
د ملي وسلوال پوځ یو ځوان د دوښمن په یو نامرده برید کې ټپی کیږي، د سردار محمد داود خان روغتون ته راوړل کیږي، ځوان سترګي پرانیزی او ګوری چې یوازې د جسد یو برخې یې خوندې دی او ډاکټران پریکړه کوی چې له ده دواړه لاسونه او پیښې غوڅي کړی خو د وسلوال پوځ توریالي په ماته ګوډه ژبه غوښتنه کوی ،باید درمل ورکړای شی چې ژوند ته د پای ټکي کیږدي. خو په ځواب کې ډاکټران ورته رواني درملنه کوی او ځوان پر دې قانع کوی چې باید له ژوند څخه تیښته ونکړئ او دوی دې ته اړ نکړی چې له خپله مسؤلیته سرغړونه وکړئ. ځوان یو دوه اوښکې توی کړی او غلی د عملیات خونې ته ولیږدول شي.
همدا وسلوال پوځ دی چې زموږ د آرامي او ښه ژوند باعث ګرځي. تل د جنګ او ننګوني په لومړنیو لیکو کې شپه او ورځ بوخت دی تر څو هېوادوال مو آرامه ژوند وکړي. خو د هلمند، کندهار او خوست څخه د ملي وسلوال پوځ ځوانان د شهید سردار محمد داود خان روغتون ته راوړل کیږي، په ځای د دې چې دوی ته نظامي احترام او سلامي وشي – دوی ته بې احترامي کیږي، بل هغه څوک چې یې ګاډی ته محترم جسد پورته کوی د شهید له کورنۍ څخه پیسې غواړی – ملي پوځ زموږ لپاره سرښندنه کوی او موږ یې د با عزته جسد څوک نلرو چې په امانت او عزت سره یې د مور غیږي ته وسپارئ.
بل لورې ته د سخت ټپې شویو ځوانانو د ژوند او مرګ د لاري مالومولو لپاره اړینه ده چې له دوی څخه په بیړنۍ اوضاع کې یو ټیسټ واخیستل شي، چې آیا د دوی د ژوندې پاتې کیدو څومره چانس شته دی، تر څو د ټیسټ د پایلو له لارې درک کړای شي چې درملنه یې کوم ډول تر سره شي. د دې لپاره ډاکټران یو ډول ټیسټ کوی چې (Arterial Blood Gases) په نوم یادیږي او له دې وروسته یوازې په ۲۰ ثانیو کې د ټپې د ژوند او مرګ امکانات روښانیږي خو له بده مرغه زموږ د فسادګرو د خیانت له امله هغه څه چې د دې ټیسټ د کړلو په وخت کې په نظر کې باید ونیول شي، نه نیول کیږي. د ټیسټ د ترسره کیدونکي آلي نوم (ABG Strip) دی، دا له وخته تیره (Expire) وی او له دې هیڅ نه مالومیږي، چې د ناروغ طبي اوضاع کوم لور ته روانه ده خو بیا هم زموږ د وزارت د بې غورۍ او خیانت له امله د وسلوال پوځ د ځوانانو په ګډون ډېر شمېر نور هېوادوال هم مری. د یادونی ده، چې دا ټیسټ له خارجي سوداګرو څخه د ۷ امریکايي ډالرو په بیه اخیستل کیږي. خو په بدل کې یې د مالي زیان ترڅنګ د وسلوال پوځ یو میړنی ځوان او نور هېواد وال د تل لپاره له لاسه ورکوو.
د تاسف ځای دی، چې افغانستان د نړۍ له غریبو هیوادونو څخه ګڼل کیږي، خو شته (Expire) شوي توکي یې په لوړه بیه را نیول کیږی او د هېواد په روغتونونو او ادارو په درېیم او څلورم لاس پلورل کیږي. د ډاکټرانو له خولې ویلی شوو، چې زموږ د وسلوال پوځ درملنه د امریکا له پوځي درملنه سره یوشان ده، خو د کیفیت د نه شتوالي له امله د ملي پوځ په شمول ډېر شمېر ځوانان د ناقصو او له وخته تیرو درملو او تکنالوژیکي آلاتو له امله ژوند له لاسه ورکوي. البته د امریکي په کچه د درملنې هیڅکله دا هدف ندی اخیستل پکار چې موږ یې د دوی په کچه درملنه هم کوو، بلکې زما هدف دلته د امریکا په کچه د بیې دي.
