې د هغې ونې جرړې نورې ختمې کړو، چې مونږ یې د نړۍ څخه وروسته پاتې کړي یو.
د دغې ونې هر شاخ لکه قوم پرستي، مذهبي اختلاف او ژبنۍ اختلاف داسې غوڅ کړو، چې بیا په هېڅ پسرلي کې راشنه نه شي.
د دغې ونې کرکیله زمونږ په هېواد کې مونږ نه بلکې زمونږ دښمنانو کړې ده، تر څو افغانان ونه شي کولای چې د نړۍ سره یو شان ژوند وکړي.
د دغې ونې ثمره یواځې هغه زهر دي چې مونږ یې له نړۍ وروسته پاتې کړي یو او تل د دغې ونې ثمره دښمن ته په لاس ورغلې ده او تل یې زمونږ له قوم پرستۍ  او ژبني تزاد څخه ګټه کړې ده او نړیوالو ته یې زمونږ تصویر د یو شریک ملت پرته ورمعرفي کړی دی.
خو دښمن دې زمونږ د وېشلو هڅې نه کوي!!!
هغوي دې دغه خوبونه اوبو اویا هم مړو ته ووایي، ځکه مونږ ټول یو ملت یو چې افغان نومېږي، زمونږ د ټولو دین اسلام دی او اسلام مونږ ټولو ته د یو بل ته د لاس ورکولو او د یووالي امر کوي.
مونږ که د هر قوم او ژبې سره تعلق لرو، خو د ټولو شریک ویاړ او کامیابي په اسلام او افغان ټکو کې ده، ځکه یواځې همدغه دوه ټکي دي چې مونږ ټول قومونه د یو چتر لاندې راټولولای شي، یو چې زمونږ دین دی او مونږ ته زرګونه کاله پخوا رارسېدلی دی دوهم زمونږ ملت دی چې ټوله نړۍ مونږ په همدغې نوم پېژني .
مونږ هر افغان  د افغانستان هره برخه خپل کور ګڼو او هېڅ کله به دښمن ته دا اجازه ورنه کړو، چې مونږ سره په قومونو ووېشي، ځکه مونږ یو ملت چې افغان نومېږي.
يو ځل بیا په دښمن غږ کوم چې د افغان ملت د وېشلو هڅې دې نه کوي، ځکه افغان ملت یو وجود دی او د یو وجود خفګان او خوشحالي سره ګډ وي.
 مونږ ټول د خپل هېواد د ښه بقا لپاره په ګډه کار کوو او پر مخ ځو او ټولې نړۍ ته ښایو چې افغانان د تعصب په نوم څه نه پېژني.
هغه زهرجنه ونه چې دښمن یې زمونږ په هېواد کې کرکیله کړې ده، په ګډه له بېخ څخه وباسو، چې د بیا شنه کېدو توان په کې نه وي  او ټول د اسلام او افغان چتر او د یو رهبر د مشری د هېواد ترقۍ ته کار کوو تر څو نړيوالو سره سیال او په خپل هېواد کې سوله ییز او پرمختللی ژوند ولرو.
د یو سوله ییز او په خپل ځان بسیا افغانستان په هیله