غیر مالیاتي عواید

 
هغه عواید چې دولتونه یې د خپلو لګښتونو د پوره کولو او د ټولګټو پروژو د پلي کولو لپاره راټولوي عبارت دي له:
ګمرکي عواید د مالیاتو عواید یا مالیاتي عواید غیر مالیاتي عواید دا چې ګمرکي محصولات یا تعرفه د مالیې یو ډول دی، ځکه دغه عواید هم د مالیاتي عوایدو له ډلې شمېرل کېږي. په ټوله کې دولتي عواید په دوه ډوله وېشل شوي دي: مالیاتي ((tax revenue او غیر مالیاتی (non-tax revenue). له مالیاتي عوایدو سره ټول اشنا یو. دا هغه ډول عواید دي چې پر معاشونو، کاروباري عوایدو، قراردادونو، صادراتو او وارداتو او د نورو ټاکلو شويو مالیاتو له لارې لاس ته راځي. په مقابل کې یې غیر مالیاتي عواید لکه د نوم څخه چې یې ښکاري د هغه عوایدو څخه عبارت دي چې له مالیاتي سرچینو پرته له نورو سر چینو څخه لاس ته راځي.   دا له مالیاتو پرته ټول هغه عواید دي چې دولتونه یې د خپلو وزارتونو، ادارو او ایجنسیو له لارې خلکو ته د چوپړتیاوو د ورکولو له لارې تر لاسه کوي. په دغه چوپړتیاوو کې د دولتي شتمنیو څخه استفاده او یا هم د دولت له لوري د قانون او مقرراتو د تطبیق په بدل کې د وګړو له لوري دولت ته ځانګړي تادیات شامل دي.
د چارو د قانوني کولو د فیسونو او عوایدو تر څنګ، د خپلو عوایدو د زیاتولو په موخه دولتونه  په خصوصي سکتور کې هم پانګونه کوي، د دا ډول پانګونو څخه لاس ته راغلې ګټه هم د غیر مالیاتي عوایدو په ډله کې راځي. بهرنۍ بلا عوضه مرستې او د دولتي ملکیتونو د خصوصي کولو او خرڅلاو څخه لاس ته راغلی عاید هم د غیر مالیاتي عوایدو یوه برخه ده. دا چې غیر مالیاتي عواید د مالیاتي عوایدو په پرتله د کم ارتجاعیت یا کشش لرونکې دي له همدې امله دا ډول عواید پایداره او دوام لرونکې وي.
د افغانستان د عوایدو په جدول یا چارټ revenue chart  کې کم تر کمه د غیرمالیاتي عوایدو د ۹۸ ډولونو او سرچینو څخه یادونه شوې، په دغه ډولونو کې پانګه يیزې شتمنۍ، د توکو او چوپړونو خرڅلاو، د چارو د تنظیم او اداره کولو فیسونه، حق الامتیازونه، جریمې او مجازات، په بیلابیلو برخو کې د لایسنسونو او جوازونو ورکړه او داسې نور شتون لري. دا چې په اوسنۍ نړۍ کې د مالیاتي عوایدو تر څنګ غیرمالیاتي عواید هم د دولتونو د عوایدو ستره او غوښنه برخه جوړوي او په دا وروستیو کې هیوادونو هم د نوموړو عوایدي سر چینو غښتلي کولو ته پاملرنه کړې؛ ځکه خو زموږ دولت بايد ټول هغه بنسټونه که هغه ولایتي ادارې، وزارتونه او یا هم نور بیلابیل دولتي ارګانونه دي، له اداري پلوه ورغوي او د هغوی د عوایدو په راټولېدو کې شفافیت رامنځته کړي. دا په داسې حال کې ده چې د سمو کړنلارو د نه شتون له امله بیلابیلو وزارتونو او دولتي دوایرو خپل فیسونه، پولي مجازات یا جرایم، حق الامتیازونه او نور د هغوی د چوپړتیاوو د لګښتونو، انفلاسیون او د خلکو د تادیې له ځواک په پام کې نیولو پرته ټاکلې دي.
