ډاکټر عبدالله د افغانانو رېښتينى بچى او رېښتينى خادم

د روهي وېبپاڼې يادونه:
لاندينۍ ليکنه له ډېرو ورځو راهسيې د روهي وېبپاڼې يوه همکار ته د ليکنې د ليکوال له لوري استول شوې،روهي وېبپاڼه او د ليکنې خپرونکى سره له دې چې د ليکنې له منځپانګې سره په بشپړه توګه خپله نا همغږي اعلانوي له درنو هېواد مېنو او پښتنو ليکوالو هيله کوي چې د داسې شان ليکنو د ځوابولو لپاره دې مټې راونغاړي،روهي وېبباڼه او د ليکنې خپرونکى يو ځل بيا دې ليکنې سره خپله پوره نا همغږي ښيى خو د دې لپاره چې روهي وېبپاڼه يوه نا پېيلې او د بيان ازادۍ ته ژمنه وېبپاڼه ده د رااستونکي د بيا،بيا ټينګار په پار يې ليکنه خپروي.
د واقعيتونو د ژوندي ساتل کېدو او د قلم د ناسمې نه کارونې په هيله!
 
 
هسې خو د افغانستان  ولسمشريزو ټاکنو ته د ډېرو مفکورو او نظريو خاوندانو ځانونه کانديد کړي او هر يو هڅه کوي چې له يوې،نه له يوې لارې د ولس رايې را ترلاسه او د ولسمشرۍ د څوکۍ څښتن شي خو افغان مېړنى،مجاهد او توريالي ولس ته چې  يوه توريالي،ملي،جهادي او پر ولس مېن ولسمشر ته اړتيا لري په کار ده چې په هره مانا پوره،پياوړي او پېژندل شوي مخکښ کانديد ښاغلي ډاکټر صيب عبدالله،عبدالله ته رايې ورکړي ځکه ښاغلى عبدالله هم يو پېژندل شوى،پياوړى او مخکښ جهادي شخصيت دى،هم يې په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې په ډېرې ګرانې بيې د ولس ملتيا کړې،هم تعليم يافته،په وطن مېن او د ښې کاري سابقې لرونکى شخصيت دى،ښاغلى عبدالله د افغانسان د ټولو قومونو د يووالي او مشارکت غوښتونکى دى،خپله دا ښېګڼه يې په ډاګه کړې هم ده او اوسنى شعار يې هم له همدې ټکي څخه سرچينه اخلي،همدا شان د قانون حاکميت،د ټولنيز عدالت ټينګښت او پلي کول،او تر ټولو لويه  ډېره ملي،پر ارزشه او د قدر وړ شعار چې د ملاتړ زښته ډېره اړتيا يې ليدل کېږي د رياستي نظام پر ځاى د يوه ګټور پارلماني نظام رامنځته کول دي.
ښاغلي عبدالله دغه راز د اوسني خاين او جنايتکار ولسمشر حامد کرزي د فاسد او بې کيفايتې ادارې له امله ولس ته دپيدا شوو مشکلاتو له منځه وړل دي چې له ښه مرغه ډاکټر صيب عبدالله يې د خپل بېساري استعداد او په وطن کې دقوي او پراخ ملاتړ له لارې کولاى شي.
نو پورتنيو خبرو ته په پاملرنې سره هر مجاهد،اصيل او په وطن مېن افغان ته لازم او ضروري ده چې په انتخاباتو کې د جهاد ستر سرلاري،پياوړي،پېژندل شوي او ستر پوه،او په وطن مېن شخصيت ښاغلي ډاکټر صيب عبدالله،عبدالله ته رايې ورکړي او د اوسنيو فاسدو واکمنو له شره ځان او خپل وطن را خلاص کړي ترڅو وکولاى شو يو سوکاله او ازاد افغانستان ولرو.
زنده باد ډاکټر صيب عبدالله او د جهاد د مبارکې قافلې ټول لارويان
مرده باد مفسد حامد کرزى او ټول منحوسه ملاتړ کوونکي يې