خپل بدن له زيان اړونکو موادو څخه وژغورئ!

 
مونږ ډېر وخت داسې خوراکي او د څښلو شیان استعمالوو؛ چې انسان ته زيان اړونکي دي لکه پپس، نیمه پخه شوې غوښه او ځینې مشروبات لکه ډیو، پېپسي، مرېنډا او داسې نور.
خو کولای شو چې د یوې ډېرې ارزانې او په خپل لاس جوړ شوې شوې نسخې په واسطه خپل بدن له تاوان وژغورو.
د روغتيايي چارو کارپوهان سپارښتنه کوي، چې په یوګیلاس اوبو کې یوه وړه د چایو کاشوغه مالګه واچوئ، خو چې پام مو وي دغه مالګه باید سمندري مالګه وي او هره ورځ یې وڅښئ.
د  دغه کار په کولو سره که تاسې په بدن کې د اوبو کموالی وي هغه به پوره شي، د دې ترڅنګ که هاضمه مو کمزوري وي، وبه ګوری چې دا ستونزه به مو هم ختم شي.
د دې ترڅنګ که د اعصابو کمزوري لری هغه به هم رب له مینځه یوسي او د دې کار په کولو سره به ستاسې د مخ څېره هم روښانه معلومېږي.
 
خو خبر اوسېږئ که چېرې د فشار ناروغي لرۍ نو د یو ځایي ډاکټر سره لومړی مشوره وکړئ او بیا دا نسخه استعمال کړئ.