د افغان کلتوري ټولنو د جرګې کلنۍ غونډه

 

 
 
 د افغان کلتوري ټولنو جرګه غواړي، چې خپله کلنۍ کاري غونډه د هيواد په پلازمېنه کابل کې جوړه کړي. له نېکه مرغه د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د جوړېدو او فعاليت څخه دادی څه د پاسه يو کال تېرېږي د جرګې د کړنلارې سره سم بايد د جرګې غړي، کارډله، ولايتي استازي او د کلتوري ټولنو مسوولين په کال کې لږ تر لږه يو ځل ګډه غونډه ونيسي. ددې ګډې عمومي غونډې په ترڅ به د تېر کال د فعاليتونو راپور د غوڼدې ګډون والو ته وړاندې

 او د راتلونکي کال لپاره به په پلان جوړونه او ستراتيژۍ باندې خبرې او پرېکړې کېږي. همدارنګه له دې فرصت نه په ګټه اخيستنې سره په ټول هېواد کې د کلتوري فعاليتونو او هڅو د لاښې همغږۍ لپاره هم عملي طرحې جوړېږي. نو موږ په وياړ سره اعلان کوو، چې د افغان کلتوري ټولنو جرګه خپله کلنۍ غونډه د را روانې جمعې په ورځ، چې د ۱۳۸۷ ل کال د لړم په ۱۷ مه نېټه په کابل ښار کې جوړوي په همدې مناسبت د افغان کلتوري ټولنو د جرګې ټولو ولايتي استازو او د کلتوري ټولنو مشرانو ته خبر ورکول کېږي، چې په نوموړي مجلس کې خپل ګډون زموږ د اړيکو د کميټې له لارې یقيني کړي. په دې لړ کې د ولايتي استازو او د ټولو کلتوري ټولنو له مشرتابه پلاوي څخه په ډېر درنښت هيله کېږي چې د خپلو فعاليتونو، برياوو، ګواښونو او خنډونو په هکله د اړوندې کلتوري ټولنې راپور زموږ د اړيکو څانګې ته مخکې له مخکې را واستوي، چې د جرګې د پلان جوړونې او ستراتيژۍ په جوړولو کې ورته پاملرنه وشي. د افغان کلتوري ټولنو د جرګې کارډله ستاسو راتګ او ګډون ته سترګې په لاره دي.
 په درنښت
 ځای: د کابل ښار، ميرويس ميدان ( کوټه سنګي) ، د کابل اريانا هوټل، A سالون
 وخت: د سهار له نهو بجو څخه تر نيمې شپې پورې خو د ميلمنو راتګ له نهو بجو څخه مخکې ټاکلي ځای ته صورت مومي.
 نېټه: د جمعې مبارکه ورځ ، د ۱۳۸۷ ه ل کال د لړم ۱۷ مه ، چې د ۲۰۰۸ ز کال د نومبر د مياشتې له ۷ مې نېټې سره برابره ده.
 يادښت: ( د هيواد له لرې سيمو څخه د غونډې ګډون وال کولی شي، چې په کابل کې د جرګې د کلنۍ غونډې تر پيل کېدو مخکې او يا وروسته د شپې تېرولو تابيا په خپله ونيسي خو هغه کسان، چې د ځای ستونزه ولري نو د جرګې کارډلې په دې هکله ترتيبات نيولي او تاسو کولی شئ د اړيکو له څانګې سره په دې هکله خبرې وکړئ.)
 د ټليفون شمېرې:
 ۰۷۰۰۶۴۳۶۴۸
 ۰۷۷۷۳۹۱۳۹۱