
ولسمشره واک ته په رسیدو دې ځینو واقعي مبارزینو سره ولیدل چې د هغو له جم نه د.کندهار،پوهنتون استاد ارواښاد حمیدالله نوري چې خپلې سپینې وینا ورته د روژې په میاشت کې د شهادت جام ور په سر کړ انالله وانا الیه راجعون
ولسمشره دا موږ چې څومره هم غږیږو له څان سره غږیږو خو مخاطب کوو تا ریيس صیب!
سوال پیدا کیږي چې ولې؟
ځکه چې د کورنې د غړو نه مو نیولی تر خارجي رسنیزو انډیوالانو پورې رانه پوښتي چې څه مو وکړل څه کوې!ریښتیا درواغ په منډه ځانونه ترې خلاص کړو.ځکه چې په ټولټاکنو کې پړي پرې کړي وو خبر نه دي چې لا تر اوسه مې لیدلای هم نه يې! راتلونکي کې خدای خبر!
لومړنې خبره د جنت د تعبیر نه شروع کوم
که د مزدور نه د جنت تعبیر وغواړو (کور،کالي،ډوډې او ارامه خوب)به یې ځواب وي.
که د ملا نه د جنت تعبیر وغواړو (حلوا،حورې، غلمان)به یې ځواب وي.
که د خان نه د جنت تعبیر وغواړو (،جایداد،کلا،حجره او سور په آس)به یې ځواب وي.
که د یو مبارز نه د جنت تعبیر وغواړو (په ځان او خپله خاوره اختیار)به یې ځواب وي. ، ، ،
سوال دا دې چې په خپله خاوره اختیار لرو کنه؟
که نلرو نو مخکې نه ځو!......همدومره بس ده ګیله نه لرم.
که اختیار لرو نو ډیر څه دي چه سره شریک یې کړو مطلقاتو ته نه ځو په عمومیاتو سره غګیږو سمه ده
سپینې سپینې سره وایو!
په اوسنې حالت غږیږو پخوا نه به تیرشو
په خورا ډیرو بیدیاوو،روانو خوږو اوبو،شین آسمان،ځلانده لمر،دریدیرش فیصده سروې کې د درو تریلیونو معادنو کې محتاج ولې یو د چا د لاسه
ناامنه یو مکررآ وژل کیږم د چا د لاسه!
اداري فساد کې مې دویم مقام ګټلې د چا د لاسه!
مواد مخدرو کې مې لومړئ مقام ګټلې د چا د لاسه!
مافیا په ما کې وروځل شوه او پکې راګیر یم د چا د لاسه!
د نویو جوړښتونو(ګوندونو،سازمانونو)چې موږ پې ودانیږو او خړوبیږو،مخه ډب ده د چا د لاسه!
خلاصه که موږ نه ځواب غواړې د لعینې (CIA) د امریکا د لاسه!
او د دغو موضوګانو مې صرف یادول اړین ګڼل نور مو سر نه په دردوم.
په لنډ مهال کې وړاندیز دا دې موږ صرف له تاسو څخه هر څه تیار نه غواړو بلکې په ګډه دغه هیواد د بحران نه راویستل غواړو چې د مثال په ډول د څو طرحو چې اساسات او بنیادونه اماده دي وړاندې کوم
۱- د کابل مکرر ترافیکي اذدحام ته د پاې ټکې
۲-په ټول افغانستان کې د آبادې د کیفیت کنترول
۳-په محاکمو کې د فساد د مخنیوې او حق حقدار ته رسول
۴- د افغانستان اقتصاد په پښو ودریدو سره بیکارې ته د پاې ټکې
چې خاکه يې تیاره ده.
غوښتنې له ولسمشره؟
۱-هغه چارواکي چې فامیلونه يې په بهرنیو هیوادو کې ژوند کوي والاکه ټل ووهې که ته هم پکې شامل وې استیفا ورکړه مخې ته مو ښه.
۲-په درو کلیدې امنیتې وزارتونو کې انډول غواړو،خصوصآ امنیت ملي
ځکه ترهګر موږ نومول شوې یو او ملي امنیت اداره د ابتدا نه د روابط پر بنسټ جوړه شويده.او د ځانګړي ډلګې نه ډکه ده
۲- د ملي امنیت ریاست نه ټاکونکې ارګان جوړول چې د حکومتونو په بدلیدو په عمومي ستراتیژې کې بدلون ناشونې وي.افغانانو ته د مصونیت مصدر وګرځي لکه پاکستان کې (ISI)او ایران کې (وزارت اطلاعات)امریکا کې (CIA) ،انګلستان کې (MIsix)او داسې نور
۳-هغه د مقرریانو معیار دی! چې مقرر شوي افراد بغیر د استثنا نه ولې د ظوابطو په ځای د روابطو په اساس مقرریګي او په لویه کچه په لوړو او ټیټو پوسټونو کې ټول هغه افراد مقرریږي یا د وینه ځبیښونکې سرمایه داران دي چې د ځان او خپلو اعمالو د ویرې میکروفه تمانچه تر ملا تړلي دوه،درې باډي ګاردان او زرې ګاړي کې ګرځي. او یو مشاور،والي یا وزیر دې موږ په پښتونستان چوک کې پیاده ونلید چې مقرر شي نو عام اولس ته انځر ګل شي.په اولس کې یو داسې فرد راته په ګوته که چې زموږ او تا منځ کې رابط وي؟
نوټ:امان الله خان،داوود خان،ډاکټر نجیب د همدغې تشې قربانیان شول.
د ام ټي،ای ننګین،ټړون په جزیاتو خبر نه یم
خو د کرزي دیارلس کلنه دوره نه په جزیاتو پوې شوم. چې د افغانو پور پکې بښل شوې وو.
چې د داکټر عبدالله خبره سل فیصده صدق کوي چې د کرزې په خپله دیارلس کلنه دوره کې صرف او صرف په ټوکو ټکالو وخت تیر کړې
هسې نه چې راتلونکې نسل زموږ دورې ته هم د ټوکو ټکالو دوره ووایې.
په درنښت
لیکوال:آرین پکتیار