
استاد شېرحسن کمالزى د ننګرهاريو فرهنګيانو لخوا ولايتي شورا ته وړ نوماند
چټک غبرګون---ننګرهار
نننۍ ديموکراسي لکه څومره چې د برابرو حقونو د ورکړې ژمنه د ځان وياړ ګڼي هغومره د تېروتنې يا هم په شعوري توګه د وړو خلکو پر روا حقونو پښې ږدي چې ښه بېلګه يې د هېواد د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو ټاکنې ګڼلاى شو چې له بده مرغه د برابرو حقونو د ورکړې شعار پکې هر ډول لوستي،نالوستي او ډول،ډول خلکو ته د نوماندۍ اجازه ورکړې.
که د ولسمشرۍ له هغې تېر شو او د ولايتي شورا څوکيو ته د نوماندو خلکو يوه پرتلنه وکړو نو وبه وينو چې د ننګرهار ولايتي شورا څوکيو ته په لسګونه داسې وېرونکي،بدنومې،جنايتکارې او ولس ضدې څېرې نوماندې دي چې خلک يې لا هم شتون او چارې د ځان ګواښ ګڼي او د خدمت تمه خو ترې بېخي ناشونې خبره ده خو د دې نوماندانو په ډله کې داسې کسان هم شته چې د ورکړو ازمېښتونو پر بنسټ يې سړى ښه په ډاډمن زړه د دې وړ ګڼلاى شي چې د ولس د استازي په توګه دې انتخاب شي چې يو له دغو کسانو هم د ننګرهار نومانده ځوانه فرهنګي څېره،شاعر،ليکوال او د ننګرهار د عالي دارالمعلمين استاد شېرحسن کمالزى دى.
استاد کمالزى که له هره پلوه د دې څوکۍ لپاره وارزول شي نو تر نورو نوماندو هغو به پکې ډېرې ښېګڼې ليدل کېږي،هغه که د کورنۍ له پلوه د خوګياڼو د مشهور ملک ارواښاد ملک محمد کمال زوى او اوسني قومي مخور ملک محمد حسن کمالزي ورور دى، د پوهې له پلوه همدا اوسمهال هم په ننګرهار عالي دارالمعلمين کې د هېواد د بچيو د روزونکو(ښوونکو)پر روزنې بوخت دى،د ناستې،ولاړې،کړو،وړو او اخلاقو له پلوه د اسلام سپېڅلي دين د ارزښتونو کلک پلوى،پر پښتني او افغاني ارزښتونو ولاړ،تر خپله وسه د فرهنګي هڅو او پښتو ادب ته د چوپړ زيارکښ او لنډه دا چې په ټوله مانا يو چوپړګر،زيارکښ،بااحساسه او پر هېواد مېن ځوان دى.
استاد کمالزى په ننګرهار کې د ځوانانو د حقونو د ننګې او ورته د کارموندنې د لومړنۍ ټولنې بنسټګر او مشر،له ننګرهاره د ډېر مينه والې او نوموتې مهالنۍ مجلې(مينې)د بنسټګرې او کتونکي ډلې غړى،په ننګرهار کې د ډېريو ادبي او فرهنګي غونډو او مشاعرو د سمبالګرو ملګرى،د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په ادبي او فرهنګي غونډو کې د ننګرهاريو فرهنګيانو د استازي او لسګونه نورو نېک نومو چارو ترسره کوونکى او سمبالونکى پاتې شوى.
لکه څنګه چې ليدل کېده د هېواد وروستيو ناسازو حالاتو او په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د بېوزلو،مظلومو او بې څوکو پر حقونو د روانو تېريو مخنيوى د ژبورو،بااحساسو،خوله ورو او زړورو ولايتي استازو له لارې کېداى شي نولسګونه ځوانو ننګرهاريو فرهنګيانو،.شاعرانو او ليکوالو د دې لويې تشې د ډکولو په موخه تر يو لړ اوږدو،خبرو او مشورو وروسته د خپلو يو شمېر مشرانو استادانو په سپارښتنه له ښاغلي استاد شېرحسن کمالزي څخه وغوښتل چې د ننګرهار ولايتي شورا څوکۍ ته ځان نوماند او له دې لارې د ولس د ستونزو د حل،له زورواکو يې د حق غوښتلو او د اصولو د پلي کونې د يوه مخکښ په توګه د ولس چوپړ ته ملا وتړي چې له ښه مرغه استاد کمالزي هم دې غوښتنې ته په مثبت ځواب ويلو سره ځان ولايتي شورا ته نوماند کړ.
د ننګرهار لسګونه مشران او ځوان فرهنګيان،ليکوال،شاعران،ژونالېستان او دچاپي،راډيويي او تلويزوني رسنيو چلوونکي له دې لارې د ننګرهار له درانه او ادبپال و فرهنګپال ولسه چې تل يې د خپل درانه کولتور،فرهنګ او ادب چوپړ تر هر چا ډېر کړى په خورا درنښت هيله لري چې د خپلو حقونو د پوره تر لاسه کولو او خپلو ستونزو د پوره حل لپاره استاد شېرحسن کمالزي ته چې د ننګرهار ولايتي شورا څوکۍ ته د ننګرهاريو فرهنګيانو،ليکوالو،شاعرانو او ژونالېستانو نوماند دى رايه ورکړي او د خپل ښه برخليک ټاکنې سره دې مرسته وکړي.ننګرهاري فرهنګيان دغه راز خپل درانه ولس ته ډاډ ورکوي چې د استاد کمالزي لخوا د کړو ژمنو د نه پوره کېدو (خداى مه کړه) په صورت کې له هغه څخه ښه په ډاډه زړه د بې وفايۍ د لامل پوښتنه هم کولاى شئ ځکه هغه د ډېرو نورو په څېر د ټوپک،زور او جنايت څښتن نه ؛بلکې د قلم او پوهې څښتن دى او د قلم او پوهې څښتنان هر کله ،هر چا ته د پوښتنې کولو حق ورکوي او ځواب ورکول يې هم پر ځان فرض ګڼي.
له ټولو فرهنګپالو،ادبپالو او هېواد مېنو ننګرهاريانو څخه استاد کمالزي ته د رايې ورکونې په هيله