
د اسلامي امارت د امیر ملا محمد عمر مجاهد د مړینې د خبر ناوخته خپریدو د خلکو په اذهانو کې ډول ډول پوښتنې رازیږولي او مختلف تعبیرونه ترې کیږي همدا ډول د ده مرموزه مړینه هم پوښتنې زیږوي چې ایا دی وژل شوی او که د ناروغۍ له کبله وفات شوی دی، او که وژل شوی دی نو چا وژلی، او دا دومره موده د طالبانو د تحریک مشري، ترتیب او تنظیم د چا په لاس کې ؤ؟
دا خبر په داسې حال کې خپور شو چې د افغان حکومت او طالبانو تر مینځ د سولې خبرې اترې د پاکستان په منځګړیتوب نوي پړاو ته ننوتې وې او د دې سره جوخت د هیواد په ختیځ کې د داعش چې ځانونه د نبوت په منهاج د خلافت خاوندان بولي فعالیتونو زور اخیستی همدارنګه د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله حکومت ورځ تر بلې د ضعف او نزول په حال کې دی او د خلکو پریشاني لا پسې ډیريږي، فکرونه یې مغشوش کړي دي او نه پوهیږي چې حالات پر کومه خوا روان دي.
ډیر ګومان کیږي چې ملا محمد عمر په پاکستان کې وفات شوی دی نو ناشونې ده چې پاکستاني استخبارات او پوځ دې نه وي پرې خبر او لکه څرنګه چې پاکستان د امریکا متحده ایالاتو لوی حلیف او خدمتګار دی نو په ټینګ یقین سره چې امریکا هم د ملامحمد عمر د مړینې او یا وژنې له رازه دوه کاله دمخه خبره وه. د وژلو خبره مې ځکه وکړه چې هر چا ته ښکاره ده چې پاکستان هغه څوک له مینځه وړي چې په افغانستان کې د سوکالۍ د راوستو هیله ولري، او له شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دې ټکې ته اشاره وکړه او د ملا عبدالغني برادر، مولوي عبدالرقیب او نورو نیول شویو او یا وژل شویو طالب مشرانو نومونه یې واخیستل چې د سولې له بهیر سره لیواله وو.
پاکستان ځکه سولې ته لیواله طالب مشران له صحنې وباسي چې نه غواړي یو پرمختللی افغانستان دې د دوی په ګاونډ کې وجود ولري ځکه چې یو خوا هند د یو نړیوال قوت په توګه پرمخ روان دی او له بله پلوه که افغانستان هم د هند په څیر په خپلو پښو ودریږي نو پاکستان چې هند او افغانستان د ځان دښمنان ګڼي نه شي کولای په یو وخت له دوو هیوادونو سره ښکر په ښکر شي. بله دا چې که افغانستان د تولیداتو او زراعت له پلوه په ځان متکي شو نو د پاکستان بازار ته لویه ضربه واردیږي، همدارنګه پرمختللی افغانستان د هغو اوبو کنترول په واک کې نیسي چې پاکستان ته بې پوښتنې بهیږي. د دوی لپاره په پرمختللي افغانستان کې تر ټولو لوی ګواښ د ډیورنډ د فرضي کرښې مسئله ده دا هغه خبرې دي چې کیدای شي هر افغان پرې پوه شي خو د سولې لپاره لیواله طالب مشرانو له صحنې ویستلو یو بل لامل دا دی چې پاکستان د امریکا او ناټو په فرمایش دا کار کوي ځکه چې د طالبانو د سولې د مذاکراتو لپاره لومړنی شرط دا دی چې امریکایي او ناټو ځواکونه باید له هیواده ووځي نو که د سولې خبرې په منظم ډول پرمخ ولاړې شي عام افغان ولس به چې په خپله هم د بهرنیو ځواکونو په شتون رضا ندی دولت مجبور کړي چې د طالبانو دا شرط ومني ځکه چې د طالبانو د جګړې یواځینی لوی لامل د بهرنیو ځواکونو شتون دی خو امریکا او ناټو هیڅکله هم نه غواړي چې د افغانستان ستراتیژیک موقیعت او دلته په کانونو او تجارت کې د پانګې اچونې زمینه له لاسه ورکړي.
دا امکان هم شته چې ملا محمد عمر له پاکستان سره دا څو کاله بندي وي او له هغه یې د ډیورنډ د کرښې د منلو او نورې ناروا غوښتنې لرلي وي خو ده نه وي منلي او وژل شوی وي.
