د اسحاق ګيلاني دريځ د پکتيکا د خلکو د دريځ ښکارندوی نه دی

نن دوشنبه په يوه خبرې ناسته کې د افغانستان د اسلامي نهضت ګوند مشر  او په ولسي جرګه کې د پکتيکا ولايت استازي، سيد اسحاق ګيلاني د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې له ډاکټر عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ.
ښاغلی سيد اسحاق ګيلاني د هغې کورنۍ غړی دی چې د افغانستان د شاته پاته سيمو زياتره خلک لا اوس هم د پيرتوب په خاطر په جذبو ورته راځي. زموږ دا ښاغلي پيران چې کله هغه نالوستي او د خدای له خدايي نه بې خبره مريدان ورته راشي، نو د ژوند نيکمرغۍ او د ځان د بيدارتيا ټولې لارې چارې ورته په شنه کفر واړوي. او په خپل جهالت کې يې لا پسې ډوب کړي. له همدې وجې څلور کاله مخکې کله چې په افغانستان کې پارلماني انتخابات تر سره کېدل، نو ښاغلي پير صاحب سيد اسحاق ګيلاني هم په داسې حال کې چې د پيرتوب دروغجنې غاړې يې کشولې پکتيکا ته راغی او د هغو نا وسو او بې کسو خلکو رايې ټولې کړلې کوم چې بايد يوه ريښتيني، د ملت په درد خبر، پاک او سپيڅلي کس ته يې ورکړي وای.  او کله چې نوموړي ولسي جرګه ته د هغو مظلومو خلکو په رايو راغی، بيا تر اوسه پورې يي د پکتيکا نقشه د کاغذ پر مخ هم نه ده ليدلي. هان دا چې زياتره موکلين لا خپل دفتر ته نه ورپريږدي او بېلابېلې بانې ورته کوي. که څه هم د ګيلاني کورنۍ د جهاد له پيل نه تر اوسه پورې د هېواد په ټولو سياسي جريانونو کې دخيل او له بېلابېلو شبکو سره تړاوونه لري، خو اوس دا درنه او محترمه کورنۍ هم په دوو برخو سره وېشله شوې ده، چې پخپله پير سيد احمد ګيلاني د هغه زوی، سيد حامد ګيلاني د مشرانو جرګې دويم نايب او فاطمه ګيلاني چې د انورالحق احدي ميرمن کېږي په را روانو ټولټاکنو کې د حامد کرزي په پلوي او دا دی اوس ښاغلی اسحاق ګيلاني له عبدالله نه خپل ملاتړ اعلان کړ، چې په دې کار سره يې اول ټول پښتون اولس او بيا يې د پکتيکا ولس رايو ته په سپکه سترګه وکاته.
په دې کار کولو سره ښاغلي اسحاق ګيلاني په پښتنو په تيره بيا د پکتيکا د خلکو په منځ کې د محبوبيت لپاره ځانته په خپل لاس قبر وکېنده.