
دا وطن جوړيږي زموږ هغه کلیوال چې لس کاله پخوا يې د کلى مکتب د کافر ځاله بلله اوس يې ټول لمسيان مکتب ته ځي.
اوس وطن جوړيږي هغه توپکمار چې د توپک په زور به يې د انسانانو دې ژوند ډيوې مړ کولې اوس یې هغه بدرنګ ټوپک خرڅ کړی دى د هغه په پيسو يې سولر (شمسی)اخستي ده اوس يې کور رڼا دى.
انشاالله وطن جوړيږي هغه د لر کلى ځوانان چې د ډيرو پلونه ملاوې يې په پرديو بمونو ماتې کړې اوس په خپلو کارونو پېښمان شوي دي دا نننۍ جنګ پردى بولي.
وطن ته به سوله راځي د جمغې په ورځ ملا په خپله خوله د منبر په سر وويل چې (والصلح خير) په سوله کې خير دى اې!مسلمانانو جنګ نور بس کړی اسلام د سولې او وروالۍ دين دى نه د جنګ او وژنې.
وطن جوړيږي هغه د افغانيت دښمنان چې پرون يې په تذکره کې د افغان سپېڅلي کلمه نه منله نن ټول سره ناست و په يو ناره يې وويل چې موږ ټول افغانان يو او ويلې چې باید د افغانستان هر وګړي ته بايد په تذکره کې افغان اطلاق شي.
وطن جوړيږي ټولې هغه رسنی چې دا يوه لسيزه يې د افغانستان د ملى ګټو پر ضد او ژبنيو مسایلو ته لمن وهله ټول په خپلو نشراتو پېښمانه دى نور په د افغانستان اساسى قانون په رڼا نشرات کوي.
شکر افغانان نور پوه شول پرون د دولت د مخالفانو قوماندان په پنډ مجلس کې خلکو ته لګیا وو ویلې چې په کالونو کالونه مو د ګاونډيو په اشارو د مشرانو پګړۍ او د پښتنو د تور سريو بورکې مو په خپلو لاسو بې غيزته کړې نوربس ده.
پرون خبر شوم چې د کلى ټول مشران سره را ټول شوي وو ټولو د افغانستان ملى اودو ملى پوليس ملی امنيت سربازان په يوه خوله د هيواد اصلى بچيان بللي دي او د دې وطن ساتنه يې په خپلو ځانونو فرض عين کڼلى ده.
د همداسې ورځو په هیله.