مدون او غير مدون اساسي قوانين:

 اساسې قانون زیات ډولونه لري چې یو له هغي جملې څخه مدون او غیرمدون اساسي قوانین دي چې په لاندې ډول ترې یادونه کوم.
۱-  مدون اساسي قانون: مدون اساسي قانون عبارت د هغه قانون څخه دی،چې په یو یا څو سندونو کې د صلاحیت لرونکي مقام لخوا په یو معین وخت کې وضع یا په تصویب رسیدلی وي . لکه د افغانستان مدون اساسي قانون.
 
۲-غیر مدون اساسی قانون: غیر مدون اساسي قانون د هغه قانون څخه عبارت دي چې د هغه اصول، مقررات یی د عرف، عاداتو، رسم اورواج، آدابو څخه منشه اخستې او یا د یو مشخص قانون په توګه له صلاحیت لرونکي مقام له خوا په یو معین وخت او یا د اساسی قانون په توګه په تصویب نه وي رسیدلې او یا عبارت د هغه قانون څخه دی، چی مشخص متن او فصل بندي ونه لري لکه د انګلستان اساسی قانون.
که مونږ پرتله کړو چې مدون اساسي قوانین بهتره دی اوکه غیر مدون اساسي قوانین غوره دی، نو دا طبيعي ده چې مدون اساسي قوانین نسبت غیر مدونو اساسي قوانیینو ته غوره او بهتره دیچې دا مونږ په درې دلایل په اساس په اثبات رسولی شو.
لمړی دلیل: غیر مدون اساسي قوانین عاقلانه نه دي، ځکه چې عرف هر څومره چې پخوانی وي په همغه اندازه زاړه دي او د خلکو اوسني طبعیت سره برابر نه دي دا په دې مانا، چې کله ټولنه پرمختګ کوي نو د پیشرفته او پرمختللې ټولنې لپاره باید پیشرفته او پرمختللې قوانین وجود ولري تر څو د هغوې موجوده حالاتو ته پوره ځوابورکوونکي اوسي.
دوهم دلیل: دا چې عرفي قوانین نا مطمئن او ناقص دي نو په همدې اساس خلک نه شي کولي چې په دې قوانینو اعتبار وکړي او په ډیرې اسانې سره نادیده ګڼل کیږي، دا په دې ماناچې غیر مدون اساسي قوانین تل پاتې کیدونکي نه دي او ډیر زر کم رنګه کیږي او ډیر زر خپل حقوقي اعتبار له لاسه ورکوي اما مدون اساسی قوانین ډیر زر خپل حقوقي اعتبار د لاسه نهورکوي او همدارنګه تل پاتې کیدونکې دي او ډیر زر خپل رنګ له لاسه نه ورکوي.
درېیم دلیل: غیر مدون اساسي قوانین مشخص او دقیق نه دي او کله د اجراً په وخت کې ستونزې منځته راوړي.
او مدون اساسی قوانین په اکثره مواردو کې جامع او د واحد متن درلودونکي دي او د دې قواعدو کلیات په سیاسي جوړښت، قدرت، انتقال او د هغې د اجرا پورې په بر کې نیسي،او په غیر مدونو اساسي قوانینو کې کیدای شي لاس وهنې وشي او بی ثباتي منځته راوړي اما په مدونو اساسي قوانینو کی لاس وهنې نه شي کیدای خو کله چې په مدونو اساسي قوانیو کې چې کله هم خلا، مغلقیت او پیچیده ګي رامنځته کیږي د هغې لپاره خاص د تفسیر مراجع وجود لري او د هغې مغلقیت روښانه کوي او خلا یې ډکوي.
 
نتیجه: دا چې د نړۍ اکثره هیوادونه مدون اساسي قوانین لري اوس دلته پوښتنه پیدا کیږي،چې ولې هیوادونه مدون اساسي قوانین وجود لرې او هغه ته غوروالی ورکوي؟
 
د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم،چې په نړۍکې هر هیواد د خپل ځان لپاره بیلا بیل قوانین لري او په نړۍکې د میلاد څخه مخکې هم قوانين موجود و او هر پاچا به د قانون پر بنسټ پریکړې کولې.
پیغمبرانو هم د الله تعالی له خوا پر الهې قوانینو باندې پریکړې کولې، د آدم (ع) څخه نیولې تر نن پوري هیوادونه د خپل ځان لپاره قوانین لري.
د هر هیواد وګړي د خپل هیواد په قلمرو کې د یو قانون پر بنسټ اوسیږي او د دولت لخوا ور ته د ژوند اسانتیاوې برابریږي.
 
نو په دې اساس ویلی شو، لکه څرنګه چې په طبعیت کې د اوبو د حرکت لپاره ویالو، لختیو، ته اړتیا ده د موټر د حرکت لپاره سړکونو ته اړتیا ده او د څارویو د تړلو لپاره رسیو ته اړتیا ده نو په همدي ډول انسان په انساني ټولنه کې د حرکت لپاره قوانین ته اړتیا ده، قانون په حقیقت کې د یوي انساني ټولنې د بنسټ او تهداب خښته ده نو په همدې اساس کله چې په یوې ټولنه کې قانون وجود ونه لري نو دا په دې مانا ده،چې دا ټولنه تهداب او بنسټ نه لري نو بې بنسته ټولنه له شکه پرته چې بقا او پایښت نه لري او هر څومره چې په یوې ټولنه کې قوي او غښتلې قوانین وجود ولري نو له شک پر ته چې په همغه ټولنه باندې قوي او غښتلې نظام او غښتلي ولسي بنسټونه حکومت کوي.
نو په همدې اساس ویلی شو چې د قانون په اړه څیړنه او لوستنه د هرې ټولنې لپاره اړین ګڼل کیږيخو په ځانګړي ډول  د افغاني ټولنې لپاره بیخي اړین ګڼل کیږي، ځکه په دې ټولنه کې قوانین په سمه توګه نه پلي کیږي او خلک هم د قوانینو سره پوره اشنایي نه لري، که د قانون په اړه  عام پوهاوی زیات شي ن له یوې خوا به د وګړو حقوق، دندې او مسولیتونه خلکو ته ور وپیژندل شي او د بلې خوا به د غیر قانوني کړنوڅخه مخه نیول شوی وی.