آیا دکندزبرخلیک د ټامیانو په لاس کې دی؟؟

 
له کله چې ښاغلی عمرصافی د کندزد والي پتوګه ټاکل شویدی ورسره د نظارشورای د سفاک اووحشي جنګ سالارمیرعلم له مستقیم اوغیرمستقیم مخالفت اودسیسوسره هم دولایت ودانۍ دننه اوهم بهرمخامخ شویدی ، چې لومړنی مخالفت یې د ولایت له اداري مدیرچې دنظارشورای د پخواني جنګ سالارقاري رحمت الله زوی دی او دولایت دننه یی د بربنډ فرعونیت دعوا کړیده له چپړاسي نیولي بیا تروالي پورې په هیچا خبرندی که چاورسره له پوزې جګه خبروکړه نوسمدستي پرې پزه ماتوي اولدې ناوړه یی دا چې په نورواداروکې هم لاسوهنه کوي کله قاضیان اوکله څارنوالان هم ګواښي چې ښه بیلګه یی دکندزد څارنوالۍ دننه د څارنوال حفیظ اوڅارنوال امان الله په څپیړووهل اوتیره ورځ دکندزدعامې روغتیا له ریس سره لاس اوګریوان کیدل وو ، نه یواځي دا بلکه دولایت له مقامه دباندې د ولایتي شورای ځنې ټامي وکیلان لکه امرالدین ولی ، بصیرقادری اود غلام سخي نانوایی فرزندي زوي رباني چې نه یی پلاراونه یې مورمالومه ده اوترپرونه همدې ټامیانودکندزپه کوڅوکې څه څه نه کول له چرګوپټولوترچرسواوشرابوپلورلواوداسې نوروناوړه اعمالولکه دبچه بازۍ په محفلونوکې ترګډا هرڅه یی وکړل خوله بده مرغه دګل مرجان په پراخولورونودولایتي شورای وکیلان شول ، ګل مرجان ددې لپاره دا لوچکان وکیلان کړل چې درانه اومعززخلک پرې وښکنځي ځکه دوي دآب اوحیثیت پنوم هیڅ څه نه پیژني ، نواوس یی دمیرعلم اونظارشورای په فرمایش دکندزدوالي د بدنامولواوګوښه کولوهڅي پیل کړیدي ځکه دمیرعلم له مرګوني ګواښ سره سره والي استعفی ونکړه ، دکندزوالي چې یومعززاودروند شخصیت دی اوخدای شاهد دی چې دیوه لیکوال پتوګه بایدحقایق ولیکم اوهیڅ شخصي اړیکه نه ورسره لرم دکندزدجوړولواوکندزته دخدمت رښتونی نیت لري خوله نیکمرغه د نظار شورای له غلو، ډاکوانواوقاتلینوسره دجوال خوله نه نیسي اودهغوي دمخنیوي هڅه کوي نوځکه دوي ته مطلوب شخص ندی اوهره ورځ دماشومانوپه مټ لاریون ګوټي کوي چې ځنې تلویزیونونه لکه طلوع ، میترا ، نورین ، ارزو ، اوخورشید چې دنظارشورای لاسپیکرونه دي دې لاریون ګوټوته داسې پرداس ورکوي چې که له کندزه دباندې یی څوک وګوري فکربه وکړي چې میلیوني لاریونونه روان دي ، خودکندز۹۹٪ وګړي دنظا رشورای له منفورووکیلانواووحشي میرعلم له کړنوترپوزي راغلي دي طالب نه بلکه همدا منفوره دنظارشورای دخلکوژوندته ستراولومړنی ګواښ ګڼي اوله مرکزي حکومته هیله لري چې ددې خونکاروټغرورټول کړي کنه دیوه لوي انساني ناورین انتظاردي وکړي .