رنجبر: د هر قاتل فاتحه اخېستل جرم دی

 
 
نور ډېر داسې مجرمان هم شته چې نومونه يې په بشري جناياتو کې ثبت دي، نه يوازې دا چې پر جنازو تر پينځو ميلونونو ډالرو پورې لگښتونه وشول، بلکې هر کال يې تلينونه لا اوس هم له دولتي بوديجې ورکول کيږي. عجيبه انصاف ځينې نړيوال مشهور بشري جنايتکاران ستا په قانون کې نمانځل کيږي او چا ته بيا د افغاني عُرف مطابق د فاتحې اخېستو اجازه هم نه ورکول کيږي.
 
که يو لوري ته حلال شول، نو د بل لوري غوښې سپيو ته واچول شوې. سختې ناخوالې او سخت غمونه و دردونه هرې خوا ته شته



ښاغليه ،
ستاسو مرکه مې ټوله پوره واورېدله. درست ده چې جنايت جنايت دی ولو که هر چا کړی وي. هغه که طالب وي، که مجاهد وي، که خلقی وي که پرچمی.
دا چې تاسو له جهادي پيره تر دې دمه د قانونپوهانو په ټولنه کې ياست. د بشري جناياتو په نړيواله محکمه ځينې بدنامې مشهورې څېرې ثبت دي چې د هغوی د قانون او سپارښتنو له مخې بايد ورسره مرسته شوی وای او په لاس ورته ورکړل شوی وای، خو ښاغلي نه يوازې دا چې له هغوی سره کومه قانوني خو لا څه ان چې هغه اخلاقي مرسته يې هم ونه کړه، بلکې په زغرده او بېباکانه ډول يې اداره وحکومت له هماغو څېرو څخه جوړ کړ چې د نړيوالې بشري جنايتونو محکمې ته د غوښتنې او محاکمې وړ ول. تاسو خو په دې ټول جريان کې ياست، ولې هلته خو مو هېڅ داسې خبره د قانون پر پلوۍ تر سترگو نه شوه چې يا له خپل حکومت او يا له نړيوالې بشري جنايتونو محکمې سره پکې د قانون پر پلوۍ مرسته وکړئ.
 
دا خو د همدغو بشري جنايتونو د مجرمينو ساتل او په حکومت کې ورته پراخه ونډه ورکول وو چې افغانستان يې په نړۍ کې د فاسدو حکومتونو په لومړۍ درجه کې راوست او د کرزي اداره او حکومت په نړيواله کچه فاسد او سخته کمزورې اداره وه. که له تاسو وپوښتل شي چې ايا تاسو د يو قانونپوه په توگه خپل اخلاقي رسالت اداء کړی دی، نو ستاسو ځواب به څه وي؟
 
پر تاسو خو خپله هم د ښځينه وو له يو امن کور څخه تور لگېدلی وو، هغه څنگه شو؟
 
ښاغليه ،
له بده مرغه چې زموږ ټول گران هېوادوال چې د هر قشر او هرې ډلې وټپلې او هرې ايډيولوژۍ پورې تړاو لري سخته دوکه راکړل شوه. چا راته له زمکې نه جنت جوړلو او چا بيا راته اسماني جنت زمکې ته راښکته کړی وو. په يو او بل نومونو يې تورن او پر خپلو کې يې د خپلو ناولو موخو لپاره پر يو او بل نوم داسې وجنگولو چې د يو او بل وژل راته جايز برېښېدل. څوک مو د کمونېست اشرار ومجاهد وگېلمجم وهزاره وپښتون وتاجک او د کافر په يو او بل نوم ووژل. له هغې وروسته مو د طالب و ملي اردو او د کافر په نوم ووژل. داسې زياتی مو وکړ چې يو لوري د بل لوري حلالول مباح او ښه برېښېدل او د بل لوري بيا بل ته مړي يې سپيو ته ښه برېښېدل. په داسې حال کې چې دا ډول نادوه خبرې د دوی له خپل مينځه رسنيو ته راپورته کيږي. دا چې تاسو او اجرائيه رئيس د قانون خبره کړئ، د کوم قانون ؟
 
دا څنگه قانون دی چی ځينې مجرمين وجنايتکاران په دولتي کچه نمانځي او بل ته بيا د ولس د عُرف وعادت له مخې د فاتحې اخېستو اجازه نه ورکول کيږي او د ملي امنيت له خوا ورته د بنديز او نيولو گواښنه کيږي؟ که له تاسو دواړو وپوښتل شي چې دا قانون تاسو ځان ته او که ولس ته جوړ کړی، نو ستاسو ځواب به څه وي؟ قانون خو قانون دی بايد پر ټولو يو شان تطبيق شي.
 
ښاغليه ،
ټولنه له بهرنيو په تېره بيا له امريکا په دې گيله منه ده چې دوی د خپلو B52 الوتکو په زور د تاجکستان د کولاب له سمڅو داسې مسموم لېوني سپي راخوشې کړل چې افغاني ټولنه په تېره بيا پښتانه يې پرې بيا داسې وداړل چې د وخت هېواد مشر په ډاگه نارې وهي چې ((باگرام فابريکه ی طالب سازي است))، خو مشر لالا ((امريکا)) پرې ځان غلی نيولو، نو له دې زيات به نور څه شواهد درته په گوته کړم؟
 
سپينه ماڼۍ بايد د دې ظلم وبېعدالتۍ ځواب ووايی چې له يوې لوري يې راباندې داسې ناروا شروع کړې وه او له بل لورې يې بيا پاکستان د متحد په نوم ۱۳ ميليارده ډالره مرسته ورکړه، ولې؟ دل وتباه پکې څوک شول او گټه چا وکړه؟ ولې دا د پردۍ نيابتي او نااعلان شوې جگړه پر موږ راوتپل شوه؟
 
زه بيا هم پر ښاغلي غني غږ کوم چې پښتانه په خپل ټاټوبي کې د اپارتايد ښکار دي، خو ښه به دا وي چې بيا هم پخپلو کې يو بل وزغمو. له دې پرته بله چاره نشته. دا د نړيوالې ټولنې بيا د امريکا اخلاقي مسووليت دی چی خپلو بړېڅو ته د بخودۍ واکسين وکړي چې د ډېره کي په مقابل کې لږ وړاندې و وروسته فکر وکړي. دا د امريکا اخلاقي مسووليت هم دی چې د دولت د مهمو کليدي پوستنو واک يې يوې وړې ډلې ته په لاس ورکړی او ډېره کی يې ترې په لوی لاس محروم کړی. امريکا و د ملي يووالي حکومت دواړه بايد په دې بېعدالتۍ او ناوړه وېش باندې له سره فکر وکړي.
 
په درنښت
سيدحسين پاچا



رنجبر: د هر قاتل فاتحه اخېستل جرم دی http://www.pashtovoa.com/content/afghanistan-mulaomar-funeral-nds/2900933.html
 
امريکايي سرتيری : دطالبانو جسدونه مو سپيو ته اچول
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=39597
 
د ولسمشر د ځانګړي کوډ اسناد: د مارشال فهيم جنازې ته ۵ ميليونه، د دوهم مرستيال درمنلې ته ۲ ميليونه
http://rohi.af/fullstory.php?id=36202