د افغان کلتوري ټولنو د جرګې اعلاميه


د زمري ۲۲ مه، ۱۳۸۸ ل
 
د افغان کلتوري ټولنو جرګه په هېواد کې د کلتوري ټولنو د همغږۍ او ټولولو يو مرکز دی، چې د هيواد او له هيواده بهر د ۲۰۰ په خواوشا کې افغاني کلتوري ټولنو استازيتوب کوي. جرګه غواري په دې ورځو کې د دوو تودو مسلو په باب خپل دريځ  څرګند کړي:
ولسمشريزې ټولټاکنې او د افغان لیيوالو تر منځ د ځينو مخالفتونو په باب اندېښنه
لومړي: د افغان کلتوري ټولنو جرګه د بيان د ازادۍ او ټولو مدني، انساني او بشري حقوقو او د اشخاصو د کرامت او حرمت د درناوي اصولو ته ژوره پابندي لري او په ټول هېواد کې د دغو اصولو تعميم غواړي. د افغان کلتوري ټولنو جرګه يوه نا سياسي او سوچه کلتوري اډانه ده چې په دولسمه ماده کې يې داسې راغلي دي: [کلتوري هڅې به له سياسي هڅو جلا وي، جرګه به دکوم ځانګړي ګوند او ځانګړي  سياسي نظر لپاره کار نه کوي ، خو د غړو لپاره به تر جرګې  بهر د مستقل سياسي فعاليت حق محفوظ وي.]  نو په دې خاطر موږ د جرګې د غړو په ګډون دا د هر افغان يو بشري حق ګڼو چې د سياسي روا هڅو په ګډون د ژوند په ټولو ډګرونو کې معقول او مشروع فعاليت وکړي او د خپلې خوښې له مخې د خپلې کانديدۍ په شمول د نورو کاندیدانو د تایید يا ردولو مستقلانه او آزاده پریکړه وکړي، خو د جرګې هیڅ غړی د افغان کلتوري ټولنو جرګې په استازیتوب نه د چا د کاندیدۍ د ملاتړ حق او اجازه لري او نه یې د ردولو او مخالفت، بلکې دا به یې کاملا شخصي او ځاني پریکړه وي. د قانون له مخې ټولټاکنې ملي - سياسي پروسه ده چې له مخې يې هر څوک حق لري له فشار ، زور، تعقيب او تحميل پرته دخپل منطق او ارزښتونو پر بنسټ د خپلې خوښې کانديد يا ګوندته رايه ورکړي. د ټولټاکنو په پروسه کې د هر فرد رايې ته درناوی کيږي، خو پرېکړه د اکثريت د رايو له مخې کيږي . موږ ددې هېواد د هر وګړي رايې ته درناوی کوو، خو جرګه به خپله خپلواکي او بې پلوي ځکه ساتي چې بيا خپل اصلي هدف ته نه شي رسیدای چې د بیلابیلو سياسي نظرياتو لرونکي فرهنګيان پر يوه ملي-فرهنګي فورم سره راټول کړي.
دوهم: په تېرو څو کلو کې (په هغو سیمو کې چې نسبي آرامي ده) د دموکراسۍ او د بيان د آزادۍ په نامه نسبتا ازاده فضا رامنځه شوې او موږ ته يې موقع راکړې، چې د يو بل د نظرياتو تحمل ، اورېدل او درناوی زده کړو. خو بيا هم ګورو چې له بده مرغه زموږ يو شمېر ليکوالو د ولسمشرۍ د ټولټاکنو په درشل کې د خپل نظر په مخالفينو پسې د قلم متروکه را اخيستې او د دې پر ځای چې د خپلو نظرياتو منطقي دفاع وړاندې کړي ، معمولا په مستعارو نومونو د نورو فرهنګيانو پر شخصيت او افکاروتېری کوي، د کلام عفت  تر پښو لاندې کوي او د فرهنګيانو تر منځ د شک، بې باورۍ او کرکې فضا رامنځته کوي. که پخوانيو زورواکو به د خپل نظر مخالفين په فزيکې توګه وژل، زموږ دغه قلموال هڅه کوي د خپل نظر مخالفين په معنوي لحاظ ووژني .د افغان کلتوري ټولنو جرګه،  چې په هيواد کې د فرهنګيانو، فرهنګي ټولنو او بنسټونو ترمنځ د يو والي او همغږۍ په لار کې هڅې کوي، د کلتوري هلو ځلو يوه لويه ښېګڼه او لاسته راوړنه دا ګڼي چې د بېلا بېلو سياسي نظرياتو پلويانو د ګډو ملي او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ لاسونه سره يو کړي او د خپلو جلا سياسي لارو له ساتلو سره سره د کلتور په ګډ ټغر سره کښېني او د مينې او يووالي په فضا کې د خپل ولس پر دردونو غږېږي.که په تېرو دريو لسيزو کې سياستونو ولس په خپلو کې سره وېشلی او د دښمنۍ کرښې يې په کې را ايستلي، خو کلتوري او مدني ټولنو هڅه کړې د اختلاف او دښمنۍ دا کرښې له منځه يوسي او  پرځای يې د زغم او ورورولۍ کلتور دود کړي . موږ له ټولو فرهنګيانو او قلموالو څخه  هيله کوو، چې خپلې شخصي، فرهنګي او ټولنيزې اړيکي د سياسي اختلافاتو له سيوري څخه اغېزمن نه کړي، بلکې هر څوک دې پرته له دې چې د چا پر شخصيت او افکارو تېری وکړي د خپل نظر او موقف د حقانيت لپاره د منطق پر بنسټ ليکنې وکړي او له خپل دريځ څخه منطقي دفاع وکړي. زموږ په اند که څوک د خپل دريځ د دفاع لپاره منطقي استدلال  لري، هغوی به د نورو په سپکاوي خپل وخت ضايع نه کړي.
موږ له ټولو قلموالو څخه هيله کوو، چې نور له مستعارو نومونو څخه د يو او بل د سپکاوي لپاره کار وانخلي، ځکه زموږ په فکر دغه ډول مستعار نومونه يوازې د اختناق او سياسي تعقيب د وېرې په حالت کې جواز لرلی شي.
موږ له ټولو افغاني رسنيو کلکه غوښتنه کوو، چې د ژورنالېزم د اصولو په پام کې نيولو سره دې نور په مستعارو نومونو د داسې ليکنو له خپرولو څخه ډډه وکړي چې په هغو کې  فرهنګيانو ته سپکاوی شوی وي او د فرهنګيانو تر منځ د وصل په راوستو او د فصل د مخنيوي په کار کې خپلې ملي دندې تر سره کړي. موږ په دوی همدغسې باور لرو.
په پای کې موږ له ټولو هېوادالو او په ځانګړې توګه فرهنګيانو څخه هيله کوو، چې راځئ د يوه اباد، خپلواک، يو موټي او سرلوړي افغانستان د جوړولو لپاره لوړ انساني، اسلامي او مدني ارزښتونه راخپل کړو، ويې پالو او نورو ته يې هم سپارښتنه وکړو.
 
په درنښت