بل دا چې د یو مسلمان مملکت په صفت موږ ته په کورنیو کې دا ښوودل کیږي، چې صفايي نیم ایمان دی، دا په داسې حال کې چې د کابل په هره جاده کې هر ځای کې د درملتونونو، روغتونونو او لابراتوارونو مخې ته چټلی او ورسره کاریدونکي توکی پراته وي. په دې کاریدونکي توکو کې د (Carcinogenic) پریمانه مواد پراته وی، دا مواد شا او خوا تیریدونکي نفوس ته د (HBV) تور زیړۍ، (HCV) سپین زیړۍ او (HBV) په شان سختې ناروغي انتقالوي. البته که د ښاروالي کارکوونکي پر دې باور نلری نو له سبا څخه د دې ځایونو لیدنه وکړی چې د یوه ځای خو زه خپله شاهد یم، د احوال نفوس ریاست مخامخ ځای کې چې د ډاکټر عبدالله عبدالله کور ته نږدې د کارته پروان په نوم یادیږي د داسې چټلیو مرکز ګرځيدلي دي.
وروسته چې کله پر دا چټلی باران وشی، نو د (Carcinogenic) له ځان سره وړی او شااوخوا د سرطان ناروغي له ځان سره خپروي. همداسې نورې خونړۍ ناروغي چې د خلکو د ناروغي باعث ګرځي په لویه کچه خپروي. یو بل مشکل دا دی، چې په د کې زموږ د غریب ولس غریب ګلالي ماشومان شیان را ټولوي او بیرته یې په کابړیانو خرڅوي. د راټولولو په جریان کې د دوی لاسونه د سختو پتریو یا بل کوم شي سره لګیږي نو وینې کیږي، چې دا خپله د تور، سپین ژیړي او سرطان باعث کیږي. خو ښاروالي د دې ماشومانو په غم کې نده، د تاسف ځای دا دی چې د دې ډول چټلی د ویجاړولو یا سوځولو لپاره دوی هیڅ ډول لارې چارې له ځان سره نلري.
همداسې یو بل غم دا دی، چې افغانستان ته واردونکي درمل زیاتره له کاره وتی یا د کارولو نیټه یې پای ته رسیدلی وی. خو څوک یې غم خورئ! رښتیا خو دا دی، چې د یو ډاکټر سره د مرکي په مهال مالومه شوه، چې په لاهور کې یو افغان سوداګر پنجابي سوداګر ته ویل چې یاره تاسو ماته د لوړ بیې کیپسلونو په منځ کې وچې شیدي واچوی او بیرته یې پر ما د وچو شیدو په بیه وپلوري. همداسې وجدان لرونکو ډاکټرنو سره په مرکه کې مالومه شوه، چې هغه ټول درملتونونه چې پر درمل یې تر ۲۰۱۸ پورې د نه (Expire) کیدو نیټه لیکلی وی، درواغ دی، ولې د افغانستان اقلیم دا توان نلری، چې درمل له (Expire) څخه وژغوری. همداسې افغانستان ته له ډېرو هېوادونو لکه چین، هند، پاکستان او ایران څخه واردونکي درمل له وخته تیر یانې (Expire) واردیږي، زما د پوښتنې په ځواب کې چې ولې د هېوادونه چې په ځان کې د انسانیت د ښیګړې په حیث یو څه کنټرولي اداري لري، اقدام نه کوی، چې د دوی له هېواد څخه زموږ هېواد ته داسې جنایت وارد نشې؟ ډاکټر او مایکروبیولوجسټ م-ش وویل: اصلا دوی زموږ په سیسټم پوهیږي، دوی پوهیږي، چې موږ دا توان نلرو چې د دې ډول وارداتو په مخنیوی کې بریالي شوو. موږ هم د دې ډول فساد برخه یوو او په دي ډول کارونو کې شریک او د فساد سلنه لرو.
بل دا چې زموږ په هېواد کې د دې ډول جنایت په وړاندې هیڅ ډول اداري او حکومتي څانګي نلرو چې د حکومت یوې اداري ته راپور ورکړو چې د خیانت روان دی او باید د اړوند هېوادونو څخه وپوښتل شي چې ولې اخر داسې غیر انساني او اغیر اخلاقي جنایت کیږي. بل لورې ته صادرونکي هېوادونه د درمل د جوړښت په وخت کې اړینه فارمول په پام کي نه نیسي او دې ته هغه څه ور ګډوی چې اړتیا یې نه وی یا یې کمیت کم وی او یا بیخې ځینې اړین شیان ور ګډوي. یانې که چېرې تاسو شربت ته خواږه ور وانه چوی، نو اړینه خبره ده، چې خوند به یې نه وی او نه ورته شربت ویل شوو.دوی په درمل کې (Ingredients) په د خاطر کم کاروي تر څو کم مصرف پرې راشی خو بیه یې له اصله هم لوړه وي.
