پټه مينه

 
د غم شپېلۍ به راته نه ږغوې
ما به په خپلو اوښكو نه اوبوې
زما د سينې له قفسچې څخه به
د پټي ميني مشال نه تښتوې
 
ولي مي بيا د پټو سترګو څخه
يو په يو تښتوې خواږه خوبونه
ولي مي بيا د زړه آرام لوټوې
راته راوړې د چا پردي خيالونه
 
ما د يوې ځوانۍ اخيتار لرلو
د يوې ميني نذرانه مي كړله
ما په تندي كي تصويرونه مات كړل
چي څه بتان وه بېګانه مي كړله
 
زه كه تندي كي خپل تقدير سوځوم
دا پر قولونو پښېماني خو نه ده
زه چي خيرات خيرات نارې وهمه
نو د ځوانيو ارزاني خو نه ده
 
هغه لمبه چي د ځان ونه ګڼې
چي ما د زړه په تل كي وسوځول
پر هغې شمــــعي بدګومانه نه ســــې
چـي ســـتا په لاره كــي مــي ولګول
 
چي ته په خپل حسن مغروره نه سې
تا ته مي اوښـــكي در لېږلــي نه دي
د زړه په وينــو مي رنګــين خطـونه
ســتا پر كـوڅـه در اســتولــي نه دي
 
ما چي ځنــځير د اوښــكو وتـــوراوه
دې خپل جنون لره مي زور غوښتى
چي ستا تصـوير ته مي په ځيـر كتله
خپــلـو بڅــرو ته مــي اور غوښــتى
 
هغــه به زما نظــمونه خـــپل وبولـي
چــي پر لـــنډۍ زنه خـــالونه وهــي
چي يې پر جګو ســپينو غاړو باندي
ګڼــي زلمــۍ زلـــفــي ټالــونه وهــي
 
هغــه به زمــا په چــيغو نه مـړېـږي
له شوګيريو به مـــي مينـــي غواړي
زړه به يې زما له درده نه ســړېـږي
هغه به زما له ســترګو ويني غواړي
 
خو زه پوهـېږم چي به ګور ته يوسـم
دا لـه جــانــانه ســـره پټــــه مـــينــه
دا د بتــانـــو پــه ســجــدو تــومـــتي
دا نافــرمــانــه دا ســركـــښه ويــــنه