
تاریخ : ۲۰۱۵-۱-۲۰
د کسۍ ویلو ارزښت او ماشومانو ته دهغې ویل کولای شو چې دلته د افلاتون له وینا سره پیل کړو.
افلاتون وایې:( (نرسانې باید میندې دې ته مجبورې کړي ترڅو دوی خپلو ماشومانو ته کیسۍ او نقلونه وکړي او میندې دې ته متوجې کړي چې د کسۍ او نقلونو په وسیله کولای شي چې دماشومانو ذهنونه پوهې او تعلیم ته برابر کړي، کیسۍ کول دماشومانو ذهنونه دومره روزلې شي لکه څومره چې بدن په سپورټ کولو غښتلی کیږي) )
کسۍ او افسانې ویل همېشه د انسانانو د ذهنونو په لوړولو کې ګټور تمامیداشي،کسۍ کولای چې دټولنیز ژوند، دخلکو کلتور،کړنلارې،د دوی تولیدات،تګلارې،فکرونه،احساسات،مذهب،اخلاق، عقیدې او نور ډېر څه انعکاس کړي
انسان دخپل زړه دقرار لپاره دخپلو ماتو ،ناکامیو،د ټولنیزو او اقتصادي ضربو،دبېلابېلومحرومیتونو،او خپلو ارزوګانو حیالونو او فکرونو حال کولای شي چې په ارامۍ سره په کیسیو ، افسانو،متلونو،ترانو کې ووایي. کیسۍ له پیل نه چې را پیدا شوي ده کیدای شي چې د ادم او بې بې حوا کیسۍ وي هغه چې له جنت نه بهرکیدل په کې تشریح شوي دي
کیسۍ ویل باید د زده کړې او دیوې ټولنې ارزښتونو او اخلاقو په بنا پیل شي. له دې وجې د اپلاتون او ارستو په دې ټیګار کوه چې ماشومانو ته باید کسۍ وویل شي ، کسۍ که دانسانانو او یا نورو شیانو په باره کې لیکل کیږي باید په خوندوره او خواږه ژبه وي ځکه چې هغه ښه زده کيږي او دا ډول موضوغات دخلکو ډیرخوایږي او مینوال یي ډیر وي دانسانانو واقعې او پیښې باید ډیر په ساده ، خواږه او خوندوره ژبه بیان شي.د یوې کسۍ موضوع باید ډیره جالبه حیرانوونکي وي،د طبیعي او غیر طبیعي عواملو اظهارونکي وي، ځکه له دې ډول کیسیو خاضرین اوریدونکې خوند اخلي، او حیرانتیا يي د یادولو يو ښه سبب ګرځي، همدا رنګه ماشومانو ته باید د افسانو او قومي خبرو کیسۍ وویل شي ځکه چې د قومي افسانو او کیسیو په اوریدلو سره ماشومان د نړۍ څخه خبریږي او هغه څه چې په نړۍ کې دي ښه مالومات په لاس ترې راوړی شي
تقریبا د د بېلا بېلو قومونو ملتونو افسانې دا ځانګړنې لري چې؛د تېرو خلکو واقعې په کې راو وړې ،د دې لپاره چې د نورو دافهام وسیله وګرڅي. د هندوستان په محلي یا په ریواجي طب کې د روانې ناروغ د درملنې لپاره ناروغ ته دنده ورکوي چې د ژوند هغه ټولې ازاروونکې پيښې ولیکي چې دته ازار ورکوي او دی يي بد خالت ته يي رسولی وي، ناروغ چې کله په دې فکر کې شي چې هغه ټولې ازاروونکې پیښې ور وښي د دې لپاره چې د ده درملنې دحل لارې پيداکړي له هغې یو دستان هم جوړ شي، نه یوازې داچې ناروغ ته د ده دناکامیو پرځای دکامیابۍ او د نا امیدیو برځای د امید لاچارې ور وښي ، هغه د نورو انسانانو د غبرت سبب هم شي، ځکه چې دا ټولې پېښې بیا دوی د یو دستان په بڼه نورو خلکو ته هم وړاندې کوي، په دې سره دناروغ غلاج هم وشي، د نورو انسانانو دغبرت سبب هم وګرځي او دیو نوی دستان کشف کونکي هم شي.
