
د ډاکتر محمد ابراهیم شینواري لیکنه، ژباړه او لنډیز
وخت زموږ و ستاسو تر ټولو ارزښتمنه شتمني ده. وخت هم پيسې دي او هم ژوند. پیسې ځکه ديچې که هره شیبه یې په نظم او پلان تیره کړو، زیاته پوهه، مهارت او تجربه تر لاسه کوو چې زیاته شتمني پرې ګټلی شو. ژوند ځکه دی چې همدا شیبې او ثانیې په دقیقو، ساعتونو، ورځو، میاشتو او کلونو بدلیږي او همدغه زموږ ژوند دی. د شیبو ضیاع ورو ورو د کلونو په ضیاع منتجیږي. نو ځکه د وخت ضیاع د ژوند، فرصتونو او شتمنۍ له لاسه ورکول دي چې باید اهمیت ورکړو او ضایع یې نکړو.
د وخت په ښه تنظیم ژوند اوږدیدی یا لږ تر لږه اغیزناک کیدای شي. که دوه کسان د ورته بدني، دماغي او ټولنیزو شرایطو لرونکي وي. یو یې له ۱۵ کلنۍ څخه وخت تنظیم کړي، په ژوند کې ځان ته د زده کړې، مهارت، کار، ګټې او پرمختګ هدفونه وټاکي، بیا د دغو هدفونو پر لور د پلان له مخې منظم ورشي تر هغه شخص چې وخت نه تنظیموي، هدف نه ټاکي او بې پلانه ژوند کوي، ډیر ژوند کوي. که لومړی شخص هره ورځ دوه ساعته اضافه کار وکړي، نو په میاشت کې ۶۰، په کال کې ۷۲۰ او په ۵۵ کلونو کې ۳۹۶۰۰ کاري ساعتونه کیږي. که دا ساعتونه په یوه کاري ورځ چې اووه نیم ساعته ده وویشو، نو ۵۲۸۰ کاري ورځې کیږي چې ۱۵ کلونه جوړیږي.
اوس که دواړه کسان تر اویا کلنۍ پورې ژوندي وي په حقیقت کې لومړي کس تر دوهم ۱۵ کاله زیات ژوند کړی دی.
په همدې ډول که یو شخص روغتیایي ژونددود (Healthy Lifestyle) مراعات کړي، د خوب، خوراک، ورزش، ټولنیز توب، دعا او محافظتي تدابیرو ټول اړخونه د پلان له مخې تنظیم او عملي کړي، نو ممکنه ده چې د مودې له مخې هم تر هغه شخص زیات عمر وکړي چې خپلې روغتیا او ښه والي ته توجه نه کوي.
د وخت د تنظیم او په کم وخت کې د زیاتو او با کیفیته کارونو د کولو په باب ډیر ښه او جامع کتابونه شته چې لوستل یې ضروري او ګټور دي. موږ به د وخت د تنظیم ځینې مهم لارښودونه په روهي ویب پاڼه کې درسره ورو ورو شریکوو.