څه چې ما ولیدل

 
دتنکي پسرلي ددویمې میاشتې لومړۍ ورځي چې دملي پولیسو په لیکوکې زما ددندې له دریم کال سره برابرې وي یعنې د ۲۰۱۱ کال پسرلی ، دکورنۍ له مخالفت سره سره مې دمرګ، زخمي کیدو اوګوډیدوداخطرپه ځان ومانه ، اودکندزولایت په نیږدو ټولو ولسوالیو کې مې له طالبانوسره ګڼې جګړې وکړې چې دامهال کنم ، اقتاش ، بویین ، ګورتیپه ، چاردره ، دقلعه ذال ځینې سیمې ، دشت ارچي او د امام صاحب دولسوالۍ ګڼې سیمې له طالبانوسره وي اوپه پوره غرپ جنګ دوام درلود هره ورځ دامنیتي ځواکونو تلفاتواوتیښتې دوام درلود ، زه هم یوکال مخکې دامام صاحب ولسوالۍ ته ولیږل شوم اوددې ولسوالۍ له امینه قومندان سره دنیږدې کس په توګه په دنده بوخت وم ، امنیه قومندان چې دپارلمان داوسني ریس اودتخارد اوسني والي ورورو، نوموړی پدې ولسوالۍ کې دخپلو وروڼو په ملاتړدیوه ځواکمن کس په توګه پیژندل کیده اودخلکوترمنځ دیوه اغیزمن کس په توګه یادیده اوداسې فکرکیده چې دامنیه قومندانۍ دا چوکۍ ورته په میراث پاتې ده آن ترکرزي پورې هم چا جرأت نشوکولی چې له دندې یی ګوښه کړي، دده دفترله یوې رسمي ادارې ډیریوې حجرې یا دارالوکالي ته پاتې کیده ، قومي کمیشنکاراربابان اوسپین ږیري به دده په دفترکې ناست وواو ډیرې لانجې به دلته حلیدې یاکه په ښکاره یی ووایم له قاضي څخه نیولي تردمعارف مدیره ټولې دندې یوډول ده سره ته رسولي او ډیروکمو کسانوبه ولسوال ته عریضي وروړي دا به زیاتره هغه کسان وو چې چابه تذکري اخیستي ، ظاهراْ دده برخوردله ټولوسره یوډول ښکاریده خو داسې احساسیده چې له خپلوقومیانوسره ځانکړی مراعت کوي شایددا دهرانسان فطري خاصیت وي .
دشپې نیږدې دولس بجې وي هوا نسبتاْ یخه اوپه شړک باران وریده ، دتیلیفون زنګ ته مې ژرځواب ورکړترڅوراسره ملاست نور ملګري ویښ نشي شمیره یی نا آشنا وه خوله آوازه مې وپیژاند چې قیوم خان خبرې کوي، بې له ځنډه مې ځواب ورکړ! قومندان صاحب وفرمای ، په لنډوټکویی راته وویل : پاس کوټې ته راوخیژه اونورڅوک مه خبروه، ترڅوچې ما دهوځواب ورکاوه تیلیفون یی بندکړ په وارخطایی مې بوټونه پښوکړل اوخپل ټوپک مې غاړې ته واچاوه اوژرپاس وروختم، ومې لیدچې له چاسره یی په ازبکي ژبه په تیلیفون خبري کولي ترڅوچې ورسره مخامخ کیدم خبري یی خلاصي کړي اوماته یی وویل : رینجرچالان کړه اوکولي قیوم خان خواته حرکت وکړه په لاره کې بیا زه درته وایم چې څه وکړي ځه اوس حرکت کوه، دهوپه توګه روان شوم اورینجرمې دکول قیوم خان (دامام صاحب ولسوالۍ ښارته یوه نیږدې سیمه ) په لورروان کړوخوکله چې دښارله پولوووتم یوډول ویره راسره ملګري شوه اوهم مې په زړه کې رازراز شکونه راوټوکیدل خوداچې قومندان ډاډه ښکاریده زه هم ډیروارخطا نه ووم، دموټر مړاوو برقونوته  دسړک  لوړې ژورې یوډول معلومیدې