د نړۍ ۱۵ ټاپ ويب پاڼې

۱۵ هغه ټاپ ويب پاڼې چې د نړۍ نورې ويب پاڼې يې فعالې او په متحركې دي   • eBay.com  د جوړيدو کال: په امريکا کې د پير اميډيار پواسطه  کسانوشمره  :۱۶۸ ميليونه . د چوپړ ډول يې: په انټرنيټ كې د شيانو انلاين پلورل او رانيول.  په نړۍ کې د هغو  ويب پاڼو څخه ده چې د هر ډول کاليو او نورور شيانو پلورل او رانيولو  امكان خلكو ته برابروي. بايد يادونه وكړم چې د غربي نړۍ  وگړي  په سلكو ۹۰ % په همدې پاڼه كې اخيستل او پلورل كوي. • wikipedia.com  بنسټ اېښودنه :۲۰۰۱ په امريكا کی د جمي ولز په واسطه  د کتونکو شمېر : د كتونكو شمېر يې په يوه ورځ څه ناڅه ۹۱۲ تنو ته رسيږي. د چوپړ ډول يې : په انلاين ډول د لغاتونو کتابتون او زېرمه ، که څه هم اود لعاتونو اولنى کتابتون نه ده،  خو يو د هغو پاڼو څخه چې معلومات په وړيا توگه خپروي ده. همدا ډول په دې پاڼه كې په ډېره اسانۍ سره موږ كولاى شو خپل مواد ورډېر كړو.  • napster.com  بنسټ اېښودنه : ۱۹۹۹ په امريكا کې د شاون فانينګ په واسطه  د كتونكو شمېر يې : ۵۰۰ زره کسان په يوه شپه ورځ كې  چوپړ يې: د فايلونو  شريک کول دی يا په په بله ژبه د فايلونو او سندرو يو بل سره وركړې راكړې سرور  يا پاڼه ده. اصلی موخه د امريكا د بوسټون  پوهنتون  محصلينو د سندريزو فايلو شريکول دی . د نومړوې ويب پاڼې تر ټولو ډېر خوښوونکي  په ۲۰۰۰ زرم کال کی وو  چې ۷۰ مليونه کسانو په کی غړيتوب درلود چې وروسته يې ټولې چارې او كړه وړه (د سندرو ښكته كول-ډاونلوډينگ) په پيسو شول چې په نتيجه كې خپل اصلي ارزښت له لاسه وركړ   . • youtube.com  بنسټ اېښودنه:  ۲۰۰۵ م کال په امريكا کې د چاد هورلي،  جواد کريم او اسټيونچن پواسطه راجستر شوې ده. د کتونکوشمېر : دغه پاڼۀ په ورځ كې څه نا څه ۱۰۰ مليونه تنه گوري.  د چپوړ ډول : د پاڼې اصلي موخه د ويډيويي فايلونو خپرول دي. د دغې پاڼې يو ښه ټكى دا دى چې خلك پكې د د څو تېرو او اوسنۍ پېړۍ حالت ليدلاى شي.  • blogger.com  بنسټ اېښودنه: ۱۹۹۹ کال كې په امريكا کې د ويليمز پواسطه  د ليدونكنو شمېر : ۵.۱۸ مليونه کسان دي.  د چوپړ ډول يې : په دغه پاڼه كې موږ كولاى شو په اسانۍ سره ځانته په وړيا توگه پاڼه جحوړه كړو. پاتې دې نه وي چې په دغه پاڼه كې تر اوسه په مليونه بلاگونه جوړ شوي دي.  او هره ورځ يې شمېر نور هم ډېريږي. • Friendsreunited.com  بنسټ اېښودنه : ۱۹۹۱ کال کی په انګلستان کی د اسټيو جولي پان هورست پواسطه  د غړو تعداد يې : ۱۵ مليونه کسان دي.  د چوپړ ډول يې : د قدیمو همکلاسي کول دي. د يادونې وړ ده چې نوموړې پاڼې په  ۲۰۰۱ م كال كې  د ډيرې کتنې له كبله خپل سم كار پرېخود او ډېر ورو كار به يې كاو.  • Drudgereport.com  بنسټ اېښودنه : ۱۹۹۴ کال په  امريكا کی مټ دراج پواسطه جوړ شو  د کتونکو اندازه يې : په ورځ کی  د ۸ نه تر ۱۰ مليونو تنو پورې رسيږي. د چوپر ډول يې : خبری ويب پاڼه ده. په اول کې يې د خبري ايميل کار کولو ، خو اوس  په امريكا کې د زياتو ليدونکو د خبری پاڼې په توګه تبديله شوې ده او په تيره مايشت کې يې  ۳،۵ مليارده  کتونکي لرل.   • Myspace.com  بنسټ ايښودنه : ۲۰۰۳ کال په امريكا کې د ټام انډرسون او کريس دي ولف پواسطه  کاراخستونکي يې : ۱۰۰ مليون کسان  دي. د چوپړ ډول يې : يوه ټولنيزه ، فرهنگي او سياسي خپرونه ده. يوه د مخبوبترينه سايټی شبکه ده چی په انګلستان کښی بی بی سی نه زيات کتونکی لری دا ويب پاڼه ۱۰۰ مليونه غړي لري او اوس په دنيا کې څلورم ويب پاڼه ده چې زيات کتونکي لري او ۲ .۲ مليونه موسيقي ډالۍ او سندرغاړي پيوسته دي  • Amazon.com  بنسټ ايښودنه : ۱۹۹۴ کال په امريكا کې د جف بزوس پواسطه  د کارکونکو تعداد يې : ۳۵ مليونه کسان  د ۲۵۰ هيوادونو څخه  چپو پړ ډول يې : انټرنيټي پلورنځى عموما کتابونه سي ډي او ډي وي ډي.  په اول کې د کتابونو پلورنځی وه چی کادابرا نوميده خو اوس يې نوم امازون ده چې د اوو مليارده ډالر يې په کال کې لاس ته راوړنه ده د امازون موسسه ۱۹۹۹ کې د ټايم مجلې له طرف نه نړی ښاغلي شخص ونومول شو . • Slashdot.org بنسټ اېښودنه :۱۹۹۷ د راب مالدا پواسطه  د ليدونكو شمېر : ۵.۵ مليونه کسان په مياشت کې  د چوپړ ډول يې : د هنر راوړنې ويب پاڼه  د متخصصانو او عالمانو خبر اتری په کار اچوي او د نوې تکنالوژۍ خبرو نو خبرول دي او د ۱۰ زرو نه يې موضوع ګانې زياتې د.  • Salon.com  بنسټ اېښودنه : ۱۹۹۵ کال په امريكا کې د ډيود  تالبوت پواسطه  د غړو شمېر يې : د ۵/۲ مليونونه تر ۵/۳ مليونو پورې  ليدونکي په مياشت کې د چوپړ ډول يې : انټرنيټی مجله لومړی ويب پاڼه چې د خبريالانو پواسطه د انټرنيټی اخبار ويلو د پاره په کار اچول شوی وه  او په کې د نړۍ  د مړې مقالې شته     • Craigslist.org  بنسټ اېښودنه: ۱۹۹۵ کال په امريكا کې د کريګ نيومارک پواسطه  کتونکو شمېر : څلور مليارده پاڼۍ په مياشت کې  د خدمت ډول : د ښاري خلکو دپاره په انلاين توګه د ساده ترينو ويب پاڼو څخه ده خو د ټولو نه د زيات قدرت  لرونکې ده دیدی قوت په کار پيدا کولو اوپه داپارتمان پيدا کولو او داسې نور شيانو پيداکولو کی ده  او په امريكا کې يې  ښاري زندګي بدله كړې ده   • Google.com  بنسټ اېښودنه  : ۱۹۹۸ کال په امريكا کې د لري پيج او سر كي برين پواسطه  د کتونکو شمېر : يو مليارد پلټونکي په ورځ کې  د خدمت ډول يې : انټرنيټي پلټنه او خبرې منبع  اوس ګوګل يو د سترو پلټونکو   موتور ده چې په نړۍ کې ډير نام پيدا کړى او ديديې سهمونو ارزښت يې ۱۳ مليارده ډالر ده او لاندې سرويسونه  په وړيا توګه  وړاندې کوي (froogle) ,  googlemap , gmail ,  google talk  • Yahoo.com  بنسټ ايښودنه : ۱۹۹۴ کال په امريكا کې د ديود فليو او جري يانګ پواسطه  دکارکوونکو شمېر يې :۴۰۰ مليونه تنه د سرويس ډول يې : انټرنيټي پورټال او خبری سازمان  ياهو په ورځک کی ۴/۳ مليارده کتونکي لري او ديدی يواځنی ر قيب يې ګوګل ده دا هم د ګوګل په شان خدمتونه وړاندی کوي    • Easyjet.com  بنسټ ايښودنه :  ۱۹۹۵  کال په انګلستان کې د حاجي لوانو پواسطه  د کارکوونکو شمېريې ۳۰ ميليونه مسافر په کال کی  د هوای قطارونو مصارف  په لومړی ځل په انلاين توګه چی خلکو يې فکر هم نه کولو چی په کافي شمېر وکولی شي ماسفرين پيدا کړي او په دې ويب پاڼه کې هم کولای شو چی هوټل او نور خدمتونه په انلاين پيدا کړو