
_ بوتسوانا Botswana کې دجمهورئيس ورځ ده.
_ بروني Brunei کې دسلطان ورځ ده.
_ په 1904 زکال کې د روسيې نامتوليکوال اوډرامه ليکونکی انتون چېخوف Anton Chekhov ومړ.
_ په 1912 زکال کې په انګلستان کې د ملي طبي بيمې قانون تصويب شو.
_ په 1934زکال کې په جرمني کې پرانګريزي ورځپاڼو بنديز ولګيد.
_ په 1965زکال کې د امريکا کانګرس پرېکړه وکړه، چې د سګرټوپر ډْبيو باندې بايد وليکل شي، چې سګرټ روغتياته زيان رسوي.
_ په1965 زکال کې امريکايان په دې بريالي شول، چې د لومړي ځل لپاره له نږدې نه له يوې بلې سيارې، مريخ Mars څخه عکسونه واخلي .