دکیسۍ ویلوهغه تګلارې چې پر ماشومانو تاثیر اچونکې دي بېلا بېلې دي چې باید په ځانګړي ډول ترې استفاده وشي
له هغې جملې څخه لازمه ده چې له هرې کیسۍ وروسته يا په هغه وخت کې چې کیسۍ ورته ویل کیږي دوی ته دازمینه برابره شی چې د هغې کیسۍ په باره يو څو خبرې وکړي. دا تګلاره په عقلي او عطفي ډول د دماشومانو سره ګټوره تمامیدای شی، د دې لپاره چې د ماشومانو تواجه راجلب کړي؛کیسۍ ویونکی د کیسۍ د ویلو پر مهال باید ټوکي او ریشخندي ووسي، همدارنګه لازمه ده چې دماشومانو فکرونونه تخیل فعال کړي او هغوی تشویق کړي چې ذهن یي پراخ او احساسات یي جذباتي شي
غوره داده چې دستان یا کیسۍ د ماشومانو دخوښې او شخصیت سره اړیکه ولري ددوی اړتیاوو نه غلته استفده ونه شي
هغه کیسۍ چې ورته اورول کیږي باید د ماشومانو روحیات جدي په نظر کې ونیسي داسې کیسۍ چې د دوی باور اوراتلونکي په پام کې ونیسي اوداسې کیسۍ وي چې ماشومان د هغې نړۍ څخه خبر کړي چې په هغه کې دوی ژوند کوي
همدارنګه نفسنې عزت ، نیک او ګټور عادتونه، د ښه راتلونکي جوړولو ،د ازادۍ روحیه چې دکیسۍ ویلو مهم ترین هدفونه دې باید ماشومانو ته ورزده کړي.د کیسۍ ویل او په هغې د بیاځل لپاره خبرې کول،د ماشومانو دخبرو او وینا رشد غښتلی کوي او په راتلونکې کې د کتاب په ویلو او محاویره کې ورته لارې خواروي ، ذهنونه یې په هرډول لغتونو را څرخې اود راسنیو سره یې مینه زیاتیږي
ماشومان کیسۍ ویلو ته ښه په دقت سره غوږ نیسي او دهغې موضوع په باره کې بیا له ځان سره فکر کوي...
له دې لارې د ښه لیدلو، ښه اوریدلو، پوښتنه کولو، پوښتنې ته ځواب ویلو ښې لاس ته راوړنې لري ، د کیسۍ ویلو څخه د ستر عمر لرونکو مقصد باید دا نه وي چې یوازې د کیسۍ ويل ماشومانو ته دوی د خوند او رنګ لپاره وايي. بلکې د کیسۍ ویل په دې مانا وي چې ویل او لوستل د ماشومانو عادت وګرځوي او د ماشومانو لپاره باید داسې کتابونه غوره کړي چې دوی ته جذاب او خوندور وي ،او له تجربو يې دوی ګټه پورت کولای شي او په ذهنو کې يي پراختیا ،ځواک او تقویت پیدا کولای شي.
مګر څوک او څه شی باید ماشومانو ته وویل شي:
لکه چې څرګنده ده یوازې دا دنده دمور او بلار نه ده د ماشومانو دزده کړې لپاره باید په ګډه په ښونځي او کور کې کار وشي په دواړو ځایونو کې ماشومان باید په لوړ غږ کتاب ووایي، الفبا د ورزده کړای شي،دوی د کوښش وکړي چې ماشومان د درس ویلو سره مینه پیداکړي، د ماشومانو لوستلو د پرمختګ لپاره د هر وخت زیاته کتنه وکړي ، داچې د ماشومانو زده کړې لومړۍ له کوره پیل کیږي، ځینې ترانې مخکې د ښونځي په کور کې ور زده کړل شي . دهر قوم ادبیات له ترانو او ځینو نورو اشعارو څخه پیل کیږي،همدا ترانې دي چې ماشومان دغږ ، شعر جوړولو او کیسیو سره اشنا کوي
د دستان او کیسيو یو مهم پیغام دا هم دی چې د کورنۍ غړي له یو بل سره نېږدې کوي، ماشومانو ته د کیسیو ویل د دې سبب کیدلي چې ماشومان د بېلا بېلو رسنیو ، د ټولنیزو پیښیو ، له جریان څځه خبرکړي، هغه وخت چې مور او پلار ماشومانو ته کتابونه لولي، دوی باید ماشومانو ته دټاکلو په موخه د کتابونو یوجدول وړاندې کړي دکوم کتاب سره چې مینه لري ورته ویي لولي ، همدارنګه دمور او پلار دنده ده چې خپل ماشومان په کتاب پلورنځیو وګرځوي او دوی ته دا موقع ورکړي ترڅو د خوښي کتابونه په کې انتحاب کړي او مور پلاریي باید د دوی په خوښه هغه ورته واخلي، دپلورنځیوسره دماشومانو بلدول دمور او پلار دنده ده.
همدارنګه هرکله چې یو ماشوم کولای شي چې درس زده او یاد کړي هغه د وړي خور یا ورور او یا هم مور او پلا ر ته تیر کړي، ترڅو په ځان د باوراحساس پیداکړي ، ماشوم هرکله چې په لوستلو او ویلو بریالی شي مهارت يي زیاتیږي د کلمو او لغتونو د تلفظ سره يي اشنایي پیداکږي
همدارنګه د دستان یا کیسۍ ویل د یوازې ځان په پرتله په ګروپي شکل سره ډیر په زړه پورې تمامیږي. په ګډه یا ګروپي ډول ؛ دا هغه تګلاره ده چې په ښونځي کې هم ترسره کیږي،د ښونځي دا کار چې له کوره پیل شي ډیر به ګټور وي ځکه چې په ښوځي کې هم دا کار پر ماشومانو تطبیقیږي، او ښونځی هغه ځای دی چې ماشوم په رسمي ډول په کې درس لوستل پیل کوي، او د زده کړو له اصلي نظام سره بلدتیا پیدا کوي، نو د دکور رول او دکور زده کړې د ښونځې د زده کړو لپاره لاره خواره وي همدارنګه د پلورنځیو د کتابونو فعلیتونه کولای شي چې په تدریج سره ماشوم د ټولنیزو دناستو ولاړو،خبرو اترو،سوال ځواب سره عادت کړي.