ځوانانو ته صرف په سترګو کي خاوري ور شيندل کيږي!




لکه څرنګه چي ټولو ته بهتره معلومه ده، د يوې ټولني يا هيواد ستون فقرات د ځوانانو څخه جوړ دی او د پرمختګ اصلي لامل يي هم ځوانان تشکيلوي، ځکه ځوانان د کار توان او طاقت لري او خپله انرژي په سالمه روزنه کي د خپلو ټولنو لپاره ښه مصرفولای سي. ټوله نړۍ په دي قانع ده، چي ځوانان د خپلو ټولنو يا هيوادونو د آبادۍ اصلي مصدر دي او د نړۍ په تاريخ کې داسي ډيري واقعي موجودي دي ، چي د ظلم او استبداد د ختمولو لپاره يي نه ستړي کيدونکي او ستر انقلابونه رامنځ ته کړي دي ، نو په ۱۹۹۹ کال کي ملګرو ملتونو يوه ورځ د ځوانانو د نړيوالي ورځي په وياړ ونومول په همدغه ورځ د نړی په هر ګوټ کي د ځوانانو په وياړ غونډي تر سره کيږي ا ود ځوانانو پر ستونزو او لاسته راوړو نو خبري کيږي . د ستونزو لپاره يي د حل لاري  چاري لټوي او د لاسته راوړونو لپاره يي نور تشويقوي  ، خو چي موږ افغانان هم د نړۍ يوه برخه يو ، او زموږ ځوانان هم د نړۍ د ځوانانو رنګه حق او حقوق لري ، خو متاسفانه د اجرو مشرانو له وجي څه کم څلور لسيزي د بهرني جګړي چي پر موږ افغانانو تپل سوي ا وزموږ ځوانان د همدغي جګړي ښکار دي او هره ورځ په لس ګونو ځوانان د ګوليو ښکار کيږي ، خو بيا هم زموږ د وخت دولتي نظامونه پر دي خبره ټينکارکوي ، چي زموږ ځوانان بايد علم يازده کړه حاصله کړي .
ولي افسوس ددي خبري سنجش يي نه کوي ، چي هر کال د کانکور د ازموينو لپاره په لس ګونو زره زموږ ځوانان  امادګي ونيسي ، خو د ازمويني په نتيجه کي د تقلب او فساد له وجي ٪ ۴۰  بريالي او ٪ ۶۰   يي بي نتيجي وي .  چي د همدغو بي نتيجو له وجي اکثره افراطيت ته مخه کړې ، چي زموږ دټولني لپاره ډير ځوروونکي عملونه زيږوي او داسي ځوانان هم سته ، چي د بهرنيو هيواد د پوهنتونونو د فارغت اسنادونه په لاس مګرد کار موقع نه ورکول کيږي .
کار هم اوس  په واسطه او رشوت تر لاسه کيږي . پرون د رسنيو له لاري به مو د ايران د کورنيو چارو د وزارت د وزير خبري اوريدلي وي چي هره ورځ  ۲۰۰۰ افغان کډوال په غير قانوني توګه ايران ته رااوړې او که له هرډول ستونزي سره مخامخ کيږي زيمه واري يي زموږ په غاړه نه ده او موږ او تاسي ټولو ته معلومه ده ، چي په همدغه قاچاقي لار  هر کال په لس کونو ځوانان د ليوان خوراک سوي دي ، او دا چي اروپا ته په قاچاقي لاري ځي او د يونان په ساحل کي د ماهيانو خوراک کيږي د پټولو نه ده .
تيره ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت له خوا د ځوانانو د نړيوالي ورځي په وياړ غونډه تر سره سوه ، چي د دولتي لوړ پوړو چارواکو په شمول پخواني رئيس جمهور ښاغلي حامد کرزي هم برخه اخيستي وه او هر يوه ښاغلي په خپلو خبرو کي ځوانانو ته ښي سالمي مشوري ورکولي ، ولي خو دا مشوري صرف يو هوايي خبري وي.
هر کال چي د ځوانانو د ورځي په وياړ زموږ د دولتي اورګانو له خوا دا ورځي تجليليږي،صرف نمايشي دي.  ځوانانو ته صرف په سترګو کي د خاورو ور شيندل نور څه نسته .