اړتیا ده چې  یادو شوو عوایدي سرچینو په اندازې او د راټولولو په کړنلارې کې سمون او ښه والی رامینځ ته شي تر څو په دې برخه کې د روانې بیوروکراسۍ او د وګړو د وخت د ضایع کیدو مخنیوی وشي. د غیر مالیاتي عوایدو د نورو سر چینو د په ګوته کولو او ډلبندۍ تر څنک د شته سرچینو په فیسونو، نرخونو، حق الامتیازونو او نورو کې ګټور بدلونونه رامینځ ته شي ځکه مونږ په دې برخه کې ډیری فرصتونه لرو چې ښه بیلګه یې د بار وړونکو موټرو کمیشن، د ډاکټرانو د جواز فیسونه، د کانونو د قراردادونو لوړ حق الامتیاز، د بهرنیو کارګرو د کار د جواز فیس او نور دي.
په بنسټیزو پروژو کې پانګونه هم د غیر مالیاتي عوایدو د ډیروالي لامل کیږي د همدې موخې لپاره دولتونه باید په مخابراتي سکتور، د بریښنا بندونو، هوایي ډګرونو او نورو بنسټیزو پروژ و کې پانګونه وکړي. یادونه باید وکړو چې د غیر مالیاتي عوایدو یوه لویه برخه د هوايي ډګر څخه د پرواز کوونکو الوتکو او مسافرینو څخه د ځانګړې فیس اخیستنه ده، همدارنګه که د یو هیواد د هوایي حریم څخه استفاده کیږي نو د هر پرواز په بدل کې هغه هیواد ته ځانګړی اندازه پیسې ورکول کیږي.
د غیر مالیاتي عوایدو د غوره تنظیم او زیاتولو لپاره منځ مهالي او اوږد مهالي پلانونه جوړ شي او پکې د غیر مالیاتي عوایدو اړوند ځانګړي اهداف او ټارګیټونه، کړنلارې او په وزارتونو او دولتي دوایرو کې د غیر مالیاتي عوایدو د راټولولو د پروسې د څار او ارزیابۍ لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې ونیول شي.
د غیرې مالیاتي عوایدو یوه بله لویه سرچینه دولتي ځمکې او ملکیتونه دي. له بده مرغه زموږ په هېواد کې خورې ورې دولتي ځمکې شته دي، چې ځینې یې بې کاره او شاړې پرتې دي او ځینې یې بیا د دولت د بې غورۍ له امله زورواکانو غصب کړې دي. دولت باید د خپلو عوایدو د زیاتوالي په موخه له دغو ځمکو څخه د ګټه اخیستنې لپاره منظم پلانونه جوړ کړي ځکه که دا ځمکې ابادې او خلکو ته په اجاره ورکړل شي او یا هم په ځینو مواردو کې په خلکو وپلورل شي نو له دې لارې به د دولت خزانې ته ډیرې پیسې ورشي. د همدغه هدف لپاره دولت باید د خپلو ځمکو د ابادولو او د هغوی څخه د ګټه اخیستنې لپاره د دولتي ځمکو څخه د استفادې تفصیلې پلان جوړ او هغه عملي کړي. دا چې ځینې دولتي ځمکې د زورواکانو له لوري غصب شوي دي نو د دولتي ځمکو څخه د ګټه اخیستنې له پلان مخکې باید د زورواکانو څخه د هغوی د خلاصولو غم هم وخوړل شي.
ښکاره خبره ده چې ناوړه امنیتي حالت پر اقتصادي پرمختګ منفي اغېز لري، همدغه حالت له غیرې مالیاتي عوایدو یوه بله ستره سرچینه یعنې ګرځندوی یا توریزم هم زیانمنوي. د دې لپاره چې په لنډ او اوږد مهال کې د توریزم له سکتور څخه خپل عواید زیات کړو باید د کورني امنیت د ښه والي لپاره ګامونه واخيستل شي، په ځانګړي ډول د هغو ځایونو امنیت خوندي کول چې د ګرځندویانو د ورتګ او سیاحت ځایونه دي.
پای
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.