نړۍ د اګسټ په 12 مه نېټه:

 
ـ نن ورځ د بابړې د شهيدانو ورځ ده؛ دا د کال ١٩۴٨ د اگسټ د میاشې ١٢ مه نیټه وه، چې يو زيات شمېر پښتانه د خپلو مشرانو سره د چارسدې د بابړې په میدان کې د خدائي خدمتگارانو په غونډه کې موجود وو، چې په غونډه د پولیسو ډزې وشوې او په سلگونو پښتانه پکې ووژل شو. دا د پاکستان د ځواکونو لخوا د پښتنو لومړنی عام وژنه وه.
_ نن ورځ دځوانانونړيواله ورځ ده.
_ په زامبيا کې دپوځ ورځ ده.
 
William Blake by Thomas Phillips.jpg
 
_ په کال 1827 زکې انګريز شاعر اوانځورګر«ويليم بلېک» William Blake ومړ.
 
Edward Harrison May - Isaac Merrit Singer - Google Art Project.jpg
 
_ په کال  1851 زکې امريکايي «اسحاق سينګر»  Isaac Singer دګنډلوماشين اختراع کړ.
 

 
_ په کال 1883 زکې  دهالينډ دامستردام په ژوبڼ کې د کواګا quagga زېبرا( ګوړاخر) نسل وروستی ګوړاخر ومړ.
 
Schrodinger.jpg
 
_ په کال1887 زکې جرمنی فزيک پوه «ايروين شريودينګر»  Erwin Schrödinger زېږيدلی.
_ په کال 1912 زکې کاناډا ته، تريوکال پورې دتورپوستو پرمهاجرت باندې بنديز ولګول شو.
_ په کال1918 زکې دامريکا په ريل سټېشنونو کې پر الکولي څښاک باندې  دخرڅولو بنديز ولګول شو. په افغانستان کې خو اوس مهال دکلي په دکان کې هم بنديز نشته.
_ په کال 1978 زکې چين اوجاپان دسولې او دوستۍ تړون ﻻسليک کړ .