تولیدي انفلاسیون

 
هر تولیدي واحد د خپلو تولیداتو د لګښتونو لپاره یو شاخص لري چې د تولیدوونکي د قیمت د شاخص یا Producer Price Index (PPI) په نوم یادیږي.
تولیدي انفلاسیون د هغه توکو قیمتونه اندازه کوي چې تولیدي واحدونه یې تولیدوي. دغه ډول قیمتونو ته د عواملو قیمتونه هم ویل کېدای شي.
ډیری وختونه د تولید په قیمتونو کې د هغه صنعتونو قیمتونه په پام کې نه نیول کیږي چې پایداره نه وي او تل د چټک بدلون په حالت کې وي. دغه صنتعنونو د خوراکي توکو، مشروباتو، تمباکو، تېلو او داسې نور څخه عبارت دي. که دغه صنعتونه د تولیدوونکي د قیمتو په شاخص کې شامل نه وي نو د نورو صنعتونه تولیدي لګښتونه به تر ډېره بریده ثابت او د تولیدي انفلاسیون کچه به کمه وي.
د تولید د عواملو په قیمتونو کې د خامو موادو قیمتونه هم شامل دي له کومو څخه چې د توکو د تولید په پروسه کې کار اخیستل کیږي، په دغه موادو کې د بېلګې په توګه فلزات، پلاستیک، تېل او نور مواد شاملیږي. د تولیدي انفلاسیون په شاخص کې هم د نا پایداره صنعتونو لکه خوراکي توکو، مشروباتو، مخدراتو او داسې نورو د تولید د عواملو یا خامو موادو قیمتونه نه شاملیږي. کله چې د خامو موادو قیمتونه لوړیږي په مقابل کې یې تولید کوونکي د خپلو تولید شوو توکو بیې لوړوي.
هغه عوامل چې د تولیدوونکي د قیمتونو د شاخص د لوړوالي له لارې تولیدي انفلاسیون ته لار هواروي په لاندې ډول دي.
۱.د تبادلې د نرخ کمېدل: کله چې د کورنۍ کرنسۍ د تبادلې نرخ را ولویږي نو د وارداتي خامو موادو د قیمت د لوړوالي لامل کیږي او ښکاره ده چې دا چاره د تولید لګښتونه زیاتوي. د دې پر وړاندې، کله چې د کورنۍ کرنسۍ د تبادلې نرخ لوړ شي نو د وارداتي خامو موادو قیمتونه او د تولید لګښتونه ورسره کمیږي.
۲.د تقاضا زیاتوالی: کله چې یو هېواد چټک اقتصادي پرمختګ کوي، نو طبیعي ده چې هلته د تولید د زیاتوالي له امله د تولید لپاره د خامو موادو تقاضا هم لوړه وي، دا چاره د خامو موادو قیمتونه لوړوي چې په پایله کې یې بیا هم د تولید لګښتونه لوړ او تولیدي انفلاسیون ته لار هواریږي. د اقتصادي رکود پر مهال دا چاره سرچپه وي، یعنې د تقاضا د کمښت له امله د خامو توکو قیمتونه او په ټوله کې د تولید لګښتونه کم وي.
۳.د خامو توکو عرضه: د خامو موادو د عرضې کموالی هم د نوموړو توکو قیمتونه لوړوي چې له دې لارې د تولید لګښتونه هم لوړیږي. که د نوموړو توکو عرضه زیاته شي نو اغېز به یې سرچپه وي یعنې د خامو توکو د قیمتونو د کموالي له لارې به د تولید لګښتونه کم شي.
۴.د کاري ځواک قیمت یا مزد: پوهیږو چې کار د تولید یو مهم عامل دی او د کار قیمت بیا مزد یا اجوره ده. کله چې د کاري ځواک مزدونه لوړ وي نو د تولید مجموعي لګښتونه به هم لوړ وي. کاروبار د دغه لګښتونو د جبران په موخه د خپلو توکو قیمتونه لوړوي چې له امله یې د تولیدي انفلاسیون کچه هم زیاتیږي.
د خامو توکو د قیمتونو یوه ځانګړنه دا ده چې تقاضا یې د قیمت په مقابل کې ارتجاعیت نه لري، په دې معنا چې نوموړي توکې د تولید لپاره اساسي مواد او په نه شتون کې یې تولید نا ممکن دی ځکه خو مولد اړ دی په هر قیمت چې وي د خپلو توکو د تولید لپاره خام توکي را ونیسي
په ډېری مواردو کې کاروبار کوښښ کوي چې د تولید د عواملو یا خامو موادو د قیمتونو د لوړوالي په صورت کې هم خپل قیمتونه ثابت وساتي. دلته کاروبار یو څه ګټه له لاسه ورکوي خو بیا هم د ځینو کاروباري ستراتیژیکو او رواني موخو په پام کې نیولو سره د خپلو توکو قیمتونه نه لوړوي.