د ملا اختر محمد منصور له لومړنۍ اعلامیې دا په ډاګه کیږي چې نوموړی د پاکستان لپاره ګټوره څیره ده ځکه په طالبانو یې غږ کړی چې د سولې خبرې بابیزه دي او جګړې ته باید دوام ورکړل شي همدارنګه د طالبانو تر مینځ د اختلافاتو او پاشل کیدو له خبرونو وروسته په کابل کې لویې چاودنې تر سره شوې چې ګڼو خلکو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او د افغان حکومت د راپور له مخې هغه چاودیدونکي توکي چې د شاه شهید د موټر بم په پیښه کې ترې کار اخیستل شوی ؤ د پاکستان د پوځي فابریکې تولید دی، پاکستان غوښتل په یوه غشي دوه نښې وولي یوه دا چې طالبانو ته وښيي چې دوی یې کلک ملاتړي دي او ترمینځ یې شته اختلافات راکم کړي له بلې خوا یې غوښتل د ولس په اذهانو کې د طالبانو چې زموږ افغان وروڼه دي د کرکې زهر نور هم وښندي په نتیجه کې به د افغانانو ترمینځ د وینو تویولو بهیر روان ساتل شوی وي چې د پاکستان لپاره دا وینې د لنګې غوا شیدې دي.
له بلې خوا په هیواد کې د داعش په ورو پرمختګ سره داسې احساسیږي چې امریکا او ناټو د جګړې د دوام لپاره دا ډله وړ بولي او له طالبانو ورو ورو لاس په سر کیږي ځکه چې له طالبانو سره سوله ممکنه ده او د داعش پروژه د افغانستان په نوم څوک نه پیژني بلکه دوی په نړۍ کې د خلافت راوستلو لاپې وهي نو له دوی سره د سولې کولو هیڅ څرک نه تر سترګو کیږي او تر څو چې جګړه دوام پیدا کړي خارجیانو ته به د شتون ضرورت حس کیږي او دوی به دلته د خپلو ګټو د لاسته راوړلو لپاره د ولس له غبرګون پرته کار کوي؛ دا خبره ځکه نه شو ردولی چې امریکا او ناټو په هیواد کې د داعش پروړاندې لکه څه رنګه چې لازمه ده وړ غبرګون نه دی ښودلی. خو له بلې خوا داعش د پاکستان لپاره هم ګواښ دی نو ځکه له طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي او برعکس که دولت د طالبانو په لاس کې وای او اوسنی افغان حکومت د دوی پر خلاف د یوه تحریک په ډول جګړه کولای نو پاکستان به د دغه تحریک ملاتړ کړی وای.
د غرب او پاکستان لپاره د ملا محمد عمر د مړینې د خبر خپریدلو مناسب وخت همدغه ؤ ځکه چې یو خو له ډیرو هڅو وروسته د سولې خبرو د څه ناڅه نتیجې ورکولو امکان ؤ او له بله پلوه دا چې که څه هم په ظاهره امریکا او ناټو له داعش سره د جګړې پیښې کوي خو دوی غواړي د طالبانو پرځای داعش پیاوړې شي او زیاتره طالبان د داعش له صفوفو سره یوځای شي ځکه چې داعش هم د اسلام څخه د دفاع شعار لري چې پرې ډیر د اسلام د مبارک دین خواخوږي تیرایستلی شي خو د طالبانو لپاره د ملامحمد عمر د مړینې د خبر پټولو د دوی د تحریک لپاره په زیان تمام شو ځکه چې له یوې خوا یې تر مینځ د مشر د ټاکلو پرسر مخالفتونه پیدا شول او له بلې خوا پرې افغان ولس بې باوره شو او دا سوال ورسره پیدا دی چې دوی دا دوه کاله د چا د امر لاندې جګړه کوله.
زموږ لپاره په کار دي چې د دښمن له کرغیړنو اعمالو خبر واوسو او یو د بل وینه تویول بس کړو، هغه نا اهله خلک چې زموږ له چوپتیا ګټه اخلي او ځانونه زموږ مشران ګڼي باید هر اړخیزه مبارزه ورسره پیل کړو د ډیرو ډلو ټپلو پر ځای باید متحد او یو موټی واوسو د الله له دین څخه چې د دواړو جهانونو خیر په کې نغښتی دی په سمه توګه خبر او همدغه لاره تعقیب کړو. او د اسلام له دښمنانو سره داسې مبارزه وکړو لکه څنګه چې زموږ پاک رسول صلی الله علیه وسلم کړي وه. هغه له هرې ممکنې لارې کار اخیستی ؤ له فکري او بدني قوت دواړو څخه یې په دې لار کې ګټه پورته کړې وه چې په ۲۳ کلونو کې یې د یو نړیوال بې ساري نظام بنسټ کیښود. د حق لپاره مبارزه هغه وخت بریالی کیدای شي چې له هرې ممکنې وسیلې پکې کار واخیستل او له ظلم او خیانت کولو څخه پکې ډډه وشي نو د الله جل جلاله نصرت د هماغه خلکو سره دی.