د ګېډې د ګیس څخه د خلاصي اسانه لار!

 
که یو څوک د ګېډې د ګیس ناروغي ولري، د دې له وجې ډېر تکلیف سره وخت تېروي او په ځینو معاشرو کې د شرم باعث هم وي.
 د ګېډې د ګیس لاملونه ځینې خوراکونه، زیات خوراک او ورزش نه کول دي، په همدې قسم داسې تازه مېوې او سبزیانې هم شته لکه نشپاتی، ګوپي،ملۍ،لوبیا، پیاز او پنېر چې د ګېډې د ګیس د پیدا کېدو لامل کېږي، خو د امکان تر حده خو لومړی د همدې شیانو څخه پرهېز وکړئ.  خو دې یوې خبرې ته تل پام وکړئ، چې له ډوډۍ وروسته لنډ د اوبو څښل د ګېډې د ګیس ناروغۍ لامل کېږي نو له دې کاره ځانونه وژغورئ ځکه د اسلام له نظره هم دغه کار ښه نه دی بلل شوی او بل معدې ته هم تاواني دی.
تل خوراک کم او په حوصله خوراک وکړئو د دې ترڅنګ له ډوډۍ مخکې اوبه وڅکئ او په خوراک لږ لیمو استعمال کړئ، تر څو په دې ناروغۍ اخته نه شی.