
که چیرې په تذکره کې افغان کلمه ونه ليکل شي په هيواد کې به ډيرې ستونزې را منځ ته شي چې مخنيوی به يې بيا ډير ستوزمن کار وي.
۱دافغانستان اساسى قانون د پښو لاندې کيږي د اساسى قانون څلورمه ماده ليکي چې په افغانستان کې ملي حاکميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقم ډول يې په خپلو استازيو لارې عملي کوي.
دافغانستان ملت عبارت دی له تاجک،هزاره،ازبک،ترکمن،بلوڅ،پشه یي ،نورستانى،ايماق،عرب،قرغيز،قر لباش،ګوجر،براهوى او نورو قومونو څخه جوړ دى او
د افغان کلمه دافغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق کيږى.
۲دافغانستان ملي سرود د سوال لاندې راځي ځکه د هيواد ملي سرود لومړى بيت په دويم نيم بيتي کې د افغان کلمه راغلي ده دغه کلمه نن په تذکره کې نه مني سبا به بيا وايي چې په ملي سرود کې هم دې افغان کلمه نه منو په ملي سرود دی له سره کتنه وشي او د افغان کلمه دى ترې لرې شي.
۳که په تذکره کې د افغان کلمه و نه لېکل شوه سبا بيا همدا خلک پاڅیږي او وايي به چې دا درې سوه کاله هيواد ستاسو په نامه یعني افغانستان وو نو اوس بايد نور زموږ د ملیت په نامه یاد شي هزارګان به وايي چې نه زموږ په نامه دى شي هزارنستان دی شې ازبک، او ترکمن همداسې در واخله هر قوم به یې بیا ځان ،ځان ته ډنګه وي چې هر کله په د وطن کې دا خبرې را منځ ته شوې خود با خود خبره د تجزې په طرف ځي دا هیواد به زموږ د سترګو په وړندې پرچې ،پرچې شي که موږ اوس د افغان کلمې نه دفاع و نه کړو نو سبا به بيا د هيواد تجزې نه څنګه دفاع وکړو.
۴ ځینې د افغانیت په نوم ولاړ خلک په غونډو او بخثونو کې وایي چې که دوی په تذکره کې د افغان کلمې سره اساسیت لري حکومت دی مهرباني وکړي د افغان په ځای دی ورته ټکی کیږدي موږ ورسره مشکل نه لرو خو موږ ته دی افغان کلمه پکې ولیکل شې همدا خلک چې دغه خبرې کوي هیواد په لوی لاس د بربادۍ کندې ته ور غورځوي دا په دې منه شوه چې دوی افغانان نه دي همدا کېسه له خدای نه دوی غواړی چې موږ افغانان نه یو تاسو افغانان یاست موږ یې خبره په خپله تاید کوو.
۵چې هر کله زموږ په غوښتنه په تذکره کې دوی ته ټکی کېښودل شو او موږ ته د افغان کلمه پکې ولیکل شوه همدا د افغانیت دښمنانان به موږ پخپله شوموهیلو او اهدفو ته په خپل ګنګس ذهن او لوی لاس وراسوو هر کله چې دوی ته په تذکره کې ټکي کېښودل شي او موږ ته افغان ولیکي بس بیا دوی وګټله او موږ پخپله په ځانونه عریضه وکړه او د خپل کور یعني افغانستان د تجزې لاره مو په خپلو لاسونو هواره کړه په تذکره کې باید د افغانستان هر وګړي ته افغان اطلاق شې موږ د افغان سپیڅلي کلمه یوازې له ځان لپاره نه غواړو دا کلمه باید هر افغان ته په تذکره کې ولیکل شي ،نه يوازې پښتون قوم ته موږ چې څه له ځان لپاره غواړو هغه د هر افغان لپاره غواړو.
موږچې نن په خپل هویت ننګ و نه کړو سبا به بیا د وطن په تجرېه څه ننګ وکړو که موږ نن په افغانیت غیرت و نه کړو سبا به بیا دافغانستان په ټوټې ،ټو ټې کیدو څه غیرت وکړو زما ولس بې هویته تذکره نه اخلی دا ولس په افغانستان کې یوازې افغان ملت تذکره غواړي او د افغانستانیت تذکره نه غواړي.