انجیل چیرنوف لیکنه
ډاکتر ابراهیم شینواری ژباړه
|
ستاسو ژوند نړۍ ته ستاسو پیغام دی. څومره چې کیدای شي هڅونکی او روح بښونکی یې کړئ |

څه به وشي که له هرې ورځې سره په مصمم ډول د یو مثبت ذهنیت سره برخورد وکړئ. څه به پیښ شي چې تاسو د ژوند چلنجونه په داسې ډول ومنئ چې موسکا مو په شونډو وي. څه به وشي چې تاسو خپل شاوخوا داسې خلک راتاو کړئ چې تاسو ته دغسې احساس درکړي. څه به وشي که دغه شیبې د پوره مودې لپاره وستایئ.
په مثبت ډول ژوند کول د مثبتو عادتونو لرل دي چې ستاسو سره مرسته وکړي تر څو په هغه څه تمرکز وکړئ چې په رښتیا ارزښت لري. همدا د فوق العاده مثبتو خلکو راز دی. په لاندې کرښو کې ستاسو د مرستې لپاره نهه ساده قدمونه ذکر شوي دي چې تاسو د د غسې مثبتو خلکو په قدمونو لاړ شئ:
1) هر سهار لدې مفکورې سره راپاڅیږئ چې نن یو عالي څه پیښیدونکي دي. ـ موسکا یوه رغونکي انرژي ده. تل موسکا تهیو دلیل پیدا کوئ. کیدای شي موسکا ستاسو د ژوند کلونه زیات نکړي خو کلونو ته به مو ژوند درکړي. همیشنی مثبت ذهنیت د ځوانۍ تر ټولو ارزانه بهانده چینه ده. داسې اتڼ وکړئ لکه هیڅوک چې مو نه ویني، داسې مینه وکړئ لکه هیڅکله چې ضرر نه وینئ، داسې زمزمه وکړئ لکه هیڅوک چې یې نه اوري او په ځمکه داسې ژوند وکړئ لکه په جنت کې چې یاست.
2) خپله هستي ولمانځئ.ـ ستاسو مغز هغه کړکۍ ده چې له هغې څخه تاسو نړۍ وینئ. د دې لپاره چې نن ورځ مو د ژوند تر ټولو نیکمرغه ورځ شي نو داسې فکر، احساس، تګ، سخاوت او خدمت وکړئ لکه تاسو چې پر ټوله نړۍ تر ټولو نیکمرغه شخص یاست. . پراخ فکره، پراخ زړي او خلاص لاسي اوسئ. تر دې زیات څه پکار ندي. هر څه ښه دي او همداسې ده...
3) د ژوند د بشپړو شیبو ستاینه وکړئ. ـ ستاسو ژوند بشپړ ندی. کوچني شیان مه پریږدئ چې ماته درکړي. تاسو ډیر زیات دلایل لرئ چې پورته اسمان ته وګورئ او ووایئ: (مننه، زه به تر وسه وسه هڅه وکړم دا تر ټولو ستره ورځ کړم). نو آرام اوسئ او د یوې شیبې لپاره په داسې ستاینیز حالت کې ودریږئ چې ژوندي یاست او هره شیبه د دې وس لرئ چې دا بیا کشف کړئ چې ژوند د یوې معجزې په ډول دی او تل همداسې دی.
4) د ژوند چلنجونه ومنئ. ـستاسوپه ژوند کې نااشناسیمې نه ښې دي نه بدې،یوازې موجودېدي. کیدای شي دژوندبنسټ موونړوي اوشاته لاړشئ اوووایئ چې تاسویې نه شئ کولی. خوبرعکس کیدای شي داساحې پوره مصئوني وي. په عین ډول ددې امکان شته چې تاسودشخصي پرمختګ یوعالي حالت ته ورسیږئ. تاسوچې دژوندهره شیبه تیروئ په انتهاکې ستاسودژونددښيګڼې لپاره ده. داترټولوسم ذهنیت دی چې تاسویې بایددځان لپاره غوره کړئ اوتاسوبایدددې وړتیاولرئ چې هرڅه دداسې ذهنیت په رڼاکې وګورئ. د (فکرونه موبدل کړئ چې ژوندموبدل شي) کتاب ولولئ.