ددې خام سړک دواړوغاړوته ولاړې غیشي دناستوکمین ګروپه توګه ښکاریدې اوپدې توره شپه یی دنا آشناسړي غوني زیږول، زه په تتوبرقونواوکم سرعت روان ووم ځکه دمرموزماموریت اصول په جګړه ایزمحیط کې همداسې وي، اوس نوکول قیوم خان ته ورګډشوم نیږدې درې سوه متره به مخکې تللی ووم چې درې، څلورسوري له لیرې ښکاره شول بې له ویرې لږوروړاندې شوم مخکې لدې چې دامنیی قومندان ته زنګ ووهم دده زنګ راغی ویی ویل : مه ویریږه همدا زما میلمانه دي، فکرکوم په ځیریی څارلم اوس نویوکس ولاړاودوه نورنیږدې لس متره لرې وروورو روان وو، ولاړکس د مخکې تلواشاره وکړه اوزما دروان موټرڅنګ ته پلی رهي سو دزابورپرسرله جګ پله واوښتواولږمخکې مې دروان سړي په اشاره د لوي سړک پرسرموټرودراوه، کوزشوم دموټردروازي مې کولپ کړې اودروان سړي پسې شاته نیږدې جومات ته ننوتم، په جومات کې دلاسي څراغ تته رڼا بلیده اوس نوزماسره ټول پنځه کسان وو ، ما داسې احساس کړه چي ښایی ترموږډیرکسان به شا وخوا په کمین کې پټ ناست وي، له ماپرته چې نظامي یونیفورم مې اغوستی وونوروټولوږیري درلودې دوویی تورې لنګوټي پرسروي او دوو نورویی برګ دسمالونه له سره ټړلي اوله دریوسره یی کلاشینکوفونه اویویی چې ددې ډلې مشرمعلومیده وسله یی په لاس کې نه وه ښایی تفنګچه به یی درلوده، څلورواړه طالبان وو، لومړی ځل ددوی په لیدومافکروکړچې ښایی سپینې کڅوړي به ورسره وي خوزمااټکل غلط وو، ماورته وویل قومندان تاسوته ماتل دی. یوه یی وویل زنګ یی وهلی وو اونوروته یی وکتل اوبیا یی وویل : ځوبه زه مخکې اودوی راپسي موټرته وختواوبیرته مې درینجرمخ دښارلورته راوڅرخاوه اوبیاپه هماغه تتوبرقونواوکم سرعت دښار لورته روان سوو، په لاره مویوله بل سره خبرې ونکړې اونه هم دوی سره غږیدل، یوله ماسره اودوه دمشرپه شمول شاته ناست وو باران لا هم په شړک وریده، نیږدې لس یا پنځلس دقیقې وروسته دقیوم خان دکورمخ ته راورسیدو مخکې تردې چې موټرودروم لویه دروازه خلاصه شوه اودننه ګاراج ته ننوتو، پدې کې قیوم خان هم مخې ته راورسید اوناست میلمانه کوز شول، قیوم خان له ټولوسره ګرمه ټینګه ستړي مشي وکړه، ماهم کیلي چپه تاووکړه اوله موټره کوزشوم ، قیوم خان مخکې اومیلمانه شاته پاس دویم پوړته وختل زه هم شاته ورروان شوم، میلمانه کوټې ته ننوتل له ما مخکې زما دوه نورملګري یی په خدمت لګیاوو قیوم خان ماته د کښیناستو اشاره وکړه زه هم بیله ځنډه کښیناستم په همدي کې ډوډۍ راورسیده، اودسترخوانونه وغوړول شول، اوبیا دقابونوکتارونه په دستر خوان جوړشول چې عمده خوراک یی کبان اوسره کړي چرګان وو په زړه کې مې وویل دې طالبانوبه ډیروخت داسې میلمستیا نه وي خوړلي، خوما چندان اشها نه درلوده خومیلمانه برعکس دغوریانواومشقابونوله تله ووتل، نیږدې څلویښت دقیقي وروسته