د ولسمشر غني عدالت:

 
ولسمشر غني د ټاکنیز کمپاین پر مهال تل د حضرت ابوبکر (رض) خطبه تکراروله او ټینګار یې په دې و، چې زه به په ټول هېواد کې عدالت تامینوم او په څنګ کې به یې دا متل هم ورسره تکرار کړ: چې هېڅ افغان له بل افغان څخه بهتر نه دی. (حتا زما او د یوه عادي وګړي فرق باید ونه  شي).
له نورو ژمنو سره، سره دې ژمنې هم سرچپه بڼه غوره کړه، چې بېلګې یې خورا زیاتې دي، لومړی دا چې ده په خپله لومړۍ ورځ قانون مات کړ، د قانون ماتول په خپله بې عدالتي ده، هغه دا چې ده د اجرائیه ریاست څوکۍ رامنځته کړه، چې په اساسي قانون کې دا څوکۍ هېڅ نه وه.
بل دا چې پرون په ارزګان ولایت کې، د دې ولایت د والي زوی د پولیسو یو سرباز د نورو سربازانو په مخکې، په دې علت په ډزو وواژه چې ولې یې د ده له موټر څخه رېنجر مخکې کړه. د ارزګان والي دا پېښه منلې او ویلي یې دي چې دا کار د ده زوی نه بلکې د دولت مخالفینو کړی. خو بل خوا د یاد ولایت امنیه قومندان د پېښې پړه د والي پر زوی اچوي.
اوس دا چې افغان ولسمشر به د دې پېښې په اړه څه عکس العمل وښیي، معلومه نه ده. خو زما په نظر د ولسمشر غني تېرو ژمنو او د هغه نه عملي کولو ته په کتو، دا کار هم نه عملي کېدوونکی بولم، ځکه ولسمشر غني په یوه داسې لاره روان دی، چې که په همدې لاره څو نور ګامونه اوچت کړي، شاید حکومت او چارې یې له لوی بحران او سقوط سره مخ شي. په یوه هېواد کې دوه ولسمشران او اووه سری حکومت؛ فکر ته مې نه راځي چې دا شړۍ دې وړۍ شي.
په پوره درنښت