5) دپایته نه رسیدونکي اوثابت ځاني پرمختګ سره ځان عادت کړئ. داکیدای شي دجنوري لومړۍ څخه چې تاسوله خپل ژوندڅخه ترټولوښه نتیجه ترلاسه کوئ. هره ورځ یوه نوې ورځ ده چې زده کړه وکړئ،پرمخ لاړشئ،خپل پیاوړي ټکي لاپیاوړي کړئ،له پخوانیوستونزوځان روغ کړئ اومخ ته لاړشئ. هره ورځ تاسوته داچانس درکوي چې ځان له سره کشف کړئ،ځان منظم کړئ چې څوک یاست،اودهغودرسونوڅخه دزده کړې له لارې خپل ژوندجوړکړئ چې په ژوندکې موزده کړېدي. هیڅکله دومره ناوخته ندی چې هغه شیان اودمزل ګیرورسره سم بدل کړئ چې ستاسوپه ژوندکې ښه نه و. نن ورځ په هوښیارۍسره تیره کړئ ترڅوستاسوسره تل مرسته وکړي چې یوه زیاته مثبته سباجوړه کړئ.
6) رښتیا وایئ او تنفس کوئ. ـ دا د ژوند تر ټولو مثبته او له تشویش څخه خلاصه لار ده، ځکه رښتیا په پای کې ځان راښکاره کوي. نو دا مو مه مقصد کوئ چې نور تر تاثیر لاندې راولئ، دا مو هدف کړئ چې رښتیني اوسئ. هغوی چې واقعاًرښتیني دي، واقعاً تاثیرناک دي. رښتینولي دا معنی لري چې تعهد او وفا ولري، تعهد او وفا دا ده چې په هغه وخت کې هم سم کار وکړئ چې هیڅوک مو نه ویني.
7) خپل د خوښۍ لوښی ډک کړئ. ـ په هر حال کې له دلیل پرته خوښ اوسئ. که تاسو د یو دلیل له مخې خوښ اوسئ، نو تاسو په ستونزه کې یاست، ځکه دغه دلیل درڅخه اخیستل کیدای شي. نو همدا اوس موسکا وکړئ ځکه همدا اوس یې کولی هم شئ او یو ټکی په یاد ولرئ چې یوازې خپل د خوښۍ لوښی دومره اوچت ډک کړئ چې ټوله نړۍ ونشي کولی چې هغه دومره سوری کړي چې وچ او تش شي.
8) خواوشا خلکو سره مرسته وکړئ چې موسکا وکړي. ـ نن یو چا ته موسکی شه. دا ممکن د لمر یوازنۍ ځلا وي چې دوی یې نن ویني. کله کله یوازې یوه اصلي موسکا د یو شخص روح د خوښۍ نوو څوکو ته لوړوي. په سم وخت کې د یو نابلده شخص څخه د مهربانۍ یوه کلمه او یا د توقع خلاف د یو دوست تشویق په نړۍ کې لوی بدلون راولي.مهرباني وړیا خو بې بها ده. او لکه چې پوهیږئ څه چې خواوشا ګرځي راګرځي تاسو ته راځي.
9) له مثبتو خلک سره وخت تیر کړئ. ـ پدې صورت کې ژوند ډیر بدرنګ دی چې تاسو یې له داسې خلکو سره ضایع کړئ چې سم چلند درسره نه کوي (درناوی مو نه کوي). نو هغه خلک پر ځان راټول کړئ چې چې تاسو ته خوشاليدرکوي او موسکي کوي مو. هغه خلک چې تاسو سره په پریوتي حال کې مرسته کوي چې اوچت شئ. هغه خلک چې هیڅکله مو له دوستۍ ابزاري استفاده نه کوي. هغه خلک چې په اصلي معنی درته پاملرنه کوي، د دې ارزښت لري چې په خپل ژوند کې یې وساتئ. بل هر څوک فقط وخت اړوي.
9 Habits of Super Positive People
http://www.marcandangel.com/2012/10/22/9-habits-of-super-positive-people/