د کريم خليلي جريمه کيدل او د ټاکنود نه شفافوالي اندېښنې!

 
د افغان ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي نن د انتخاباتو د شکايت اوريدو د کميسون له طرفه په ٧٥ زره افغانۍ نقدي جريمه ځکه محکوم شو چې بغلان ولايت ته د کرزي د انتخاباتي کمپاين لپاره په يو دولتي هليکوپټر کې تللى و.
دا موضوع که له يوه طرفه د انتخاباتو د مربوطه کمېسون يوه ښه کارکردګي ښيى نو له بله طرفه دا هم ښيى چې د افغانستان انتخابات ښايي تر ډېره حده پورې ناشفافې وي ځکه دا يو ښکاره حقيقت دى چې حاکم ريس جمهور کرزى په هېڅ رقم نه غواړي خپله چوکۍ له لاسه ورکړي او د دې کار لپاره يې خپل اکثره دولتي مقامات پوه کړي چې که له هرې لارې وي ده ته په انتخاباتو کې ښه ډېره کمپاين وکړي او پرې نه ږدي چې په انتخاباتو کې د ده حتمي ناکامي په ډاګه شي.
د کرزي معاون کريم خليلي هم يوازينى کس نه دى چې هغه ته له دولتي امکاناتو څخه ناسمه استفاده کوي ځکه پرون د هيواد ډيرو رسنيو خبر ورکړ چې د ننګرهار ولايت په شاهي ماڼۍ کې د يوناما،ټاکنو کمېسون او ډېرو نورو مربوطه مسولو خلکو له موجوديت سره،سره د کرزي کمپاينرانو په يوه غونډه کې د کرزي کمپاين ترسره کړ.
له دي غونډې پس که څه هم د ننګرهار والي ګل آغا شيرزى چې د يوې معاملې په صورت کې په دې شرط چې کرزى به يې د ننګرهار دوالي په توګه له چوکۍ نه لېرې کوي د هغه په ګټه رياست جمهورۍ ته له خپلې کانديدۍ لاس په سر شو،او اوس يې په ماڼۍ کې د کرزي کمپاين په پوره مانا دا ښيى چې ګل آغا شيرزى هم له ټولو دولتي امکاناتو د کرزي په ګټه کار اخلي
دا خبره زه له خپلې خېټې نه کوم بلکه درنه وطنوال کولاى شي په دې باره کې نور مالومات د قدرمنو حقيقي ليکوالانو په ليکنو او همداسې د رسالتمندو ژوناليستانو په مربوطه راپورونو کې ولولي درنو لوستونکو تاسې کولاى شئ همدا اوس د پښتو او دري او همداسې د نورو ژبو لسګونه انټرنيټي پاڼې خلاصې کړئ او لټه وکړئ او وګورئ چې په دې باره کې څومره مقالې او راپورونه خپاره شوي او ټولو محترمو ليکوالانو د خپلو ليکنو په نتيجه ګيرۍ کې دا ويلي چې د افغانستان د رياست جمهورۍ او شورايي ولايتي دواړو انتخابات له سختو مشکلاتو سره مخ دي چې له ټولو لويه يې د کرزي لخوا د ځان په ګټه د دولتي امکاناتو کارول دي او دا کار د دې سبب کيږي چې په انتخاباتو کې پريمانه درغلي وشي،د کرزي په ګټه د رايې صندوقونه بدل شي،او.....
ريښتيا تر ټولو لويه يوه بله ستونزه چې وينو هغه دا ده چې کرزي صاحب خو د فساد په خورولو کې يو بين اللمللي نوم ګټلى او په ډير تاسف سره بايد ووايم چې اوس يې د خپلې شخصي ګټې لپاره په ټولو ولايتونو کې د انتخاباتو د کميسون د مامورينو په ورځ د هغو خلکو د مقرريدو سفارش کړى چې د ده پلويان دي او د انتخاباتو په ورځ ده ته له هرې لارې چې وي کمپاين او کار وکړي.
له دې برسېره همدا اوس لکه څنګه چې د انتخاباتو کميسون او بين اللمللي ټولنې منلې د دولت اړوند ټولې رسنۍ د کرزي صاحب په شخصي خدمت کې دي او له مخې نه د هغه د کاميابيدو لپاره هلې،ځلې کوي.
زه خپلو دې هېوادوالو ته چې د کرزي په غوړو شعارونو او دروغو وعدو دوکه شوي او يا هم د خپلو شخصي ګټو لپاره کرزى رياست جمهورۍ ته مناسب شخص بولي غږ کوم چې اى ورونو!تاسې خو په دې پوهېږئ چې ازموده را ازمودن خطاست!
کرزي هغه څوک دى چې د دې ولس په وينو،مال،حيثيت او شخصيت يې هر رقم تجاوز وکړ،د ده په وخت کې په عامو او بې ګناه افغانانو بمبارد وشو،د بې ګناه خلکو کورونه وران شول،په ودونو بمبارد وشو،اداري فساد رامنځته شو او دومره قوي شو چې د افغانستان دولت نن د دنيا يو له تر ټولو لويو مفسدو حکومتونو څخه بلل کېږي،د قانون ماتولو لپاره له هرې لاره استفاده وشوه،د مثال په توګه يې بايد ووايم چې کرزي صاحب په ښکاره توګه په اساسي قانون پښې کېښودې او د ٣ مياشتو لپاره يې د خپل حکومت وخت زيات کړ چې دا يې د دولت يو له تر ټولو لويو قانوني سرغړونو څخه ګڼل کېږي.
نو دې خبرو ته په اشارې سره يو ځل بياوايم چې د افغانستان مسلمان او مجاهد خلک چې د هر رقم بې قانونيو مخالف دي او همدا اوس پر نړيوالې ټولنې غږ کوي چې د افغانستان د انتخاباتو د نه شفافيت په باره کې د افغانانو ټولې اندېښنې بايد حلې کړي او که همدا جومات او همدا امام وي نو په پوره باور سره وايم چې د داسې بې قانونيو په صورت کې حامد کرزى د افغانستان حتمي جمهور ريس کېږي خو په ډېر تاسف سره چې د درغليو،بې عدالتيو او فساد له لارې!
يو ځل بيا د خپلو درنو هېوادوالو دا اندېښنه له هغو خلکو سره چې که رېښتيا هم غواړي افغانستان د ترقۍ څښتن شي شريکوم او بله دا چې وعده کوم چې د اوسنيو حالاتو په صورت کې که حامد کرزى ريس جمهور شي نو په لا ډېر باور يې وايم چې په افغانستان کې به زښت ډېر نور ناورينونه او ناخوالې رامنځته او خداى مه کړه افغانستان به د ترقۍ او خوشالۍ په ځاى د يوه بل لوى ناورين په لور روان شي.
 
د انتخاباتو د شفافيت،د کرزي د بې عدالتيو د پاى ته رسېدو او يوه سوکاله افغانستان په هيله!