کمپاين

دلته ، چې غم د ډوډۍ
يا خالي ، پوچې اندېښنې دسياست
او خبرونه د مرګ
زموږ د ژوند کاغذي ګل رازمولي
په دې عجيب وطن کې
هيڅ څوک په دې غميزه نه پوهيږي
چې څومره لويه تشه
او څه بدرنګه نشت دی
که هيڅ څوک نه شي پيدا
چې بل ته دا ووايي:
تا سره مينه لرم!