ترخه خواړه ۱۴سلنه د ژر رسیدونکې مړینې ګواښ  راکموي

 
د امریکا د هاروارډ پوهنتون د څیړنکو پلټنې ښيي، چې په اونۍ کې دوه یا درې ځلې له تندو(ترخو) خوړو  څخه استفاده کول د دې احتمال لري، چې په ژر رسیدونکې مړینه کې۱۴سلنه کموالی راولي (مخنیوی)وکړي.
پر۵۰۰ زره چینایې داوطلبانو باندې،چې د هغوی عمر د ۳۰ څخه تر ۷۹ کالو پورې رسيږي، له څیړنو څخه داسې مالومیږې، چې هغه اشخاصوچې په اونۍ کې یو یا دوه ځلې په خوړو کې د ترخو مصاله جاتو څخه استفاده کوله، د زر رسيدونکي مړينې کچه لس سلنه کمه ده او که تر ۳ ځلو پورې کارول شوي، بيا دغه کچه ۱۴ سلنې ته رسيږي.
د دې پروژې د تحقیقاتو مدیر په خپله مرکه کې ویلي دي،چې له ترخو خوړو څخه استفاده کول د عمر په اوږدوالي پورې اړه لري، خو قطعي دلیل یې ناڅرګند دی، اما امکان  لري چې مصاله لرونکو او ترخو خواړو د التهاب د کموالی، د بدن د غوړو په کموالي، د کلمو د باکتریاو بدلون او ترکیب کې مرسته وکړي.
په دې څيړنو کې راغلې دي، چې د تازه سرو مُرچو مصاله، د سرو مُرچو رُب او د سره مُرچو غوړي، او تازه سره مُرچ ډیر غوره او زیات محبوبیت لري، او دا مصالې په اسیا، او په ځانګړې توګه سويل ختيځه اسیا کې زیات پیدا کیږي.
د دېڅیړنو پايله په  BMJ  نشریه کې خپره شوې دي.