د مخکښو نوماندانو مناظره او څو هليې!

بالآخره هم کرزى دې ته اړ شو چې خپلو دوو مخکښو سيالانو:(ډاکټراشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله،عبدالله)سره ژوندۍ ټلويزوني مناظرې ته چمتو شي.دا کېدونکې مناظره چې سبا نه بل سبا د زمري ٢٥مه او د يکشنبې مازېګر پينځه نېمې بجې يې وخت ښودل شوى،ډېرې خواوې لري خو زه يې د يوه مينه وال په توګه دا هيلې لرم:
١_د داسې مناظرو اصول لکه چې ليدل شوي دا دي چې برخوال نوماندان پکې يو د بل پر کاري پلانونو،تېرو کړو،وړو،شخصيت،وړتيااو....نيوکې،بحث او خبرې کوي خو په افغانستان کې تر ډېرې کچې څو ورته مناظرې يو څه ښې او د طلوع د يوې هغې په ګډون نورې ټولې هسې د يوه کاري پلان ښودونکي مرکې دود پر ځاى کړى او نوماندانو پکې يا له مناظرو سره د نا اشناوالي او يا هم پر خبرو او اصولو د نه پوهېدو له امله يوازې همدا د ملي يووالي،ټيکاو او سولې د ټينګښت....ماشومانه شعارونه ورکړي.
د طلوع ټلويزون مناظره چې درې مخکښ ولسمشريز نوماندان ((حامد کرزى،اشرف غني احمدزى او عبدالله،عبدالله)وربلل شوي وو او له کرزي پرته پکې دوو نورو هغو برخه لرله په دې د مناظرې له اصولو سرغړونه پکې وشوه چې د تمې خلاف ډاکټر صيب اشرف غني احمدزي د بدنومي نوماند ډاکټر عبدالله پر وړاندې د هغه پر ضد ډېرې کېدونکې خبرې ونه کړې له دې به يې موخه ښايي د هغه دومره جدي نه ګڼل هم واى خو دا د پارلماني،پارلماني نظام بې ځايه غوښتنو پر وړاندې يې بايد ډاکټر صيب د خپلې پياوړې پوهې پربنسټ ډېرې ښې خبرې ورته کړې واى خو په هر صورت اوس چې د دغو نوماندانو ترمنځ د بلې مناظرې خبره کېږي او کرزى هم پکې برخه اخلي زما هيله د خپلې خوښې نوماند درانه ډاکټر صيب اشرف غني احمدزي څخه دا ده چې لومړى دې کرزي سره په يو لاس کېدو د پارلماني نظام غوښتونکى دا ....عبدالله ښه په دې مناظره کې ذرې،ذرې کړي او بيا دې د نښې وړ کرزى چې ډېرې خبرې ورسره کېداى شي پسې په مخه کړي په دې برخه کې مې يو څه هيلې هم شته او هغه دا چې ډاکټر صيب د خپل نوي ارزښتناک کتاب د عادلانه نظام لار په پرونۍ مخکتنيزه غونډه کې هم داسې خبرې کړي چې په اوريدو يې تمه کېداى شي چې ډاکټر صيب همداسې وکړي.
                                   په همدې هيله!