د حامد کرزي او اشرف غني  اساسي قانون

  
 
ولسمشر کرزي اساسي قانون ته یو پوښ ورکړی و؛ د ضرورت په وخت کې به یې خلاص کړ او د خپل خوښې او ضرورت ماده به یې ترې راواېسته. ولسمشر غني اساسي قانون ته څو پوښونه ورکړل او په المارۍ کې یې قفل کړ. خو؛ باور لرم چې پنځه کاله وروسته به یو لوېشت خاورې پرې ناستې وي.
په ځای یې د جبر په طلا لیکل شوی سیاسي هوکړه لیک، حکومت کوي.
د واک وېشل او نورو ته سهم ورکول، د هر ولسمشر مشروع حق او واک وي.‌ خو؛ په کوم ډول چې ولسمشر غني د خلکو په رایو معامله وکړه، تاریخ به یې په یاد ولري. هغه د ولس هغو رایو ته په سپکه وروکتل چې د ګوتو څه چې د سر د پرېکولو خطر یې په غبرګو سترګو منلی و.‌ د ټاکنیز اصلاحاتو ناقانونه کمېسیون په رامنځته کولو یې د هغو ټولو خلکو رایې تر پوښتنې لاندې یوړې او خپل مشروعیت ته یې هم سخت ګوزار ورکړ.‌
پرون د دې کمېسیون دوه تنه غړو چې په ۱۵کسانو کې یوازې همدا دوه تنه پښتانه وو، د بې واکۍ له امله یې د حقارت احساس وکړ او کمېسیون یې پرېښود ( چې باید له پیله نه وای ورغلي).
د ټاکنیزو اصلاحاتو ناقانونه کمېسیون،‌ د ناقانونه چارواکي عبدالله په لاس کې دی. په ټوله نړۍ کې لومړی ځل دی چې؛ د دوه کمېسیونونه او د راتلونکو ټاکنو یا د هېواد د برخلیک ټاکلو واک بایلونکي کاندید ته ورکول کېږي.
ما په هېواد کې ډېر کمزوري او ډارن چارواکي ولیدل چې د هغوی د ډار او بېوسۍ له امله ځینې ځانونه فرعونان بولی؛‌ خو،‌ د ولسمشر غني په وجود کې د شته وېره په شان ډار، تر اوسه نه دی تجربه شوی.
جالبه به دا وی؛ هغه ورځ‌ چې دا کمېسیون د ولسواکۍ فاتحه واخلي او د افغانستان د یو اکثریت په ضد خپل توطئه د ولسمشر غني په لاسلیک عملي کړي، لاسلیکونکی (ولسمشر غني) ته به دا لاسلیک،‌ د خپلې استعفا تر لاسلیکولو ګران تمام شي. نور به هغه د هېواد ولسمشر نه وي او په ټوله مانا به د تقلب نتیجه وي.
واقعیت دا دی چې ماته اوس د ولسمشر غني مشروعیت دومره مهم نه دی( د هغه خپل د بې تفاوتۍ او بې کفایتیو له امله)؛‌ ماته د هغه ولس رایه مهمه ده چې د مرګ او وحشت په منلو سره راووتل؛
ماته د هغه کس رایه مهمه ده چې د خپلې لور جنازه یې له خلکو پټه کړه چې د رای ورکونې لړۍ ټکنۍ نه شي.... د دې تقنیني فرمان تر لاسلیکولو وروسته به نه یوازې غني د افغانستان ولسمشر نه وي؛ بلکې په راتلونکې کې به دا رایې هېڅ ډول مشروعیت ونه لري او که یې کله بیا د ولسمشر د ټاکلو وس پیدا کاوه،‌ بیا به ناولې وي او په همدې لاسلیک به استناد کېږي.
زه ولسمشر غني ته یو څه ورپه یادوم!
ته د هغه چا نه ډارېږې چې هغه په هر میدان کې ستا پلویانو ته مات شوي دي.‌ تا دې د خپلو پلویانو مینه او اعتماد لیدلی، د هغوی د سترګو غوسه دې نه ده لیدلې. د دې نورو که وس کېدای، ته به په دې څوکۍ ناست نه وې، خو؛ که دې خپل ولس درته غوسه شو، بیا به د ارګ دېوالونه درباندې راولوېږي.
افسوس چې د خپل موقف دفاع په افغانستان کې یو نامقدس جنګ دی؛ کنه نو ما به ستا په وړاندې دا جګړه اعلان کړې وه.
ناوخته نه دی،‌ تر دې ځان مه تحقیروه او تر دې ځان مه کمزوری کوه.‌
ودرېږه! دا ملک کې یوازې زمریان حکومت کولای شي؛‌ په ډار او وېره حکومت نه شې کولای.
په خپل ولس یې حساب کړه؛ دا خلک دومره نه دي چې ته ترې وډار شې.