د وخت ځواک او د هغه تنظیم  (لومړۍ برخه)

 
د ډاکتر محمد ابراهیم شینواري لیکنه، ژباړه او لنډیز
(۱). د هر کار لپاره ليکلی پلان ولرئ
لیکلی پلان تاسو ته هره شیبه ستاسو ژمنه دریادوي، دغه ژمنه مو په یاد پاتې کیږي او په تحت الشعور کې مو پخیږي، سمیږي، اصلاح کیږي او شفافیږي. د سبا ورځې د کارونو پلان نن جوړ کړئ او ویېئ لیکئ. یوه مشهوره خبره ده چې کومه ژمنه چې په لیکلو کې نه وي، هغه په واقعیت کې وجود نلري، نو ځکه هر مهم شی ولیکئ.
پلان ته اهداف وټاکئ چې اوږد مهاله، منځمهاله او لنډ مهاله وي. ستاسو هره کړنه باید ستاسو د یو لنډمهاله هدف حصول په معنی وي، د هر لنډ مهاله هدف لاس ته راوړل مو د منځمهاله هدفو د لاس ته راوړلو او د هر منځمهاله هدف تر لاسه کول مو د اوږد مهاله هدفونو د حاصلولو پر لور مرسته وکړي.