په هېواد کې د فرهاد دريا د کنسرټونو نوې لړۍ

\"\"
تمه ده چې د افغانستان تکړه سندرغاړی، فرهاد دريا د هېواد په دريو سترو ښارونو، جلال اباد، مزارشریف او کابل کې د خپل غږ مینه والو ته کنسرټونه ورکړي.  ویل کېږي چې فرهاد دريا به لومړی دجلال اباد په ښار کې د روان کال د زمري د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د دو شنبې په ورځ تر سره کړي او بيا به د همدې مياشتې په ۱۶مه نېټه د جمعې مبارکې په ورځ په  مزارشريف کې خپل مینه وال د خپل خواږه غږ په ولولو کې خوشاله وساتي او وروستۍ کنسرټ به یي د زمري د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د سه شنبې په ورځ تر سره شي. ياده دي وي چې په دې کسرټونو کې هر څوک او په وړيا ډول سره ګډون کولای شي.