غزل

 
 
ټپـــه وه د ګـــــودر په مســــته لاره وه راغـلــې
يو څــوک زمــا دزړه وړلــو لپــاره وه راغـلــې
پـيالې پيـالې ښـکلا ېې جـل وهــلو لــره ورکـړه
ښکلا وه د ښايست له ښکلي ښـــاره وه راغـلـې
ما هم تسبيح په لاس خوږه شپېـلـۍ ورته وهـلــه
پرون چې زمـوږ چــم ته ســندرماره وه راغـلې
د سختې وچکالۍ په شپه د وچې خولې جهـيل ته
يو اوښــکه ېې د ســترګو له ابشــاره وه راغـلـې
دا ښه وه چې د سترګو اشارو باندې دې پوه کړم
کـــه نــه ليــونۍ ميــنه تـر اظهــاره وه راغـلــې
زما لــه خــولې نه ســوې نغــمه ووته بــې واره
دې خلـکو ويل چې ســانده له چــناره وه راغـلې
تصـــوير د امـرخـېل په کــې لـه ورايه ځلـېدلــو
 
         \"\"