
_ په فنلينډ کې د دموکراسۍ ورځ ده.
_ په سوېلي کوريا کې داساسي قانون ورځ ده.
_ په1775 زکال کې په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره پوځي روغتون، په امريکاکې پرانستل شو.
_ په 1790 زکال کې نامتو انګريزی فيلسوف او اقتصاد پوه «ادم سميت» Adam Smith ومړ.
_ په1854 زکال کې په اروپا کې دلومړي ځل لپاره په اتريش کې ، دريل غرنۍ پټلۍ جوړه شوه.
_ په1868 زکال کې په جاپان کې پلازمېنه له «کيوتو» ښارنه «توکيو» Tokyo ته ولېږدول شوه.
_ په 1973 زکال کې په افغانستان Afghanistanکې ديوې سپينې کودتا په ترڅ کې شاهي نظام ته پای کېښودل شو.
_ په1990 زکال کې امريکا د ((ميني کمپيوټر)) دامتياز حق ثبت کړ.
_ په 1992 زکال کې وروسته له هغې ، چې دچکوسلواکياپه پارلمان کې سلواکي وکيلانو ديوه خپلواک سلواک هېواد لپاره رايې ورکړې، دهغې مهال جمهور رئيس واسلاو هاول )) خپله استعفا وړاندې کړه.
_ په1994 زکال دبرازيل دفوټبال لوبډلې دڅلرم ځل لپاره دنړۍ اتلولي وګټله.
_ په 1995 زکال کې کې په جرمني کې د تنېس سپورټ اتلې «شتيفي ګراف» وويل ، چې له جرمني څخه به دمالياتود نه تاديه کولو دتور له امله ووځي .