جنرال دوستم چي هر جرم سرته رسوي زيمه واره يي مشاورين دي!

 
که څه هم جنرال دوستم د سړي جګړي څخه راوروسته يو جنګي پيژندل سوی شخص دی او د ښاغلي مجددي له خوا ورته د ستر جنرالی رتبه ورکړل سوه او بيا په افغانستان کي مختلف تحولاتونه راغلل ، او دافغانستان په ټولو تحولاتو کي جنرال دوستم مطرح شخص پاته سوی او د نظامي بخش څخه بيل ځانته جلا يو تنظيم يا ګوند د جنبش په نامه لري ، ټول غړي يي د ده د خپل قوم يعني ازبک څخه دي . خو کله چي د ښاغلي حامد کرزي حکومتي دوره پيل سوه ، او ټولي ډلي ټپلي له واکه څخه ولويدي او د هيواد وا ګي ملي امنيتي ځواکونو واخيستې ، دجنرال دوستم رنګه جنګي قومندانان يا په نظام کي شامل سوه او يا پر کور کښيناستل ، خو بيا هم د ښاغلي کرزي له خوا و جنرال دوستم ته د ستر جنرالی رتبه ورکړل سوه ، اما جنرال دوستم د ښاغلي کرزي څخه خپه  معلوميدی اما  ښاغلي کرزي بيا داکبربای پر پيښه خپلي اړيکي له جنرال دوستم څخه بيخي پرمخ پري کړې او پر جنرال دوستم د  بشري ټولونو له خوا د جنګي جرمونو او د دښتي ليلي ، کندوز ، تخار او قلعه جنګي د پيښو او د طالبانو د وژلو اصلي مجرم تور پوري سوی او همدارنګه په شمالي ولايتونو کي د جنرال دوستم او د جنرال دوستم د قومندانانو له خوا په شمال کي د ميشتو پښتنو سره ظلمونه تيری او د ځمکو غصب د پټولو نه دي .
په همدغه خاطر د شمال اکثريت پښتانه د خپل حقوقو او غچ اخيستلو په خاطر هر وخت ورسره په مخالف جهت کي اوسيدلي او اوسيږي . چي د پښتنو له د غه جملي څخه يو زه چي خپله دا ليکنه کوم په سرپل ولايت کي  زما او زموږ د خپلوانو ۵۷۸جريبه ځمکه ،  چي شرعي اسناد ، د ماليي ټکسونه په لاس کي لرو راڅخه يي غصب کړي ده . کله چي داکټرصيب ! اشرف غني ولسمشری ته ځان کانديد کړاو جنرال دوستم يي لومړی مرستيال وټاکی   ښاغلی غني په منتخب ولسمشري کې د جنرال دوستم هغه وينا چي له ملت څخه يي د خپل جنګي جرمونو معافي وغوښتل او دا يي هم  وويل چي په شمال کي به د پښتنو حقوق بيرته ورکول کيږي ، نو زه او قومي مشران د جنرال دوستم ددي اعلان د هرکلي او دخپلو ستونزو د هوارولو په خاطر ورغلو ، خو دا داستان ډير اوږد دی  خو په دوې مياشتي کي ايلا د فيض الله ذکي له خوا يو مکتوب پر والي راکړل سو . دوي مياشتي مو په سرپل ولايت کي والي صيب !  ته تيري کړلي خو کومه نتيجه مو لاسته رانه وړه .
نو زه د څلورو مياشتو څخه وروسته کابل ته راغلم او صدارت ته ورغلم په صدارت کي هغه د يوه مکتوب په خاطر کي مي چي دوي مياشتي تيري کړي وي ، نو د پيره داره نيولي اوتر ټولو مشاورينو پوري  يې ښه وپيژندلم . نو ښه په خلاصه پښه صدارت ته ورغلم او نبي شارق چي د جنرال دوستم خاص مشاور دی د هغه شعبي ته ورغلم چي ټوله دوسيه راسره وه ، نو بيا مي د ښاغلي شارق مخي ته کيښودله او دا جريان مي ټول ورته ووی ، چي موږ د جنرال دوستم د وينا په خاطر راغلو او تاسو موږ ته دومره وختونه راکړل او نه کوم کار سرته رسيږي زه او دی په دي خبرو کي سره اخته وو ، چي يو بل کس هم په همدي ځای کي ناست وو ،شارق دري واري ماته اشاره وکړه چي ته خبري مه کوه ، خو زما سر خلاص نه سو په همدي وخت کي هم هغه سپين ږيري کس پرشارق مخ راواړوی او په ډيره تنده لهجه يي شارق ته وويل : چي جنرال دوستم چي په هر جرم ګرم بلل سوی اصلي لامل يي تاسي مشاورين ياست ، چي غلطي فيصلي ورته وړاندي کوی او تاسي د خپلو شخصي ګټو په خاطر د جنرال دوستم څخه مجرم او قاتل جوړ کړی ، داچي په شمال کي کومه نا ارامي ده دا هم ستاسي د غلطو فيصلو له وجي ده . افغانستان د ټولو قومونو يو ګډ کور دی زه هم يو ازبک يم داچي نن په ترکيه کي ميشت يم او هيواد ته خپله کورنۍ نه راولم  له هم دغه څخه بيريږم چي خدای ناخواسته سبا کوم ظلم راڅخه ونه سي او يا په کوم جرم کي مجرم ونه ګڼل سم.
دا نن چي په شمال کي د طالب په نوم کومي ډلي موجوديت لري داهم ستاسي د نا انصافۍ په خاطر باندي د خپلو حقوقو د دفاع په خاطر باندي ستاسي په مقابل کي ولاړ دی . که چيري د دارنګه مظلومانو ، چي اشاره يي ماته وکړه  ، حق ورکړل سي ډير لږ اشخاص  به د عقيدوي جنګ په خاطر په سنګر کي پاته وي .
سبابه تاسي په شمال کي عمليات هم پيل کړی ، خو سوله به رانه ولی نور به دښمن ځانته زيات کړی ، د خدای له پاره شارقه نور دا غلطي فيصلي وجنرال دوستم ته په لاس مه ورکوی . او د جنرال دوستم چي هر جرم سرته رسوي اصلي لامل يي تاسي مشاورين ياست.
کله چي مي ددي ښاغلي خبري واوريدي او نن په فارياب ولايت کي د جنرال دوستم کوم فوځي عمليات شروع کړې او د رسنيو له خوا د پښتنو سره د ظلمونو ضد او نقيص راپورونه ورکول کيږي ، چي تر اوسه يي اصلي حل چاته نه دی معلوم ، خو زما د هم هغه ښاغلي سپين ږيري ازبک خبره يوه يوه مخته دريږي ، چي جنرال دوستم رښتياهم چي هر جرم سرته رسوي اصلي لامل يي مشاورين دې