د کورنیو تولیداتو پرمختګ کې د کورنیو او دولت ونډه

 
 
په مخ پر ودې هیوادونو کې د کورني صنعت پیاوړی کول مهم اقتصادي لومړیتوب دی. له عنعنوي اقتصاد څخه و صنعتي اقتصاد ته لیږد هغه څه دي چې په مخ پر ودې هیوادونو کې د روزګار بې شمیره فرصتونه رامینځته کوي. په صنعتي سکتور کې له عادي کارګرو نیولې تر مسلکي او تخنیکي کارکوونکو پورې بیلابیل وګړي په دندو ګومارل کیږي، ځکه خو مخ پر ودې هیوادونه باید د اقتصادي پرمختګ، د تادیاتو د بیلانس د کسر د له مینځه وړلو او یا کمښت او د روزګار د فرصتونو د رامینځته کولو لپاره د کورنیو تولیداتو پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د کورنیو تولیداتو د پرمختګ او ترویج په برخه کې دوه ډلې حکومت او ولسي وګړي دواړه خپل رول او مسولیتونه لري چې په ټولیز ډول د ټولنې د اقتصادي هوساینې لپاره باید هره ډله خپله دنده او رول تر سره کړي.
هغه پالیسي ګانې ټاکلې او معلومې دي چې حکومتونه یې د خپلو کورني تولیداتو د تقویې لپاره تر لاس لاندې نیسي. په دغه پالیسي ګانو کې یوه هم د ګمرکي تعرفې هغه ده چې له بهر څخه له واردیدونکي توکو څخه اخیستل کیږي. پخوا د ګمرکي تعرفې د وضع کولو موخه د دولتي عوایدو زیاتوالی و، هغه وخت چې د تعرفې په وسیله د کورنیو تولیداتو د ساتنې موضوع مطرح نه وه ځکه خو بر واردیدونکو توکو د ایښودل شویو تعرفو کچه او اندازه هم کمه وه، وروسته چې تعرفه د کورنیو تولیداتو د ساتنې د یوې وسیله په توګه وکارول شوه نو ورسره د هیوادونو له لوري د هغه توکو په تولید د تعرفو کچه هم لوړه شوه چې په داخل کې به یې ورته تولید هم شتون درلود.
دلته هم لومړی باید دولت د کورنیو تولیداتو د پرمختګ په لار کې خپل مسولیت او دنده تر سره کړي او له ګاونډیانو سره د متقابلې پالیسۍ څخه کار واخلي. که ګاونډي هیوادونو پاکستان او یا ایران ته سر ښکاره کړو نو و به ګورو چې هلته د کورني تولید په پرتله د بل هر هیواد تولید په ګران قیمت تمامیږي، دا په داسې حال کې چې په ډیر مواردو کې زمونږ په هیواد کې له کورني تولید څخه هر ډول بهرنی تولید ارزانه دی. لامل یې هم د کورني تولید د ساتنې اړوند د چارواکو بې غوري، فساد او غیر مسلکیتوب دی. د نورې نړۍ هیوادونه د خپل تولیدي سکتور هغه برخې په نښه کوي چې د بهرنیو تولیداتو له لوري له زیان سره مخ وي او بیا کورنیو تولیداتو ته پر زیان اړوونکو بهرنیو وارداتي تولیداتو لوړې تعرفې وضع کوي.
زمونږ ګاونډي هیوادونه هم زمونږ پر صادریدونکو توکو لوړې تعرفې وضع کوي. د بیلګې په توګه د پاکستان هیواد په وروستیو کې نوموړي هیواد ته له افغانستان څخه پر صادریدونکي تازه میوې (هندواڼه، خربوزه) ګمرکي تعرفه فوق العاده لوړه کړې. دغه هیواد که څه هم د افغاني خټکیو بدیل هم نه لري خو بیا یې هم د خپل عاید د زیاتوالي او د سوداګرۍ د بیلانس د انډول په موخه دا کار کړی.
د کورنیو تولیداتو د پرمختګ او غښتلتیا په برخه کې دوهم رول د کورنیو یا لګښت کوونکو دی. عام وګړي یا لګښت کوونکي هغه څوک دي چې د همدوی د تقاضا له مخې له نورو هیوادونو څخه توکي واردیږي. که چیرته دوی خپله تقاضا له بهرنیو توکو څخه کورني تولید ته ولیږدوي نو طبعي ده چې کورنی صنعتي سکتور به هم نوموړې تقاضا ته د ځواب ویلو په ترڅ کې بېسارې پرمختګ وکړي.
ممکن په ډیرو برخو کې کورني تولیدات د بهرنیو وارداتي توکو څخه ګران وي خو په دې برخه کې د وګړو زیان اوږدمهاله نه بلکې لنډ مهاله دی، عام وګړي باید دغه لنډمهاله تاوان پر ځان ومني او لاندې اوږدمهاله ګټې لاس ته راوړي:
کله چې  کورنیو تولیداتو ته تقاضا زیاته شي نو پانګوال د ګټې د زیاتوالي په پام کې نیولو سره د کورني صنعت په هره برخه کې پانګونه کوي او په دې برخه کې رقابت او سیالي رامینځته کیږي چې د سیالۍ په پایله کې ښکاره ده چې د توکو قیمتونه رالویږي. د وارداتو د کمښت له لارې د هیواد د کرنسۍ ارزښت لوړیږي چې دا چاره د وګړو د پیر ځواک په لوړولو کې مرسته کوي. د کورنیو تولیداتو د رقابت د زیاتوالي له لارې د توکو کیفیت هم لوړیږي. په کورني صنعت کې د پانګونې له لارې اقتصادي پرمختګ ته لار هواریږي او په دې برخه کې د روزګار ګڼ فرصتونه رامینځته کیږي چې دا چاره د هر هیواد د اوږدمهاله اقتصادي موخو څخه ګڼل کیږي.