دسترخوان ټول شو چای راوړل شو اودقومندان په اشاره زه اوراسره بل ملګری مې له کوټي ووتواودباندې نیږدې دروازې ته ددرول شویو ایسکوګانوشاته کښیناستو، په زړه کې مې په زرګونه سوچونه لاندې باندې کیدل خونیږدې یوساعت به لانه وو تیر شوی چې په یوه بل رینجرکې دمیشتوامریکایانویوترجمان چې ښه مې پیژانده راورسید اوله رارسیدوسره دروازه خلاصه شوه اوپخپله قیوم خان له ځانه سره پورته وخیژاوه ما ورپسې دروازه وتړله اوبیرته پخپل ځاي کښناستم ، مجلس به نیږدې څلویښت یا پنځوس دقیقې نوره هم غځیدلی وي چې قومندان راته زنګ وواهه چې پورته وروخیژم زه هم بیله ځنډه پورته وختم اونیغ کوټې ته ننوتم، قیوم خان ماته وکتل اوویی ویل په لاره کې به دې دوه موټره انتظارکوي میلمانه واخله اوموټرترهماغه ځایه بدرګه کړه چې میلمانه دي ورڅخه اخیستي وو، دهوپه توګه مې سروخوځاوه اودمیشه قومندان صا حب خبره مې ورسره غبرګه کړه لاندې کوزشوم اوموټرمې چالان کړ، په همدې کې میلمانه موټرته راوختل اوبیا دښارله کوڅوڅخه په تتوبرقونودباندې ووتوساعت ته مې وکتل پوره دشپې دوه بجې اواوه پنځوس دقیقې وي نیږدې لس دقیقې به مومزل کړی وي چې مخې ته دوه ټونس پیک اپ موټرترپال کش ولاړدي له نیږدې پنځوس متره څخه یی دلاسي څراغ دوه ځله رڼاراکړه په وررسیدو مې موټرودراوه اودبارموټروڅنګ ته ورغلم ګورم چې زما ملګري ور سره دي ومې ویل څه شی دي؟ په ورویی ځواب راکړ : مهمات دي، ورته ومې ویل زما شاته راځئ اوبیا له تیرځله ورو روان شوم، نیږدې اته دقیقې وروسته دجومات مخې ته ورسیدم موټرمې ودراوه ګورم چې څلورکسان مو مخې ته راووتل موټرمې ودراوه اومیلمانه مې کوزکړل ، پدې کې شاتني موټرهم راورسیدل، اوزموږپسې شاته زمانورملګري هم جومات راننوتل، ما یی مشرته مخ ورواړاوه اوترې ومې پوښتل: مولوي صاحب موټردرسره بیایئ اوکه همدلته یی کوزوئ؟ په ځواب کې یی وویل : نه موټرهمدلته خالي کوو ته درځه انډیولان به ورسته له موټروسره درشي ولې ډیربیروبارښه ندي، همداسې ښه ده سرمې وخوځاوه ملګروته مې وکتل اوروان شوم، ډیرپه ناامیدۍ مې دموټرمخ دښارلورته راوګرځاوه له ځانه سره مې وویل، په یوه لاس یی موږته راکوي اوپه بل لاس یی طالبانته، له ځانه سره مې فکروکړچې راځه نوره دا دنده پریږده، اوبیا مې ولیدل چې په همدې وسلویی نیږدې اته میاشتي جنګ راسره ګرم وساته اوزما ګڼ شمیرملګري پکې ووژل شول اوس نوډیرمایوسه شوی ووم ځکه هغه څوک چې ظاهراْ یی زموږدساتنې بډې وهلي وي زموږوژونکوته یی زموږدمشرانوپه لاس وسلي ورکولې،  خواوس احساسوم چې داجګړه به اوږده کلونه او زرګونه بیګناه قرباني واخلي ... اوتل له ځانه په ډيره خواشینۍ یوسوال کوم هغه دا چې !
په چا اعتماد وکړم ، په نیکټایی داره وزیر، په ژبه وروکیل،  په نظامي اتل اوکه په فصیح ملا ؟؟