
دغه پوښته د زیاتو خلکو په ذهن کې پیدا کېږي، چې د څو ځلې استعمالولو څخه وروسته باید دسپاک پرېمېنځو.
د صحت ماهرین وايي، چې که دسپاک پاک نه وي نو کولای شي، چې د پوستکي ډېرې ناروغۍ پیدا کړي، ځکه چې تل دسپاک په غسل خانو کې پروت وي او هلته د صفایۍ پوره خیال نه ساتل کېږي.
د همدې له پاره ډاکټران وايي، چې باید د درې یا څلور ځلې استعمال څخه وروسته حتمي باید تولیه وېنځل شي، تر څو د پوستکي د ناروغیو څخه وژغورل شو، ځکه د پوستکي زیاتې ناروغۍ ساري دي.