
ویره هغه څه دي چې د انسانانو پر کړو وړو د هغوی د ژوند په هره برخه کې اغېز لري چې د هغوی اقتصادي کړه وړه او تصامیم هم تر ډېره بریده د وېرې یا ډار له امله اغېزمن کیږي. هغه ډار چې د وګړو اقتصادي حالت، کړه وړه او تصامیم تر خپل اغېز لاندې راوړي اقتصادي ډار نومیږي.
کله چې وګړي په راتلونکې کې د پور څخه ډار ولري، یا هم د شتمنیو د بیو د لوړیدا څخه په ډار کې وي او یا هم د راتلونکي اقتصادي وضعیت اړوند مطمئن نه وي، همدغه وېره او عدم اطمینان د راتلونکي اقتصادي حالت اړوند د خلکو اندېښنه نوره هم زیاتوي او له دې لارې ټولیز اقتصادي جریان زیان مومي. که وګړي د پوروړي کېدو څخه ډاریږي نو خپل لګښتونه کموي، همدارنګه د بیو د لوړوالي له وېرې هم په خپلو لګښتونو کې کموالی راوړي چې دا چاره د مجموعي تقاضا د کمښت له لارې د اقتصادي جریان حجم کموي او په پایله کې یې بې روزګاري او نورې اقتصادي ستونزې رامینځته کیږي.
په راتلونکې کې د بې روزګاره پاتې کیدلو وېره په لویه پیمانه د وګړو لګښتونه کموي، دا وېره په ټولو وګړو کې په چټکۍ خپریږي او له امله یې په اقتصادي جریان کې ستونزمن دی چې په لنډ مهال کې له مینځه یوړل شي.
ځینې وختونه اقتصادي ډار ډېر ډاروونکی او بدې پایلې لري. د بېلګې په توګه، داسې هم کیږي چې په یوه هېواد کې اقتصادي ځوړتیا شتون و نه لري خو د هېواد په داخل او بهر کې د خلکو په خولو د احتمالي ځوړتیا لفظ اوړي را اوړي. د بېلګې په ډول ممکن زموږ په هېواد کې شته اقتصادي ځوړتیا دومره نه وي او یا هم له سره مو اقتصاد له ځوړتیا سره مخ هم نه وي خو بیا هم تبلیغاتو او خبرونو پر موږ دومره اغېز کړی چې د وګړو لګښتونه یې تر ډېره بریده را کم کړي او همدغه د لګښتونو کمښت د ټولیزې تقاضا د کمښت له لارې د ټول هېواد اقتصادي جریان اغېزمن کړی. له دې څخه یو حقیقت څرګندیږي او هغه دا چې د وګړو د لګښت کچه یوازې د هغوی د عاید سره اړیکه نه لري بلکې د عمومي اقتصادي جریان اړوند د هغوی درک هم د لګښتونو پر اندازې خپل اغېز لري.
د ځینو اقتصادي پیښو اړوند د وګړو مخکنۍ تجربې هم د هغوی د اقتصادي ډار لامل کیږي که څه هم شرایط له تېر وخت سره توپیر ولري. د بېلګې په ډول که د انفلاسیون کچه زیاتیږي نو وګړي د انفلاسیون د تېر وخت کچې ته په پام سره خپلې اقتصادي چارې او پرېکړې تنظیموي.
ځینې وختونه د اقتصادي متحولینو لکه انفلاسیون، د سود کچه او نورو اړوند ناسم معلومات او ډېټا هم د وګړو د اقتصادي ډار لامل کیږي. ممکن د دغه متحولینو اړوند غلط ارقام د دې لامل شي چې وګړي د ډار له امله په خپلو اقتصادي پرېکړو کې بدلون راولي. د بېلګې په ډول زموږ په هېواد کې د اقتصادي شاخصونو اړوند دقیق معلومات او احصایه نه شته خو یوازې د وګړو څخه اورو چې د پانګونې کچه کمه شوې، تولید کم شوی، دولتي عواید کم شوي، بې روزګاري زیاته شوې او نور. خو د دې اړوند هېچا ته هم کره معلومات نشته چې نوموړي شاخصونه په کمه اندازه او سلنې کم یا زیات شوي دي.
په اقتصادي دوران کې د نوساناتو ډېروالی او د ثبات نه شتون هم د وګړو د تلپاتې اقتصادي ډار او زړه نا زړه توب لامل دی. د بېلګې په ډول که د یو هېواد اقتصادي جریان له پرمختګ وروسته بېرته ډېر زر د ځوړتیا حالت ته راګرځي نو وګړي یې د اقتصادي هوساینې پر مهال هم په لګښتونو کې د سپما او کمښت څخه کار اخلي. د دغه ډار د له مینځه وړلو لپاره اړینه ده چې د کاروبار د دوران د ثبات لپاره ځانګړې اقتصادي پالیسۍ پر کار واچول شي.
دولتونه هڅه کوي چې د اقتصادي چارو اړوند د وګړو ډار له مینځه یوسي او یا هغه کم کړي خو دلته یوه ستونزه شته؛ او هغه دا چې دولت د اقتصادي ستونزو اړوند د مبالغې څخه کار اخلي، د بېلګې په ډول په وروستیو کې د ډالر او نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د تبادلې نرخ شونې ده چې بیروني لاملونو لکه د نړۍ په کچه د ډالرو د ارزښت زیاتېدل او نورو له امله ښکته شوی وي خو دا په دې معنا نه ده چې د افغانیو د ارزښت کموالی کورني لاملونه نه لري. په دې برخه کې چارواکي خپل ځان له مسولیت څخه کاږي او وایي چې د افغانیو د تبادلې د نرخ ټیټیدل طبیعي خبره ده.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.