
_ په 1377 ز کال کې «تاتار» له دې امله روسانوته په جګړه کې ماته ورکړه، چې روسان په ډله ييزه توګه نيشه وو.
_ په 1492 ز کال کې يهود له اسپانيا نه وشړل شول.
_ په 1869 ز کال کې په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره ډاکټرګوستاف سيمون Gustav Simon پر يوې ناروغې د پښتورکيو( ګردو) عمليات ترسره کړل؟
_ په 1926 ز کال کې نامتو فلسطينی ليډر جورج حبش George Habash زېږېدلی.
_ په 1972 ز کال کې دمصراو ليبيا هېوادونو تر منځ ديوه واحد دولت درامنځته کيدو تړون ﻻسليک شو.
_ په 1990 ز کال کې عراق Iraq پرکويټ Kuwait بريد وکړ اود خليج جګړه Gulf War ونښته. د يادولو وړ ده، چې د کويټ خاوره يووخت دعراق يوه برخه وه.
_ په 2007 ز کال کې د روسيې اوبتل «مير» په دې باندې وتوانيده، چې د شمالي کنګل سمندر تل ته ځان ورسوي او د روسيې بيرغ ولګوي. ( داڅرګنده نه ده، چې داوبتل چلوونکي خوپه ډليزه توګه نشه نه وو؛ ويل کيږي، چې روسانو په دوهمه نړيواله جګړه کې د دوه شيانو په مرسته ماته ورکړه، سړه هوا او وډکا).