که څوک دا ګیله کوی، چې وطن روسیه او امریکا را وران کړی دی، نو فکر کوم لویه تیروتنه ده. حقیقت دا دی، چې د هر څه هغه وخت رامنځته کیږي، چې کله موږ په خپل ملت کې سیاسي، فکري او د هېوادپالني جذبه ونلرو، زموږ په مخکې فساد اخیستل کیږي، سترګي په پټوو، زموږ په مخکې په ښوونځيو او مدرسو کې ځانمرګي روزل کیږي، سترګي په پټوو، د پوهنې په برخه کې په سوونو، زرګونو او ملیونونو درغلی کیږي، خو موږ سترګي په پټوو، د ملي وسلوال پوځ شمېر راته په سلګونو زور کې ښايي، خو وروسته مالومیږي، چې د قربانیو په بدل کې خلک یې امتیازات او مالیات په خیانت سره خرڅوي، خو سترګي پرې پټوو، د ولسي جرګي وکیلان مو شپه او ورځ د قانون په پردو کې ړنده ساتي خو سترګي پرې پټوو. خو که یو څوک لمونځ نه کوی، روژه نه نیسې، تسبیح نه اړوی را اړوی، میرمن په بازار کې لږ کږه وږه وګوری نو بیا قیامت رامنځته کیږي. او یو څوک د دې شیانو پر ضد شعار ورکوی،نو وایو لیوني دی او ماغزه یې خراب دی.
په د وروستیو کې یو ښه خبر دا وه، چې د روغتیا وزارت قدرمن وزیر څه باندې سل درمل واردوونکي کمپني وتړلی خو وروسته مالومه شوه، چې پدې کمپنیو کې ډېر شمېر کمپني مخکې له دې چې وزیر صیب یې د تړلو امر ورکړی، کار درولی وه. خو ډېرې داسې کمپني هم وتړل شوي چې ښه توکی یې واردول ولې هغو شخصیتونو چې د لوړ پوړې چارواکو سره جوړجاړې ته رسیږي تر څو د ښو خلکو تړونلیکونه فسخ کړی او پر ځای یې د چارواکو نږدې خلکو ته تړونلیکونه ورکړی، په خپله یو لوی خیانت دی.
سپارښتنې:
۱.حکومت د خطرناکو ناروغیو د مخنیوی لپاره باید ژر تر ژره (Safe Disposal of Hospital and Medical Waste ) رامنځته کړی، تر څو کثافت په سمه توګه له منځه یوړل شی یا وسوځول شي.
۲. د درمل د کیفیت د ارزوني په موخه باید (Drug Investigation Center and Quality Control Labs) مرکزونه رامنځته شي او د متخصیصنو په مرسته د جعل او له وخته تیر درمل مخنیوی وشئ.
۳. د بهرني هېوادونو په ملاتړ د څارنې او کیفیت د کنټرول مرکزونه رامنځته کول
۴. د نفوس د روغتیا د خوندیتوب او ساتندوی په موخه د مرکزونو بیا له سره کتنه
۵. د بنسټیزه روغتیايي مسایلو لپار د مشورو د مرکزونو بیا کتنه
۶. په هېواد کې خپل درمل تولیدول او د شته ډاکټرانو ظرفیت زیاتول او د درمل د کیفیت په لوړولو سره په خپل هیواد کي د ناروغانو درملنه .
۷. د صحي خدماتو پروژې باید د شخصي موسسو پر ځای د دولت لخوا د شفافیت په رڼا کې عملی شي – دا ګام به د خیانت، جنایت او فساد مخنیوی وکړئ
۸. صحي تعلیمات باید تر راپورونو پورې نشې محدود بلکې په عملی توګه په ولسوالیو، ولایتونو او ښارونو کې عملي شي
۹. واکسانیسین ملي پروګرام د فساد څخه پاک شي زکه چې د هر ولایت لپاره پنځه یا شپږ کاري ډلی انتخابیږی خو د دې په بدل کې یوازې دوه کاري ډلي ولایتونو ته لیږل کیږی او پیسې د پنځه کاري ډلو اخیستل کیږی
۱۰. د ډاکټرانو د زده کړو د نصاب په بدلون سره باید معاصر دور ته په کتو او هغه نصاب چې دودي دی له منځه یوړل شی او د نوی نصاب لپاره ځوانان وروزل شي
۱۱. په نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) کې اکثره پاکستانیان کار کوی، باید د دوی پر ځای وطنپاله افغانان مقرر شی تر څوافغان ځوانان لا پرمختګ وکړی او له تخریب څخه مخنیوی وشي
۱۲. د صحي پروژو د عملي کولو لپاره باید متخصصه او ارزونکي کاري ډله رامنځته شی تر څو د بې کفایته پروژو او بې مقصده پیسوله لګولو مخنیوی وشئ
یادګېرنه : په یاده څیړنه کې راسره د شهید سردار داود خان او نورو روغتونونو متخصصینو او ډاکټرنو مرسته کړی ده خو له بده مرغه د نومونو اجازه یې نده راکړی
نور بیا...!