
د بشري تمدن په تیرو پیړیو کې د دنیا پر مخ د معنوي ارزښتونو تر څنګ ډیر تمرکز په فزیکي موجوداتو وو.او هغه څه چې لمس کیدل د ارزښت وړ وو،چې دا موضوع د انسان د شعور په کچې پورې تړلي وه.
خو اسلامي علومو د ابتدا څخه معنوي ارزښتونه په یو خاص چوکاټ کې راپه ګوته کړيدي.په دغه لړ کې د انسان وجود په دوو برخو ویشي،چې جسم او روح نه عبارت دي او د انډول له مخې هیڅ سره پرتله کیدای نشي. د انسان فلسفه هم د انسان ارزښت د ده په معنویاتو کې راغونډوي،فزیکي ارزښت يې که کوم ارزښت هم لري د معنوي ارزښت د ژوندي ساتلو د موجودیت لپاره کارول کیږي.د بیلګې په توګه د (apple&Microsoft)کمپنې فزیکي ارزښت کیدای شي پنځوس ملیونه ډالرو نه وانه وړي خو که چیرې پکې موجود ظرفیتونه او ظرفیتونو کې موجود معنوي ارزښتونه او هغه نوم چې همدغه ارزښتونو ورته ګټلې دی په بام کې ونیول شي،د دغو کمپنیو ارزښت د پنځوسو ملیاردو ډالرو نه هم اوړي.
نو پکار دا ده چې خپل ټول ځواک د معنوي ارزښتونو د ساتلو،لوړولو او په دغه ډګر کې د ظرفیتونو راټوکیدلو لپاره پکار واچول شي.
دغه لړې به دوام مومي
درنښت
لیکوال-آرین پکتیار
۱۳۹۴/۶/۱۰