د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ملکي خلکو تلفات مخ په زیاتیدو دي

 
کابل/ژنیو- "د شخړو په زیاتیدو او پراخیدو سره د ملکي تلفاتو په شمیر کې هم زیاتوالی راغلي دی." دغه خبره د یوناما د نیمایې کال په راپور کې شوې ده، چې په ۲۰۰۹ کې په وسله واله جګړو کې د ملکي کسانو د وضعې په باب د جمعی په ورځ خپور شو.
راپور چې د یوناما د بشري حقونو د څانګې له خوا تیار شوی د هغو حوادثو په بېطرفه، خپلواکه او پراخې څارنې او پلټنو باندې اتکا کوي چې د شخړې په سیمو کې د ملکي کسانو د مړینې او ژوبلې حادثې په کې شاملې وي. دغه ډول تحلیلونه له ۲۰۰۷ راهیسې هر کال ترتیب کیږي او هدف یې دا دی چې په دې برخه کې تمایلات په ګوته کړي او هغه اقدامات څرګند کړي چې د ملکي کسانو د وژنې مخنیوی کوي او د دوي د ساتنې لپاره ضروري وي.
یوناما د ۲۰۰۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۰۱۳ ملکي تلفات ثبت کړي دي. دغه شمیر د تیر کال د همدې مودې سره په پرتله ۲۴ ٪ زیاتوالی ښیې. راپور زیاته کړه: "دواړه حکومت ضد عناصر او حکومت پلوه قواوې د ملکي تلفاتو د زیاتوالی مسوولین دي." خو د ملګرو ملتونو شمیرې ښیې چې وسله وال مخالفینو د افغان او نړیوالو نظامي ځواکونو په پرتله زیات شمیر ملکی کسان وژلي دي.
د ۲۰۰۹ کال د جنوري او جون ترمنځ ۵۹ ٪ د ملکي کسانو (۵۹۵ تنه) د حکومت ضد عناصرو له خوا او ۳۰،۵ ٪ د حکومت پلوه ځواکونو له خوا وژل شوي دي. "دغه حالت د ۲۰۰۷ کال څخه یو ښکاره بدلون څرګندوي چې حکومت پلوه قواوي د ۴۱ ٪ او حکومت ضد عناصر د ۴۶ ٪ ملکي تلفاتو مسوولین شمیر شوی وو." دغه حقیقت د شخړې ټولو خواوو ته، خصوصا حکومت ضد عناصرو ته چې د داسې تلفاتو د زیات شمیر مسوولین دي چې کیدای شوای مخنیو یې وشي، دا ضرورت په ګوته کوی چې ټول ضروري اقدامات باید ونیسي څو د ملکي کسانو د وژنې څخه ډډه وشي.
راپور وایې: هغه عملیات چې د افغانستان د حکومت او د هغه د متحدینو له خوا ترسره شوي دي "د ملکي کسانو د زیات شمیر په وژنو، ژوبلیدلو او د ساختارونو، کورونو او جایدادونو په ګډون په تخریب تمام شوي دي، چې د معیشت او د زوندي پاتې کیدو لپاره ضروري وسایل وو."
د یوناما د بشري حقونو څانګې ویلې دي چې د بین المللي نظامي قواوو لومړی مسوولیت دا دی چې ملکي کسانو د وژلو په شمیر کې کموالی راولي. خو سره له دې هڅو "هوایې بریدونه چې د حکومت پلوه قواوو له خوا کیږي د ۲۰۰۹ کال په شپږو میاشتو کې د ملکي کسانو د تلفاتو عمده لامل ګڼل کیږي"، د ۲۰۰۹ کال له پیل څخه ۴۰ ځله هوایې بریدونه شوي دي چې د راپورونو له مخې ۲۰۰ ملکي کسان په کې وژل شوي دي.
د راپور له مخې د ۲۰۰۹ کال په اوږدو کې "د نړیوالو وسله والو ځواکونو له خوا د زیات علنیت څخه کار اخیستل شوی دی، په تیره بیا د ایساف له خوا (نړیوال مرستندویه امنیتي ځواک) چې د ځانګړو پيښو په اړه و او همدارنګه د تلفاتو په برخه کې د هغو د منلو او د پيښو د جزیاتو د څرګندولو په لړ کې یې زیاته لیوالتیا ښودلې ده." که څه هم "ځینې ځانګړې ستونزې د انديښنې وړ دي. دې کې د نړیوالو وسله والو ځواکونو شفافیت او ظرفیت شامل دي او یا هم یونما ته د معلومات د برابرولو په برخه کې د هغوي علاقمندي."
د وسله وال اپوزیسیون په اړه راپورونه د هغو د تاکتیکیونو په لړ کې د یو تغیر څرګندونه کوي دا چې هغوي د جبهه ییزو او کمن نیولو د بریدونو څخه چې د (پی جي ایف) په وسیله یې ترسره کوي، د یاغیتوب ګوریالای ډوله فعالیتونو خوا ته ځي چې په دې کې غیر متقارنه او بې تناسبه بریدونه لکه ځانمرګي بریدونه، د موټر او د سړک د غاړي بمونه (چې په جګړه کې د ملکی تلفاتو اساسي عامل دي) او د هدف لاندې وژنې، "په ۲۰۰۸ کال او د ۲۰۰۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یو پرلپسې جریان لیدل شوی دی" شامل دي.
د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ څخه تر جون د میاشتې پورې ۵۹۵ ملکی تلفات د دولت ضد عناصرو د فعالیتونو په نتیجه کې رامنځته شوی دي چې د هغو څخه د ۴۰۰ تنو تلفات په بې توپیره توګه د ځای پر ځای شوو او تعبیه شوو وسیلو او ځان مرګو بریدونو له امله رامنځ ته شوي دي. دا د ټولو وژنو ۶۷ سلنه جوړوي چې د وسله والو مخالفینو په لاس ترسره شوي دي.
د یوناما د بشري حقونو د څانګې د وینا له مخې "د دولت ضد عناصرو له خوا عملیات زیاتره وخت پرته له دې ترسره شوي چې د ملکي وګړو د تلفاتو او ټپې کیدنې او د ملکی تاسیساتو ویجاړتیا په پام کې ونیول شي."
"د دغو معلوماتو له مخې دولتي ضد وسله واله عناصر ځانونه په ملکي ځایونو کې ځای پر ځای کوي چې په قصدي او عمدي توګه د جنګي او ملکي کسانو تر منځ توپیر غیر څرګند او خړپړ کړي، او د یوې فعالی پالیسۍ د یوې برخې په توګه د دې موخه دا ده چې هغو سیمو ته د وسله وال غبرګون مخه کړي چیرته چې ددې امکان زیات دی څو ملکي وګړي مړه او ټپیان شي."
هر څومره چې جګړه کې شدت او زیاتوالی راځي نو ملکي وګړي د جنګ فشار او ګوزار ګالي. د ملکي کسانو د زیاتې وژنې سربیره زیان منیدونکي ګروپونه هم د مهمو تاسیاستو دتخریب او ویجاړتیا، د عوایدو د امکاناتو د لاسه ورکولو او ضروري خدمتونو د رسیدنې په لار کې د ستونزو د شتون له امله زغم ګالي.
ملګري ملتونه د جګړې پر ټولو خواوو، د افغانستان په دولت او نړیوالې ټولنې غږ کوي څو د نړیوال بشري دوستانه او د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو په رڼا کې مسوولیتونه او وجایب باوري کړي او دا چې د جګړې اغیزې پر ملکي وګړو باندې حد اقل ته راټیټې کړي.