غزل

چـــــې دغــــــره دلمـــــــــن دښتې مې څارلی
شـــــــــين خالۍ مې دخيمې مګوای وهلی
چې ترڅــــــــنګ مې داوښانوغرغرې وای
په اســـــــــمان كې تورې وريځې تاويدلی
مازيګرچـــې لــــــمرپناه له هــــغه غره وای
مـــــوږ وره كـــــي له مـــــــيږو زرزر بيلولی
يورباب يوه ليلايوه ســـــــــــــپوږمۍ وای
مـــوږ ته چـــــرګ  به دســــــــهاراذان ويلای
ماله ليرې به رمې پـــسې هې هې كړای
شــــــين خالــــۍ له خـــيمې پټ راته كتلی
نه مې كلی نه مې كورنه مې څه غم وای
داســــاده ژوندون هـــــــميش رارســـيدلی
مسافرچې دمستوكټوې ته ناست وای
اومــــــورجانې مـــــــې ډوډۍ راپــــخولی