
ژباړه : عبدالصبور تلاش
8/3/2015 تاریخ:
دا سمه ده چې چپ لاسي زمونږ ۱۰ سلنه ټولنه تشکیلوي مګر هغه حقیقفتونه چې دوی یې لري د ټولنې وګړو هیر کړي دي، ډیر وسایل او شیان چې په نړی کې جوړيږي هغه معمولا ښي لاسو و ته په نظر کې نیول کیږي، لکه د ښوونځویو دکښېناستو میزونه چوکۍ ،کاشوغې او د دوی نور ماډلونه، او ختې د پیا لې لاستې ماډولونه او د زینې (لارې) هغه نیوونکې کټارې چې د ختلو پروخت ترې استفاده کیږي او همدارنګه نور ډیر شیان دي چې یوازي د ښې لاسو لپاره په نظر کې نیول کیږي، د چپ لاسو له ګیلې او شکایت نه به تیر شو هغه حقیقتونه چې د دوی په اړه دي هغه به دلته یاد کړو.
۱- څه کیږي چې یو کس چپ لاسی کیږي ؟
د دې سوال دځواب لپاره پوهان اوس هم په یوه خوله نه دي،خو د زیاتو څیړونو په پایله کې دا څرګنديږي چې دا د جینینو یوه پیچلي مسله ده چې په طبعي ډول را منځ ته کیږي،په داسې حال کې چې په جینینو کې د چپ لاسې په نوم ځانګړي جینین هم نه دي پيدا شوي، مګر هغه څه چې مونږ یې وینو څوک چې چپ لاسي دي، دهغې کورنۍ ډیر نور عړي هم چپ لاسي وي، یوازې هغه څه چې د ښی لاس او چپ لاس لرلو باعث کیږي د بېلابېلو فیزیولوژیکي څیړونو له جملې څخه يي یوازې د دوی شخصیتونه ( ځانګړنې) راپيدا کړي
۲- په چپ لاسو کې د راوني ناروغیو خطر زیات وي
لکه څرنګه مو چې مخکې یادونه وکړه چپ لاسي د ټولنې ۱۰ سلنه تشکیلوي ، څیړونکو دا مالومه کړي ده په کومه ټولنه کې چې د عصبي او رواني ناروغیو کچه لوړه وي په هغه ټولنه کې دچپ لاسوشمېره هم زیاته وي، اخیرنۍ څیړنو دا مالومه کړي چې ۲۰ سلنه هغه کسان چې ډیپریشن،ذهني،لیونتوب ، رواني، او له دې جملې څخه په نورو ناروغیو اخته دي ټول چپ لاسي کسان دي، خو اوسنیو نوې ځېړنو بیا دا وښووله چې رواني ناروغۍ له ۲۰ سلنه هم زیاتې په چپ لاسو کې پیداکيدلی شي.
۳- چپ لاسي او ښي لاسي اوسیدل ستاسې سالمتیا ټاکې
پوهانو مالومه کړي چې د ځينو ناروغیو ډیروالی لکه بې ځایه حرکتونه ، لیونتوب،ذهني، روانې او له دې جملې څخه نورې نښې په ځانګړي ډول په چپ لاسو کې شتون لري، د دې لپاره تراوسه داسې څرګند لامل نه دی پیداشوی ، خو داسې لیدل کیږي، چې د چپ لاسو مغزه نسبت ښي لاسو ته ډېره پیچلتیا لري، په هنر او حلاقیت کې هم چپ لاسي لوړتیا لري نسبت ښي لاسو ته، په هر څه کې دوی جالب او پيچلی فکر کوي چې معمولا له یو ډلې یا یوه ګروپ څخه په فکر کولو ،هنر او حالقیت کې بهتر شمیرل کیږي.
د انسان ماغزه په دوونیمکره ویشل شوي دي چې یو یې ښي او بل یې چپ طرف دی ، زیاتره کسان کله چې ځینو فعالیتونه کوي ،لکه خبرې کول هغه عموماْ د مغزو په چپه نیمکره پورې تړاو لري،چې زیاتره ښي لاسې هم په په دې ګروپ کې شامل دي،مګر برعکس ۳۰ سلنه چپ لاسې د خپلو ډیرو فعالیتونو د ترسره کولو کې په ښي طرف مغزو نیمکره پورې تړاو لري، پاتې ۷۰ سلنه په ډیرو فعالتونو کې نیم، ینم یا نې کله له ښي او او کله چپ اړخ مغزو څخه کار اخلي.
د موجوده څیړنو پر اساس ،ډیر ورځیني فعالیتونه سرته رسول د ماغزو په یوه نیمکره باندي، د یو انسان د زیات یادونې سبب کيږي او ورسره هم ماغره مصروف ساتل کیږي، د یادونې پروسه فعاله ساتل د دې لامل کیږي چې رواني ناروغۍ رامنځ ته کړي نو له دې امله په چپ لاسو کې راوني ناروغۍ زیاتې لیدل کیږي
۴- ښي لاسي او چپ لاسې په اوریدلو او خبرې کولو کې هم سره فرق لري
چپ لاسي په ډیر ټيټ اواز ښه د اوریدلو قدرت لري اوپه عموم کې ښکلي غږونه لري،جالبه دا ده چې اول په دې وپوهیږو چې د ماغزو ښي نیمکره او دماغزو چپه نیمکره هره یوه په درکولو، تحلیل کولو،اوریدلو کې بېل بېل ځواک لري،نو هغه څه چې باید واضح شي هغه دا چې د ماغزو ښي نيمکره چې هغه زیاتره چپ لاسي کاروي په ښه اوریدلو ،ښه تحلیل کولو پېژتدلو او په تغیراتو راوستولو کې ځانګړی ځواک لري.
۵ - چپ لاسي په کارکولو او هنر کې له ښي لاسو څخه لوړ دي
که چېرې چپ لاسې او ښي لاسې د یو کار په یوه ګروپ کې واچول شي ، د چپ لاسو کار او هنر د ښي لاسو په نسبت لوړ او غښتلی وي،ځکه دوی په هر څه کې لوړ او پیچلی فکر کوي،ترټولو خو یې جالبه دا ده چې چپ لاسي د هر کار د تر سره کولو لپاره یوه اسانه لاره ټاکي او دیوکار لپاره منفي نقطي ډیرې کمې په پام کې نیسي ځکه خو په هرکار برلاسي کیږي هم او کار یې لوړ او غښتلی وي
۶- چپ لاسي په لوبو کې هم تاسو (ښي لاسو ) ته ماتي درکوي
که چیري د لوبو تاریخ ته وګورو د لوبو ډیر اتلان هم ترډیره بریده دوی دي، د هغو لوبو له جملې څخه چې زیاتره په لاس تر سره کیږي لکه ټينېس،کریکټ، ګلف او همدارنګه نور...
په حقیقت کې هغه لوبې چې ځیرکتیا او تمرکز ته ضرورت لري چپ لاسي په هغه کې بریالي وي، د بېلکې په ډول کریکټ،ګلف، ټينېس،بېس بال،بولینګ،او نور داسې چې د هغي په ترسره کولو کې یوه نښان په نښه کيږي د چپ لاسو بریالیتوب زیات په برخه وي هغه وخت چې د سایلۍ مقابل لوری یې ښي لاسی وي.