
د الکترونیکي تذکرو د ویش مسئله د ژبو په سرونو ده، د داسې اسنادو ویش که څه هم بیساري ګټې او اسانتیاوې لري خو له بله پلوه یې په اوسني وخت کې افغانانو او په ځانګړي ډول پښتون ټبر ته له ګټو زیانونه ډیر دي.
له پروسږ کاله راهیسې د بریښنایي تذکرو پر سر ډول ډول ناندرۍ روانې دي چې په یو نه یو ډول د افغانانو تر مینځ نفاق ته لمن وهل کیږي او مختلف قومونه د یو او بل پر وړاندې راپاروي او د افغانانو د ملي او اسلامي هویت د اخیستلو کوښښ کیږي. کله چې په تذکره کې د قوم د نه لیکلو خبره راپورته شوه نو ځینو سمت پالو او د افغانانو د یووالي دښمنانو کلک غبرګون راپورته شو او د هیواد ځینو لویو جنګسالارانو او قاتلانو د داسې تذکرې له اخیستلو کلک انکار وکړ چې یوازې د افغان کلمه پکې لیکل شوي وي آن تر دې چې د خپل افغانیت څخه هم منکر شول.
د بریښنايي تذکرو بله مسئله چې ډیره د اندیښنې وړ ده هغه په تذکره کې د افغان او اسلام د کلمې نه لیکل دي، د افغان د کلمې نه لیکل له افغانانو څخه د دوی د ملي هویت سلب او په مختلفو قومونو د ویشلو سبب دی چې دا به د ګران هیواد د تجزيې په لور به لومړنۍ ګام وي، چې د پردیو مزدوران او د شخصي اغراضو لرونکي عناصر د دې کار لپاره خپله بې ساري هڅه کوي؛ دوی دا استدلال کوي چې ګواکې افغان د پښتون مترادف دی او افغان د پښتون په مانا دی نو دوی نه غواړي چې دغه کلمه یې په تذکره کې ولیکل شي، که نن د دوی له دغې کرغیړنې غوښتنې سره مبارزه ونه شي نو دا ښکاره ده چې وروسته له دې به د دوی غوښتنه دا وي چې د افغانستان نوم دې هم بدل شي ځکه چې د دې مانا د پښتنو ټاټوبی دی او که دا نه کیږي نو باید هیواد په څو برخو وویشل شي او څوک ځانته جلا نوم پرې کیږدي، دا هغه خطر ؤ چې په اوږده مهال کې یې امکان شته.
بله خبره لکه څنګه چې په ازمایښتي تذکرو کې لیدل شوي د دین کلمه نشته چې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د شپږمې مادې دویمې فقرې سره په ټکر کې ده، دا په دې مانا چې زموږ له هویته د اسلام جوهر ویستل شوی دی، او نوره زموږ په هیواد کې دین مطرح ندی او دا هغه څه دي چې د اسلام دښمنان یې د پلي کیدلو لپاره بې ساري هڅې کوي.
هر افغان باید د دې لوی خیانت پر وړاندې په کلکه ودریږي او د خپل دغه حق څخه په هر اړخیز ډول دفاع او ننګه وکړي.
د بریښنايی تذکرو په ویش کې بیړه کوونکي د پښتنو هغه دښمنان دي چې غواړي له دې وسیلې د دغه قوم پر وړاندې ناوړه ګټه پورته کړي، په دې ټول پوهیږو چې د هیواد زیاتره نا امنه سیمې پښتون میشتي سیمې دي نو که د تذکرو د ویش لړۍ پیل شي نو دغو نا امنه او د کمو امکاناتو لرونکو سیمو ته ډیر کلونه دا تذکرې نه شي ویشل کیدای چې په دې وجه دوی دا دعوه کولی شي چې پښتانه په افغانستان کې اکثریت ندي او له بلې خوا که تذکره د ټاکنو د کارت په ډول وکارول شي نو په ټینګ باور چې ټاکنې به د دوی په ګټه تمامیږي هغه که ولسمشریزې ټاکنې وي او یا هم د ولسي جرګې، نو کله چې دا دواړه قواوې د پښتون ټبر د دښمنانو په لاس کې پریوزي بیا دوی کولای شي خپلو ټولو شومو موخو ته ورسیږي چې مخکې ترې یادونه وشوه.
باید وویل شي چې په هیواد کې د تذکرو له ویش څخه نورې مهمې او حیاتي مسئلې شته چې باید لومړيتوب ورکړل شي او په سر کې یې سرتاسري سوله او امنیت دی نو له هغې وروسته په دویم ګام کې د تذکرو د ویشلو په څیر کارونه تر سره شي.