
نن ورځ دسواد اود پوهې د خپرولونړيواله ورځ ده.
_ په اسټراليا اونيوزيلانډ کې دپلار ورځ ده.
پېښې:
_ په کال 1666 ز کې په لندن کې وروسته له درې ورځوپه دې بريالي شول،چې لګيدلی اور ووژني ـ په دې اورکې لس زره کورونه وسوځيدل اوشپاړس تنه وژل شوي.
_ په کال 1698ز کې لومړي «پيتر» په روسيه کې په خپلواتباعوباندې دږيرو ددرلودلوله امله ماليه ولګوله ـ پيترغوښتل، چې دده هېوادوال هم دلويديځې اروپايانوپه شان وبريښي..
_ په کال 1950 ز کې په سوريه کې سوسيالستي اساسي قانون تصويب شو.
_ په کال 1972 زکې «د تورسپټمبر» په نوم دفلسطين يوې وسله والې ډلې دجرمني دمونشن په ښارکې دالمپيک دلوبوپرمهال،داسرايلولوبډله يرغمل کړه .